"ښايي د افغان چارواکو ټیلیفونونه هم څارل شوي وي"

Image caption د دغې ستونزې د حل یواځنی لاره د هېوادونو قوانینو ته درناوی دی. امیرزی سنګین

د افغانستان حکومت وايي، ښايي د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو ټیلیفوني مکالمې هم څارل شوې دي خو زیاتوي چې اسناد په لاس کې نه لري.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګين له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دا نه شي ردولي چې د لوړو پوړو چارواکو ټیلیفوني خبرې دې د بهرنیو استخباراتو له خوا نه وي څارل شوي.

خو وايي، داسې اسناد یې تر اوسه نه دي موندلي چې وښیي د افغانستان د چارواکو خبرې دې څارول شوې او یا هم ثبت شوې وي.

ښاغلي سنګین په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف ته په خبرو کې وویل:

"تر اوسه مو ډاډ درلود، چې دغسې کار به نه وي شوی، خو چې ومو لیدل په نړۍ کې دومره په پراخه کچه ټیلیفونونه څارل شوی، نو دا امکان لري، چې په افغانستان کې هم شوی وي، ځکه یې زه نه شم ردولی"

په نړۍ کې وروسته له هغه د ټیلیفوني مکالمو دخوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته شوې، چې د امریکا پر استخباراتي ادارو تور پورې شو، چې د جرمني دلومړۍ وزیر انګلا میرکل ټیلیفون یې څارلی دی.

د مخابراتو وزیر وايي:

" که د جرمني په څېر د پرمختللي هېواد د چانسلرې ټیلیفون څآرل کېږي، نو د خوار بیوزله افغانستان به څنګه نه څارل کېږي"

نوموړی وايي، داسې سستم نه لري، چې په مرسته یې د ولسمشر په ګډون د نورو لوړو پوړو چارواکو ټولې ټیلیفوني خبرې خوندي کړي، ځکه د هغه په وینا دا کار شونی نه دی.

ښاغلی سنګین وايي، که داسې اسناد په لاس ورشي، چې امریکا د افغان چارواکو ټیلیفوني خبرې څارلې وې، نو حکومت به جدي غبرګون وښیي.

نوموړي وویل، په پام کې لري، د ټیلیفوني خبرو د خوندیتوب لپاره پر نویو لارو چارو غور وکړي، خو ویې نه ویل چې دا کومې لارې دي.

د مخابراتو د وزیر په وینا، د دغې ستونزې د حل یواځنی لاره د هېوادونو قوانینو ته درناوی دی.

ورته مطالب