لندن سرمشريزه کې به کابل د ملا برادر پوښتنه کوي

کرزى شريف
Image caption ولسمشر کرزى به په لندن کې له لومړي وزير نواز شريف څخه د ملا برادر پوښتنه کوي

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مخکينى مرستيال ملا برادر د سپتمبر په ٢٠ مه نېټه د پاکستان له زندان څخه خوشي شو خو له هغه راهيسته يې په باب هيڅ څرگند نه شول چې چېرې دى.

داسې رپوټونه و چې دى سعودي ته تللى خو هغه رپوټونه تاييد نه شول. پاکستاني رسنيو رپوټ ورکړ چې گواکې په پاکستان کې دننه په يوه " خوندي" ځاى کې دېره شوى دى.

افغانستان له هغه پيله وغوښتل چې ملا برادر بايد د دوى د سولې له عالي شورا سره د خبرو اجازه ولري او کابل ورسره تماس ونيولى شي.

افغان حکومت باور لري چې د ملا برادر له لارې به طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي دوى لا تر اوسه نه پوهيږي چې ملا برادر چيرې دى.

"موږ به له پاکستان څخه پوښتنه کوو چې ملا برادر چيرې دى او پاکستان څرنگه له هغه سره د افغانستان د سولې د عالي شورا تماس ټينگولى شي."

افغان چارواکي وايي د سولې عالي شورا د ملا برادر له کورنۍ سره په تماس کې دي خو خپله له ده سره يې خبرې نه دې کړي او غوښتنه يې دا ده چې له ده سره اړېکي ټينگې کړي.

د يکشنبې په ورځ ( د اکتوبر ٢٧) د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زي په کابل کې وويل:

"ملا برادر پر داسې مهال خوشې شو، چې د پاکستان نوی لومړی وزير نواز شريف واک ته ورسېد. موږ د پاکستان له مخکني حکومت نه بیا بيا د ملا برادر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، خو مثبت ځواب يې را نه کړ. نو دا د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان د نوي حکومت د عملي همکارۍ یوه بېلګه ده".

ملا برادر په ٢٠١٠ کال کې په کراچۍ کې ونيول شو.

د افغانستان ځينو چارواکو ادعا کوله چې ملا برادر هغه مهال له کابل سره په تماس کې شوى و او غوښتل يې چې د سولې په بهير کې برخه واخلي.

ورته مطالب