د نجونو ځورول نور پای ته ورسوﺉ

Image caption د ښځو او پېغلو ترڅنگ ځينو ځوانانو هم په لاريون کې برخه لرله او ويل يې چې د ځينو نارينه و دغه شان کړنې ورته د منلو نه دي تاج محمد رحيمي هغه زلمى دى چې همدغسې نظر لري.

د نجونو ځورولو ته نور د پاى ټکى کيږدئ، دا هغه شعارونه وه چې نن د يو لاريون په ترڅ کې د کابل ښار ځينو اوسېدونکو مېرمنو څرگندول.

دغو لاريون کوونکو ادعا کوله چې نن سبا په لارو کوڅو او واټونو کې د ښځو او نجونو ځورول زيات شوي، چې ورته د ځينو نارينه وو له خوا سپکې سپورې هم ويل کيږي.

د لاریون انځورونه وګورﺉ

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، دغه لاريون چې د مدنې تولنې د ځينو بنسټونو او د ملگرو ملتونو د ځينو ادارو په ملاتړ پيل شوى و، له افغان حکومته هم وغوښتل شوه چې د دغو ځورولو په مخنيوي کې دې له دوى سره همکاري وکړي.

د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانو د پلازمېنې کابل زرنگار پارک ته څېرمه په يو لاريون کې د هغه څه په وړاندې اعترض کاوه چې دوى يې په لارو کوڅو کې د ښځو ځورول بولي.

د افغان ښځو شبکې غړې روبينه شينوارې وايي چې نن سبا ښځې او ځوانې نجونې د ښار په هېڅ گوټ کې هم د دغو سپکو سپورو نه دي خلاصې.

د افغانو ښځو شبکې او د ښځو د حقونو د ملاتړ د نورو بنسټونو په نوښت دغه لاريون ترسره شو.

گڼو لاريون کوونکو ويل چې ک افغان امنيتي ځواکونه د نجونو او د ښځو د ځورولو مخه و نه نيسي، نو ښايي ځينې کورنۍ دې ته چمتو نه وي چې خلې لوڼې ښوونځيو ته پرېږدي، مقدسه اتلواله د لاريون کونکو په دله کې هغه پيغله وه چې همدغه نير يې لاره.

د ښځو او پېغلو ترڅنگ ځينو ځوانانو هم په لاريون کې برخه لرله او ويل يې چې د ځينو نارينه و دغه شان کړنې ورته د منلو نه دي تاج محمد رحيمي هغه زلمى دى چې همدغسې نظر لري.

د ښځو د حقونو ملاتړ کونکې وايي چې د ښځو ځورول د هغوى په وړانې د زور زياتي او تاوتريخوالي ښکاره بيلگې دي چې نه يوازې د ښځو خونديتوب ته زيان اړوي ، بلکې د ړې لامل هم گرځي چې هوى په کورونو کې کينوي او د بهر ته تگ نه يې راوگرځوي.

دغه بنسټونه وايي چې په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه نن سبا په يوې سترې ستونزې بدله شوې او په کار دي چې افغان حکومت په دې برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي.

ورته مطالب