افغان مېرمنې، د لاغوره راتلونکې لپاره هڅې او هیلې

Image caption لاهم د افغان مېرمنو د لاښې راتلونکې او پرمختګ لپاره هیلمندي شته.

شاید د حیرانتیا خبره وي، کله چې په ۱۹۶۴ کال د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال هغې کمېټې کې چې اساسي قانون یې جوړ کړ، ځینو ښځو هم ونډه لرله. په دغه اساسي قانون کې د ټولو وګړو، په تېره بیا د ښځیو د حقونو پر برابرښت ټینګار شوی.

له ۱۹۷۰ لسیزې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې ښځو کولای شو، چې ښوونکې شي، وکیله شي، قاضۍ شي، د پوهنتون استاده شي، ډاکټره یا لیکواله شي. ښځې او نارینه پوهنتونونو کې څنګ په څنګ درسونه ویل.

د ۱۹۷۰ لسیزې پای کې، لږترلږه درو ښځو پارلمان ته لار ومونده. افغان مېرمنو ان تر ۱۹۹۰ مخکې هم په ټولنه کې مهم رول درلود. په ۱۸۸۰ کال د ملالې انا (میوند ملاله) په نامه ښځې له انګریزانو سره د دویمې جګړې پرمهال له پښتون مبارزینو سره اوږه په اوږه جګړه کوله او د میوند جګړه کې یې د انګریزیانو پرضد خپله توره رایستلې وه.

کله چې د شمېر له مخې د افغان جنګیالیو لاسبري رامخې ته شوه، ملالې د افغانستان بیرغ اوچت کړ او نارې یې کړې چې: "... که په میوند کې شهید نه شوې...". د ملالې دې نارې د نارینه جنګیالیو وینې په جوش راوستې، همدا وو چې جګړې ته یې دوام ورکړ او انګریزانو ته یې ماتې ورکړه.

د ۱۹۹۶ له سپتمبر د ۲۰۰۱ تر سپتمبر پورې، له افغان مېرمنو او نجونو سره په سیستماتیک ډول توپیري چلند شوی، پر حقونو یې تېری شوی، له زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو بې برخې شوې دي. پر دې سربېره، خو ایا کېدای شي چې د ښځو پروړاندې ټولې ستونزې پر همدې دورې پورې رالنډې شي؟

د طالبانو له رژیم وروسته د حکومت په جوړېدو سره، ځینو ښځو بېرته خپل مقام وساته. نورو ښځو ته یې هم د ښه ژوند او ټولنه کې د فعالیت زمینه برابره کړه.

دغو ښځو د افغانستان په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړ او دا یې ثابته کړه چې دوی هم د افغانستان د ټولنې یوه مهمه برخه دي. نو چې د افغان مېرمنو غږ اورېدل کېږي، دوی یوازې هغه ستونزې یادوي چې ښځې له هغوی سره مخامخ دي؟ ولې د دوی ملاتړ نه کېږي؟

د افغانستان د ښځو اوسنی وضعیت د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو د وضعیت په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی دی. یوه لسیزه مخکې ښځې له زده کړو بې برخې وې، خو اوس اوس په ښوونځیو کې درېیمه برخه زده کوونکي نجونې دي. په ښوونځیو کې د نجونو کچه څلوېښت سلنه لوړه شوې ده، او پوهنتونونو کې بیا د مېرمنو کچه نولس سلنې ته رسېدلې ده.

پوهنتونو او ښوونځيو کې د ښځینه ښوونکو سلنه ۳۱ او ۱۵ ته ختلې ده.

سیاسي حضور

په ۲۰۰۵ کال د افغانستان حکومت سیاسي برخه کې حبیبه سرابي د لومړنۍ والۍ په توګه وټاکل شوه، او عذرا جعفري بیا په ۲۰۰۹ کال هغه لومړنۍ ښځه وه، چې په هېواد کې د ښاروالې په توګه وګومارل شوه. په دې وروستیو کې د ښځو د فعالیت ډېر بنسټونه جوړ شول.

دا مهال د افغانستان کابینه کې درې مېرمنې دي: د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي، د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل او د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر. باید وویل شي چې ان د استرالیا په څېر ډېرو پرمختللو هېوادونو د کابینو په پرتله د افغانستان کابینه کې د ښځو شمېر ډېر دی.

اقتصادي حضور

ځینو افغان مېرمنو اقتصادي فعالیتونو ته مخه کړه. بېلابېلې دندې یې مخته بوتلې او د هېواد له اقتصادي پراختیا سره یې همکاري وکړه. ځینو د خپل ځان او ښځو لپاره د کار ښې زمینې برابرې کړې.

مینا رحماني هغه لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت یې کابل کې د بولینګ یو مرکز جوړ کړ، دا د تفریح لپاره د کابل ښار یو مهم مرکز ګڼل کېږي.

کامله صدیقي د بریالیو افغان مېرمنو یوه بله بېلګه ده. هغهې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال خیاطي پیل کړې وه، چې اوس یې هم نوم د ځينو ښځو په خوله اخیستل کېږي.

رویا محبوب، د هنرۍ یوه بله بېلګه ده، دا دود یې مات کړی، چې ګني افغان مېرمنې باید په کور کښېني، هغې د کمپیوټري سافټویرونو یو شرکت جوړ کړی.

د دغو مېرمنو لاسته راوړنې باید عادي ونه ګڼل شي. په بېلابېلو برخو کې د دغو ښځو پرمختګ دا ښيي چې ښځې د پرمختګ وړتیا لري.

لاهم د افغان مېرمنو د لاښې راتلونکې او پرمختګ لپاره هیلمندي شته.

خو د افغان مېرمنو د پرمختګ برخه کې پر ستونزو او بې شمېره کړاوونو هم باید سترګې پټې نه شي، په عین حال کې په افغاني ټولنه کې چې ښځو کوم پرمختګ کړی، باید کم ونه ګڼل شي او روښانه راتلونکي هیله باید ترې وشي.

افغان مېرمنو په پرله پسې توګه خپلې بالقوه وړتیاوې ښوولې دي، خو د لانورو پرمختګونو او بریاوو امکان یې لاهم شته.

ورته مطالب