ضرار مقبل د بهرنيو چارو سرپرست ونومول شو

مقبل
Image caption د ديپلومات په توگه د ښاغلي مقبل يوازينۍ څوکۍ تر اوسه په تهران کې د لومړي سکرتر دنده وه

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ضرار احمد مقبل يې د بهرنيو چارو د سرپرست وزير په توگه معرفي کړى دى.

ښاغلى مقبل تر دې وړاندې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې د وزارت وزير و.

د بهرنيو چارو وزارت تر هغه وروسته تش پاتې شو چې ډاکټر زلمي رسول د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړ او د وزارت له څوکۍ يې استعفى ورکړه.

تر اوسه د دغه وزارت مرستيال ارشاد احمدي د سرپرست وزير په توگه دنده ترسره کوله.

ارشاد احمدي له ولسمشر کرزي سره د لندن په سفر کې هم د سرپرست وزير په توگه برخه اخلي.

ضراراحمد "عثمانی" په ۱۳۴۲ لمریز کال کی په پروان ولایت کې زيږېدلى دى.

ده د کابل پوهنتون د پولي تخنيک پوهنتون کې تر دريم کاله زده کړې کړې وې او له هغه وروسته د مجاهدينو په ډله کې شامل شوى دى.

ښاغلى مقبل د جهاد په کلونو کې د قومندان احمد شاه مسعود د دفتر د معاون دنده تر سره کوله.

د طالبانو له حکومت وروسته ښاغلي مقبل لومړنى د پروان ولايت د امنيه قومندان په توگه او ورپسې په بيلا بيلو امنيتي څوکيو دندې ترسره کړې.

ده د کورنيو چارو د وزير په توگه هم کار کړى دى.

د يوه ديپلومات په توگه د دوى يوازينۍ دنده په تهران کې د افغان سفارت د لومړي سکرتر وظيفه وه.

ورته مطالب