معترضو کاندیدانو ته لاملونه ورپه ګوته شوي

Image caption د رپوټونو له مخې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ته ګڼ شکایتونه ور رسېدلي او دوی یې هم پر څېړلو پیل کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ هغو اعتراض کوونکو کاندیدانو ته یې لاملونه ور په ګوته کړي چې له مخې یې دوی د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لومړني نوملړه ایستل شوي دي.

د چارواکو په وینا که له لیسته لېرې کړای شوي کاندیدان دغه لاملونه نه مني، کولای شي چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ته خپل شکایت وړاندې کړي.

خو د ولسمشرۍ د کاندیدانو له نوملړه لېرې شوي یو شمېر کاندیدان د ټاکنو د کمېسیون لاملونه د قناعت وړ نه بولي.

له کابله خوشحال تایب په راپور کې ویل شوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوملړه ۱۶ لېرې کړای شویو کاندیدانو او د هغوی استازو د دوشنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له غړو سره له دغه نوملړه د دوی د لېرې کېدو پر سر خبرې او بحثونه وکړل.

لېرې کړای شویو کاندیدانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی وو چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لومړني لیسته د دوی د ایستلو لاملونه ورپه ګوته کړي.

په لیکلې بڼه لاملونه په ګوته شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور په وینا دوی هر کاندید ته له نوملړه د ایستلو لاملونه په لیکلې بڼه ورکړي دي:

" تر ډېره حده د دوی غبرګون مثبت وو. دوی وايي پر دې نه دي خپه چې لومړني لیست ته یې لار نه ده موندلې، خو وايي وړاندې تر هغه چې دغه معلومات له رسنیو سره شریک کړای شي باید دوی ته څرګند شوي وای. دوی دا هم وویل چې په قانون کې ستونزې شته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ورسره هم نظره وو."

ښاغلی نور وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټوله کې هغه کسان چې شرطونه یې نه وو پوره کړي د قانون له مخې له نوملړه ایستلي دي. او اوس دوی کولای شي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته خپل شکایتونه وړاندې کړي.

د ولسمشرۍ یوه معترض کاندید ډاکټر فاروق اعظم له بي بی سي سره په خبرو کې وویل دوی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا پر ورکړل شویو دلایلو قناعت نه لري او وايي په دې برخه کې له وړاندې دوی ته لازمې لارښوونې نه وې شوې:

"موږ قانع نه شولو، خو د ټاکنو کمېسیون خپل دلیلونه درلودل. زموږ ملګرو د قانو د پېچلتیا خبر وکړه او ویې ویل چې پل صراط یې ترې جوړ کړی دی. داسې ښکاري چې په لومړي لست کې کاندیدانو ته هم په قصدي توګه ځای ورکول شوی وي."

د رپوټونو له مخې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ته ګڼ شکایتونه ور رسېدلي او دوی یې هم پر څېړلو پیل کړی دی.

دغه کمېسیون به د ټولو سندونو تر څېړلو وروسته د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستی نوملړ خپور کړي.

دوی وايي ښايي د کاندیدانو په نوملړ کې بدلون راشی خو د شکایتونو د کمېسیون پرېکړې به وروستۍ وي او څوک یې نه شي بدلولی.

ورته مطالب