د پوځ افسرانو په معیاري اکاډمۍ کې زدکړې پيل کړې

Image caption د افغان چارواکو دمعلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغې اکاډمۍ ته نژدې ۱۲۰ برتانوي او نور روزونکي راشي.

د افغانستان د ملي پوځ افسرانو په لومړي ځل په معیاري اکاډمۍ کې زدکړې پيل کړې، خو لا هم د برتانیا د سندهرسټ به بڼه دغه پوځي اکاډمۍ په رسمي توګه نه ده پرانیستل شوې.

ټاکل شوې دغه اکاډمی، چې د برتانیا په مالي مرسته جوړه شوې، په راتلونکو دوو اونیو کې رسماَ د کابل په ختیځ قرغې سیمه کې پرانیستل شي.

دلته به هغه ځوانان د یوه کال لپاره پوځي زده کړې کوي، چې خپلې لوړې زده کړې یې په ملکي پوهنتونو کې بشپړې کړې وي او یاهم د افغان پوځ سرتېري وي.

حفیظ الله معروف له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې له دغې اکاډمۍ به هر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افسران فارغېږي، چې د برتانوي روزونکو له خوا به روزل کېږي.

که څه هم دغه پوځي اکاډمي به په رسمي توګه په راتلونکوو دوو اونیو کې پرانیستل شي، خو د افسرانو لپاره یې سره له اوسه زده کړې پیل شوې دي.

د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي بي بي سي ته وویل، چې د دغې اکاډمۍ درسي نصاب د برتانیا له شاهي پوځي اکاډیمۍ سند هرسټ سره ورته دی.

" د دې پوځي ا کاډمۍ پروګرام او درسي نصاب دانګلستان د شاهي پوځي ا کاډمۍ سند هرسټ سره ورته دي. اوس په دغې اکاډمۍ کې درس پيل شوی، او رسماَ به راتلونکو دوو اونیو کې پرانیستل شي."

د دغې پوځي اکاډمۍ د جوړیدو هوکړه تېر کال ولسمشر کرزي او د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون لاسلیک کړې وه.

ښاغلی کریمي وايي، په دغې اکاډمۍ کې به هغو ځوانانو ته د زده کړو حق ورکول کېږي، چې لوړې او یا هم نیمه لوړې زده کړې یې کړې وي.

د افغانستان دپوځي اکاډمۍ یو برتانوی روزونکی:

" د دې دورې له زده کړو موخه دا ده، چې د افغان پوځ لپاره ځوان مشران وروزل شي. د افغانانو په زړه ورتوب کې هېڅ شک نه شته، دوی ډیر زړور دي، خو هغه څه ته، چې دوی اړتیا لري هغه ځوان مشران دي او همدغه زموږ هدف دی. دوی د جګړې په ډګر کې کافي تجربه لري خو لا هم د پلان جوړونې او تکتیکونو په برخه کې زده کړو ته اړتیا لري"

د افغان چارواکو دمعلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغې اکاډمۍ ته نژدې ۱۲۰ برتانوي او نور روزونکي راشي.

پر دغې پوځي اکاډمۍ نژدې ۴۲ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې برتانیا یې ورکوي.

ورته مطالب