کابل د ملا عبدالغني برادر مشخص ادرس غواړي

Image caption ملا برادر تېره مياشت په پاکستان کې له درې نيمو کلو زندان وروسته خوشې شو

افغان حکومت په پاکستان کې د طالبانو د دويم مشر، ملا عبدالغنی برادر د مشخص ادرس غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي که دغه طالب مشر مشخص ادرس ولري، کولی شي د افغانستان د سولې په بهير کې مهم رول ولوبوي.

ملا برادر تېره مياشت په پاکستان کې له زندان نه خوشې شو، خو افغان حکومت نه دی توانېدلی له هغه سره اړيکې ونیسي.

بل خوا د بهرنيو چارو وزارت وايي د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت د تېرو حکومتونو په پرتله له افغانستان سره ډېره همکاري لري.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، د پاکستان د نوي حکومت له لوري د طالبانو د دويم مشر، ملا عبدالغني برادر خوشې کېدو او ځينو نورو اقداماتو د افغان چارواکو په منځ کې مثبتې هيلې راټوکولې دي.

کابل دغه خوشبينې پر داسې مهال څرګندوي، چې ټاکل شوې د برتانيا، افغانستان او پاکستان مشران په لندن کې سره وګوري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي د دغې غونډې پايلو ته د تېر په توپير مثبت ګوري.

ښاغلی موسی زی وايي د پاکستان د نوي حکومت عملي ګامونو د تېرو حکومتونو په پرتله د نواز شريف پر حکومت باوري کړي دي.

"ملا برادر پر داسې مهال خوشې شو، چې د پاکستان نوی لومړی وزير نواز شريف واک ته ورسېد. موږ د پاکستان له مخکني حکومت نه بیا بيا د ملا برادر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، خو مثبت ځواب يې را نه کړ. نو دا د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان د نوي حکومت د عملي همکارۍ یوه بېلګه ده".

ښاغلی موسی زی وايي، دغه راز د پاکستان نوی حکومت په خپلو رسمي څرګندونو کې د مخکني حکومت په پرتله د سولې او نه مداخلې په اړه په جديت څرګندونې کوي.

پاکستان د سپتمبر مياشتې په نيمايي کې ملا عبدالغني برادر چې له تېرو درې نيمو کلونو راهيسې په پاکستان کې زنداني و، خوشې کړ.

خو افغان چارواکي په دې اند دي چې ملا برادر په بشپړ ډول نه دی خوشې شوی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي د لندن په درې اړخيزه غونډه کې به د دغه طالب چارواکي د خوشې کېدو او د سولې په بهير کې د هغه د رول په اړه بحث وشي:

"که د ملا برادر ازادي بشپړه وي، مشخص ادرس ولري، د سولې له عالي شورا سره د خبرو او اړيکو لپاره د لاسرسي وړ وي او د سولې بهير په خدمت کې وي، کولی شي د افغانستان د سولې په بهير کې د پام وړ رول ولوبوي".

ټاکل شوې د لندن څلورمه سرمشريزه څو ورځې وروسته جوړه شوي.

په مخکنۍ سرمشريزه کې چې نهه مياشتې وړاندې په لندن کې وه، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ژمنه وکړه، چې په شپږو میاشتو کې دننه به په افغانستان کې سولې ته ورسېږي.

خو تر اوسه د سولې د راتلو او د جګړې د ټغر ټولېدو هېڅ څرک ونه لګېد.

افغان چارواکو تر دې وړاندې د افغانستان د سولې په ‎بهير کې د پاکستان پر هڅو شک کاوه او ټينګار يې دا و، چې دغه هېواد دې په دغه بهير کې "صادقانه" مرسته وکړي.

:

ورته مطالب