بېړنیو پېښو ته د عالي کمیسیون چمتووالی

د افغانستان د طبیعي پېښو عالي کمیسیون وايي د ژمي پرمهال یې اړمنو او اغېزمنېدونکو سیمو ته د مرستو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

د شنبې پر ورځ (عقرب/ لړم ۴، اکتوبر ۲۶) د افغانستان ولسي جرګې د دغه کمیسیون غړي د ژمي پرمهال د چمتووالي په اړه د توضیحاتو لپاره پارلمان ته ورغوښتي وو.

د کلیو د پراختیا، فواید عامې، دفاع، عامې روغتیا، کرنې او انرژۍ وزارتونه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره او د افغان سرې میاشتي ریاست د دغه کمیسیون غړي دي.

لاهم په ولسي جرګه کې د دغه کمیسیون د غړو پېژندګلوي پایته نه وه رسېدلې، چې د رمضان بشردوست شکایت راپورته شو، چې ولې د دغه کمیسیون مشر او د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي ولسي جرګې ته نه دی حاضر شوی، همدا وو چې د جرګې چاپېریال یې خراب کړ.

که څه هم د کمیسیون مشر نه و، خو د دغه کمیسیون غړي او د کلیو پراختیا او کرنې وزیران او د دفاع، انرژۍ، او عامې روغتیا مرستیالان او د هلال احمر کمېټې مشر موجود وو.

دوی پارلمان ته د دې لپاره غوښتل شوي وو، چې د ژمي لپاره د خپل چمتووالي توضیحات ورکړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د احتمالي ژمنیو پېښو مخنیوی وکړي.

د کلیو پراختیا وزیر ویس برمک او د دغه کمیسیون مرستیال د پوره چمتووالي خبره وکړه.

Image caption د کلیو پراختیا وزیر ویس برمک او د دغه کمیسیون مرستیال د پوره چمتووالي خبره وکړه.

پر همدې مهال، وپتېیل شوه، چې د افغان سرې میاشتې کمېټه، د دې لپاره چې یو بې طرفه بنسټ دی، ناامنو سیمو ته باید د خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو رسول پرغاړه واخلي.

په غونډه کې ځینو وکیلانو نیوکه کوله، چې راغوښتل شویو یوازې خبرې وکړې او استازو ترې هېڅ پوښتنې ونه کړې او نه یې ځوابونه ترلاسه کړل.

خو د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي وویل، د دغه کمیسیون د غړو له خوا چې د چمتووالي څرنګوالی اعلان شو، تر یوې میاشتې پورې به وارزول شي او د ستونزې د موجودیت په صورت کې به بیا جرګې ته وغوښتل شي:

په پای کې د بېړنیو پېښو کمېټې موضوع وتړل شوه او دا چې ګڼ وکیلان نه وو راغلی او نصاب یې هم پوره شوی نه و، ولسي جرګې د نورو موضوعاتو ارزونه پرېښوده او رییس یې جلسه ناتمامه پایته ورسوله.

ورته مطالب