کابل کې له پانګوالو د بانکونو د ملاتړ نندارتون

Image caption دا نندارتون د افغانستان د بانکونو د انجمن په نوښت جوړ شوی دی

په کابل کې یو نندارتون د دې لپاره جوړ شوی چې پانګوالو ته وښيي څنګه کولی شي د خپلو تولیدي پروژو لپاره د بانکونو ملاتړ تر لاسه کړي.

په دې نندارتون کې یو شمېر خصوصي شرکتونو خپل تولیدات هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

د دې دوه ورځني نندارتون جوړوونکي هڅه کوي چې د پانګوالو او بانکونو ترمنځ اړیکې ټینکي ګړي.

سمعي الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، دلته صنعتکاران، خصوصي پانګوال او د بانکونو استازي په یوه نندارتون کې راټول شوي دي.

د دې دوه ورځني نندارتون هدف دا دی چې پانګوالو ته وښودل شي څنګه کولی شي له بانکونو پور تر لاسه کړي.

دا نندارتون د افغانستان د بانکونو د انجمن په نوښت جوړ شوی دی.

نندارې ته د تولیداتو د وړاندې کولو او له بانکونو د پورونو او مالي ملاتړ د تر لاسه کولو تر څنګ د دې نندارتون په څنډه کې پانګوالو ته د لنډې مودې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې شوي دي.

دې نندارتون ته اکثره راغلي کسان پانګوال او د خصوصي شرکتونو مسؤولین دي.

احمد شفیق احمدي یو له دغو کسانو دی او وايي د پانګوالو او بانکونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره دا ډول نوښتونه ګټور دي.

د افغانستان په بانکونو کې ميلیاردونه ډالر شته، خو سوداګرو ته د پور په بڼه ورکړل شوي پیسې د دې لویې پانګې ډېره کمه برخه ده.

افغان سوداګر وايي پانګوالو ته پر ورکړل شویو پیسو ټیکټانه باید راټیټه شي چې پانګوال وکولي شي پور تر لاسه او خپلې تولید پراخه کړي.

که څه هم افغان دولت هڅه کوي پر اقتصادي ودې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو اغیز کم کړي، خو یو شمېر پانګه وال دا اندېښنه ښيي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو به د دوی ستونزې زیاتې شي.

له بلې خوا په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي سږ کال د هغو اسانتیاوو له امله چې حکومت پانګوالو ته وړاندې کړي له شلو تر پنځه ویشتو پانګونه زیاته شوې ده.

ورته مطالب