کابل:امريکا سره پرامنيتي تړون لا خبرې پاتې دي

ايمل فيضي
Image caption ايمل فيضي وايي د تيري د تعريف په برخه کې د دواړو غاړو ژبه په متن کې سره نژدې شوې او منل شوې ده.

له متحدو ايالاتو سره د افغانستان د پوځي او امنيتي تړون په باب کابل يو وار بيا ويلي چې لا هم په کې ځينې مهم مسايل نا حل شوي پاتې دي.

خو پر تړون خبرې لا هم د دواړو غاړو ترمنځ روانې دي.

ويل کيږي چې يوې عدلي او قضايي کمېټې تېره اوونۍ پر دې تړون خبرې سره کولې او د پنجشنبې په ورځ( د اکتوبر ٢٤) هم په کابل کې غونډه پلان شوې ده.

پر دغه تړون تر يوه کال ډېره موده وشوه چې واشنگټن او کابل خبرې کوي او داسې ښکارېده چې په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري د سفر په ترڅ کې ښايي ستونزې حل شوې وي.

په روانه ميلادي مياشت کې کابل ته د سفر پر وخت د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري خبريالانو ته وويل چې د دغه تړون په برخه کې يوازې يوه موضوع نا حل شوې پاتې ده چې هغه له افغان قانون سره سم د امريکايي پوځيانو د محاکمې خبره وه.

اوس د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې که څه هم پرمختگ شوى دى خو دا تړون لا بشپړ شوى نه دى او لاسليک ته چمتو نه دى.

" که تړون بشپړ شي يا نه شي لويې جرگې ته به وړاندې شي چې جرگه وال پر ټولو مسايلو غور وکړي."

هيله دا ده چې د نومبر په مياشت کې لويه جرگه راوبلل شي.

افغان غاړه وايي دوى د دغه تړون لاسلېکېدا ته بيړه نه لري خو امريکايي غاړه په دې باور ده چې د وخت په اوښتو د سرتيرو او د پيسو د برابرولو چاره سختيږي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي په تړون کې نا حل شوې خبرې ډيرې پېچلې او سختې نه دي. دى وايي:

" متحد ايالاتو د نهو پوځي اډو غوښتنه کوي چې افغان حکومت ورسره منلې ده خو اوس دا پر افغان ولس پورې تړاو لري چې په لويه جرگه کې پرې خبرې وکړي او ووايي چې همدا نهه ورکوي که يې کموي."

د تيري پر توري باندې هم پخوا روغه نه وه شوې.

ولسمشر کرزي په دې وروستيو کې په خپلې راديويي وينا کې ولس ته ويلي و چې کابل د " تيري" د لغت سپيناوى غواړي.

ايمل فيضي وايي د تيري د تعريف په برخه کې د دواړو غاړو ژبه په متن کې سره نژدې شوې او منل شوې ده.

ورته مطالب