کرزی د افغان سولې خبرو لپاره لندن ته ولاړ

Image caption په دغه پنځه ورځنی سفر کې به ښاغلی کرزی د اسلامي نړۍ په نهمه اقتصادي غونډه کې هم برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان، افغانستان او برتانیا ترمنځ په درې اړخیزو خبرو کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، په دغو درې اړخیزو خبرو کې به د افغان سولې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر اړیکو خبرې وشي.

دا د برتانیا، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو خبرو څلورمه غونډه ده.

د ارګ سرچینې وايي، ولسمشر حامد کرزی به په دې غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر د طالبانو د دویم نمبر مهم کس ملا عبدالغني برادرد ځای په اړه وپوښتي.

وړاندې پاکستان اعلان وکړ، چې ملا برادر یې خوشی کړی دی.

ټاکل شوې دلندن په سرمشريزه کې د پاکستان لومړی وزیر میا نواز شریف او برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون برخه ولري.

د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ د درې اړخیزو غونډو بهیر د برتانیا په نوښت پيل شوى او موخه یې دا ده چې د پاکستان او افغانستان اړیکې پراخې کړي.

په کابل کې حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي چې په دغه درې اړخیزه غونډه کې به خبرې تر ډیره د افغان سولې پر بهیر او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پراخوالي ورټولې وي.

د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او برتانیا په درې اړخیزه غونډه کې ولسمشر کرزی له د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف نه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مخکينى مرستيال ملا برادر د ځای پوښتنه هم وکړي.

ښاغلی برادر د سپتمبر په ٢٠ مه نېټه د پاکستان له زندان څخه خوشي شو خو له هغه راهيسته يې په باب هيڅ څرگند نه شول چې چېرې دى.

کابل وايي، پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او تمه ښي چې دغه ډول غونډې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼې نه په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د درې اړخیزې غونډې ترڅنګه به ولسمشر کرزی دارنګه په دغه سفر کې د برتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کېميرون، د برتانیا له دفاع وزیر او نورو چارواکو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري.

په دغه پنځه ورځنی سفر کې به ښاغلی کرزی د اسلامي نړۍ په نهمه اقتصادي غونډه کې هم برخه واخلي.

د اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې پر اسلامي بانکدارۍ، روغتیا، ښوونه او صادراتو خبرې کیږي او د اسلامي هېوادونو مشران په کې برخه اخلي.

په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د ملي امنیت مشاور رنګین دادفر سپنتا، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ارشاد احمدي، د مالې وزیر عمز زاخیلوال او دسولې دعالي شورا مشر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور چارواکي مله دي.

ورته مطالب