ملي امنيت د رباني وژنه کې ښکېل کسان پېژندلي

Image caption برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر پر ۲۰مه يوه ځانمرګي بريدګر وواژه

د افغانستان د ملي امنيت سرپرست رحمت الله نبيل ویلي، هغه کسان يې پېژندلي چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني په وژنه کې يې لاس درلود او يا يې بې پروايي کړې ده.

ښاغلي نبيل دغه څرګندونې د افغانستان په مشرانو جرګه کې، په افغانستان کې د امنيتي وضعيت څرګندولو پر مهال وکړې.

ښاغلي نبیل مشرانو جرګې ته وویل، د ملي امنيت اداره د هغو کسانو داسې لېست لري چې د برهان الدين رباني په قضيه کې په یو ډول ښکېل دي.

ده جرګې ته وويل که د ملي شورا غړي د دغه لېست د خپرېدو غوښتنه کوي، دغه اداره چمتو ده چې په اړه يې جزييات ورکړي.

رحمت الله نبيل ټينګار وکړ، چې ملي امنيت کولی شي د دغې قضيې د څېړلو چارې د افغانستان د ملي شورا ټاکل شوي پلاوي ته وړاندې کړي او راپور ورکړي چې دغه قضيه اوس چېرته ده.

دی وايي د ملي امنيت پلاوی پاکستان ته تللي او معلومات يې له پاکستاني لوري سره شريک کړي دي.

د ملي امنيت سرپرست زياته کړه، اوس معلومه شوې چې په افغانستان کې دننه کومو کسانو په دغه دسيسه کې لاس درلود او رحمت الله واحديار هم په توقیف کې دی.

رحمت الله واحديار هغه څوک دی، چې له برهان الدين رباني سره يې د ځانمرګي بريدګر د ليدو زمينه برابرې کړې وه.

د برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني څه موده وړاندې د خپل پلار د وژل کېدو د دوسيې په اړه وويل چې افغان حکومت دې د 'زنجيريي قتلونو' دوسيې وڅېړي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې يوه کس د طالبانو د سولې د پيغام رسوونکي په توګه له برهان الدين رباني سره تر ليدنې وروسته پر هغه ځانمرګی بريد وکړ.

په افغانستان د روسانو له يرغل وروسته برهان الدين رباني په پاکستان کې د اسلامي جمعيت په نوم ګوند جوړ او تر مرګه د ګوند مشر و.

برهان الدين رباني د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال د څه وخت لپاره ولسمشر و، بيا د ولسي جرګې غړی شو او په وروستيو کې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

ورته مطالب