د لیرې شویو نوماندانو د ردېدو لاملونه ډاګیزه کېږي

Image caption د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو لومړنی نوملړ درې ورځې وړاندې خپورکړ او د ولسمشرۍ ۱۶ نوماندان ترې و ایستل شول.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي دوی تیار دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د رد شویو نوماندانو د ليرې کېدو لاملونه په ګوته کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ته شپاړسو رد شویو نوماندانو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمیسیون دې په اته څلوېښت ساعتونو کې د دوی د ردېدو لاملونه په ډاګه کړي، پرته له هغه به دوی خپل کلک غبرګون نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، هغه شپاړلس تنه نوماندان، چې د ولسمشرۍ له لومړي لیسته ایستل شوي، پر حکومت تور پورې کوي، چې په لوی لاس یې نومونه ایستل شوي دي.

فهیم پښتون وردګ په کابل کې د یوې خبري ناستې کې ایستل شویو نوماندانو په اعلامیې کې وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ۴۸ ساعته وخت ورکوي، چې له لیسته دایستلو لاملونه په مستند ډول هر ایستل شوي نوماند ته ورکړي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي دوی تیار دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د رد شویو نوماندانو د لېرې کېدو لاملونه په ګوته کړي.

Image caption د شکایتونو ارزوونکی کمیسیون وايي پریکړې یې وروستۍ دي او څوک یې نه شي بدلولی.

اوس به د شکایتونو د ارزونې کمیسیون شل ورځې وخت ولري، چې د نوم آندانو ټول سندونه وڅیړي او له مخې یې به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د نوم آندانو وروستی لیست خپور کړي.

دوی وايي د شکایتونو د کمیسیون پریکړې وروستۍ دي او څوک یې نه شي بدلولی.

د شکایتونو د ارزونې کمېسیون، اوس ۲۰ ورځې وخت لري، چې ټول اسناد وڅېړي او له مخې یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستۍ نوملړ خپور کړي.

د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو لومړنی نوملړ درې ورځې وړاندې خپورکړ او د ولسمشرۍ ۱۶ نوماندان ترې و ایستل شول.

ورته مطالب