"له عملياتو وروسته د لغمان امنيت ښه شوی دی"

Image caption لغمان له ناارامه کونړ او نورستان ولايتونو سره ګډه پوله لري

د افغانستان د ختیځ ولایت لغمان چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د دغه ولایت د الینګار او الیشنګ په ولسوالیو د امنیتي وضعیت د سمون په موخه عملیاتو کې تر ۴۰ زیات وسله وال وژلي او تر شلو ډېر یې ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغو دوو ولسوالیو له مرکز سره نښلوونکو لارو امنیت یې هم د دغو عملیاتو په مټ ټینګ کړی چې پخوا نارامې وې.

ګلستان شينواری په خپل راپور کې وايي، د لغمان چارواکو په خبره په تېره یوه میاشت کې یې د امنیتي وضعې د سمون په موخه په دغو دوو ولسوالیو کې یو لړ عملیات تر سره کړي دی.

دوی وايي د عملياتو په ترڅ کې يې په دغو ولايتونو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې کموالی راوستی دی.

د لغمان د امنیې قوماندان جنرال داوود امین وايي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې تر ۴۰ زیات وسله وال وژلي دي.

د لغمان ولایت غرنۍ سیمې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامنه دي، چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ دغه څپې د ولایت د مرکز اړوندو سیمو ته هم راغځېدلې دي.

لغمان له ناارامه کونړ او نورستان ولايتونو سره ګډه پوله لري، چې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه په کې زیات شوي وو.

د لغمان په ګاونډ کې څو ورځې وړاندې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د وسله والو طالبانو يو فعال قومندان حاجي دوران له دريو ملګرو سره وواژه.

ورته مطالب