غزني کې د ماين چاودنې ١٩ کسه ووژل

پخوانى عکس
Image caption د ملکي وگړو موټر ډير کله پر ماينونو ختلي او مرگه ژوبله يې پېښه کړې ده

د افغانستان د غزني ولايت د اندړو ولسوال قاسم دیسیوال بي بي سي ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د صاحب خان د کلی په سیمه کې د واده یو تونس ډوله موټر په ماين ختلى دى.

د چارواکو په وينا په دې پېښه کې ١٩ کسه وژل شوي چې ١٤ مېرمنې او يو ماشوم هم په کې و.

په پېښه کې درې کسه ټپيان شوي دي.

چې له امله یې دهغه په ولسوال دیسیوال وایي دا ماین د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ځای په ځای شوی و.

هغه وایي د صاحب خان کلی چې د پاڅون والو اوسیمه ييزو پولیسو کلی دی. مخالفان یې کله ناکله په لارو کې ماینونه ښخوي.

هغه وايي د ټپيانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

ولسوال وويل له سیمې لاټول ټپيان نه دي ايستل شوي.

تر دې وړاندې هم څو ځلې د ملکي وگړو موټر پر ماينونو ختلي او ډېره مرگ ژوبله يې پېښه کړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې باب څه نه دې ويلي.

ورته مطالب