"د بې سرپرسته ماشومانو ساتنه د روزنتون پر ځای د خپلوانو له لوري غوره ده"

Image caption اوسمهال له ۱۳۰۰۰ ډېر بې سرپرسته ماشومان په ۷۰ روزنتونونو کې ساتل کېږي

د ماشومانو د سرپرستۍ قانون طرحه د تصويب لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوه. د قانون په دغه طرحه کې د خپلو خپلوانو له لوري د بې سرپرسته ماشومان ساتل د روزنتونونو په پرتله غوره بلل شوې دي.

د افغانستان د عدليې وزير ويلي، د دغه قانون پر بنسټ محکمې مسووليت لري چې د داوطلبو کورنيو له لوري د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې پر څرنګوالي دايمي نظارت وکړي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، د عدليې وزارت له لوري د نظارت او څارنې هدف دا دی، چې له ماشومانو ناوړه ګټه پورته نه شي.

د ماشومانو د سرپرستۍ قانون طرحه چې د ماشومانو د ساتنې څرنګوالی په کې تضمين شوی، د افغانستان د عدليې د وزير حبيب الله غالب له لوري ولسي جرګې ته معرفي شوه.

ښاغلي غالب ويلي په قانون کې هڅه شوې، چې د ميراث، نسب، هغه هېواد ته چې دغه ماشوم وړل کېږي او نورو حقوقي موضوعاتو کې محکمې ښکېل وي.

دی وايي په دغه قانون کې هڅه شوې، چې ډېری بې سرپرسته ماشومان د روزنتونونو پر ځای له خپلو خپلوانو سره وي:

"د دې پر ځای چې ماشومان په روزنتونونو کې تربيه شي، ښه دا ده چې په کورنيو کې تربيه شي. په اوله درجه کې د ماشومانو نسبي خپلوان د دوی د ساتنې لپاره تر ټولو مستحق کسان دي. که نسبي خپلوان يې نه وي بيا يې زوی الارحام خپلوان مستحق دي. که دا نه وي بيا بايد هغو کسانو ته مراجعه وشي، چې غواړي په داوطلب ډول ماشومان وساتي او که دا هم نه وي اخري چاره يې بيا حکومتي روزنتونونه دي."

د افغانستان د عدليې وزير وايي د قانون په دغه طرحه کې د "زوی توب" نوم لرې شوی او د اسلامي قوانينو له مخې د سرپرستۍ نوم پرې ايښودل شوی دی.

Image caption اوسمهال له ۱۳۰۰۰ ډېر بې سرپرسته ماشومان د افغانستان په شاوخوا ۷۰ روزنتونونو کې ساتل کېږي.

ده ويلي د سرپرستۍ د قانون له مخې، کوچنيان لومړۍ د شپږو مياشتو لپاره په ازمېښتي ډول کورنيو ته ورکول کېږي او که ساتنه يې ښه وه، نو دا دايمي کېږي.

خو د عدليې وزارت وايي محکمه دنده لري چې له ماشوم او د هغه د ساتلو له څرنګوالي دايمي څارنه وکړي.

تېرو درې لسيزو جګړو زرګونه ماشومان بې کوره او بې سرپرسته کړې دي.

د دې ترڅنګ ځينې ماشومان په نشه د ميندو او پلرونو د روږدي کېدو او يا هم د هغوی د جلا کېدو له مله بې سرپرسته شوې دي.

اوسمهال له ۱۳۰۰۰ ډېر بې سرپرسته ماشومان د افغانستان په شاوخوا ۷۰ روزنتونونو کې ساتل کېږي.

ورته مطالب