فیضي: مرستې مهمې دي خو لومړیتوبونه نور دي

Image caption وروستیو خبرو ته په پام سره داسې ښکاري چې د تړون لاسلیک ته لا وخت شته.

د متحدو ایالاتو د مشرانو جرګې غړي کارل لېون له ولسمشر کرزي سره په کابل کې د خپلې لیدنې په باب په ډاګه کړې چې ګواکې افغان مشر ته یې ويلي چې له افغانستان سره یې مرستې د امنیتي تړون په لاسلیک پورې تړاو لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر دغه څرګندونې نه ردوي او وايي د متحدو ایالاتو د مرستو منندويه دي خو لومړیتوبونه نور دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

''له افغانستان سره د متحدو ایالاتو مرستې مهمې دي خو سوله، امنیت او د افغان خاورې او خپلواکۍ درناوی لومړیتوب لري''.

ښاغلي فیضي وویل افغان ولس دا ضمانت غواړي چې سوله، امنیت او د خاورې او خپلواکۍ درناوی یې وشي.

د ولسمشر کرزي ویاند زیاته کړه بې له دې چې افغان امنیتي ځواکونه خبر وي په یوازې او خپل سره ډول د بهرنیو پوځي عملیاتو ترسره کېدل د منلو وړ نه دي.

Image caption ایمل فیضي وايي افغانان د متحدو ایالاتو د مرستو منندويه دي خو لومړیتوبونه نور دي

سناتور لېون پر ولسمشر کرزي د نیوکې په دود وویل:

''د دوی خبرې عموماً د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد پيدا کولو لپاره مرستندویه نه وي''.

د ولسمشر کرزي ویاند دغه څرګندونې رد کړې او ویلې ویل امریکا غواړي چې افغان مشرتابه پر مهمو مسایلو غلي وي:

''متحد ایالات غواړي زموږ ولسمشر پر ځینو مهمو مسایلو لکه د ملکي وګړو وژنه ، د خلکو د ګڼې ګوڼې پر سیمو او افغان کلیو او بانډو کې د پوځي عملیاتو ترسره کول، او بالاخر په پټو سترګو پر امنیتي تړون لاسلیک وکړي. خو لکه څرنګه چې د امریکا د ولسمشر دنده چې د خپلو خلکو ګټې خوندي کړي دغه راز دا د افغان ولسمشر دنده چې د خپل ولس ګټې وساتي''.

د سناتور لېون خبرې په داسې وخت کې رابرسېره کېږي چې د کابل او واشنګټن تر منځ پر امنیتي تړون خبرې ظاهرآ تر یوه ځایه سره نژدې شوې دي.

څو اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته ولاړ او له ولسمشر کرزي سره یې اوږدې خبرې وکړې.

تر هغو خبرو وروسته داسې وانګېرل شول چې ګواکې دواړه غاړې سره نژدې شوې دي.

ولسمشر کرزي ولس ته په خپله وروستۍ رادیويي وینا کې د ((تېري)) پر تعریف ټینګار وکړ او ویې ویل چې د واشنګتن او کابل ترمنځ لا هم پر دې موضوع خبرې روانې دي.

افغان حکومت غواړي چې واشنګټن د دغه تړون په لاسلیکولو کابل ته پوځي او اقتصادي ضمانتونه ورکړي.

واشنګټن ظاهرآ دغه مرستې له شرطونو سره غوټه کړي او د خپلو پوځیانو لپاره داسې شرایط غواړي چې له افغان قوانینو سره سم محاکمه نه شي.

کابل وايي چې د نومبر په پای کې به لويه جرګه راغواړي چې پر دغه تړون ولسي مشران خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي په برلین کې خبریالانو ته وویل چې دغه لويه جرګه به تړون ومني خو هغوی نور سپيناوي ونه کړ.

وروستیو خبرو ته په پام سره داسې ښکاري چې د تړون لاسلیک ته لا وخت شته.

ورته مطالب