د سولې شورا پلاوی له ملا برادر سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

Image caption په غونډه کې دواړو مشرانو د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهيره ملاتړ کړی

د برتانيا چارواکي وايي، افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون په لندن کې د سولې، ثبات او سيمه ييزې پراختيا په اړه خبرې کړي دي.

دوی وايي، درې واړو مشرانو په دغه سرمشريزه کې د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیره خپل ملاتړ بيا اعلان کړ.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، په دغه درې اړخيزه غونډه کې پر دې موافقه وشوه چې په نژدې راتلونکې کې به د افغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوی پاکستان ته ځي او له ملا برادر سره به ګوري.

کابل او اسلام اباد دغه راز پر دې سلا کړې چې د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو وزارتونو چارواکي به د هغو سرحدي سيمو د امنيت په اړه هم سره وګوري، چې وخت ناوخت په کې د تاوتريخوالي پېښې رامنځته کېږي.

د لندن په سرمشريزه کې نوازشريف او حامد کرزي موافقه کړې، چې د ترهګرو د پناه ځايونو په له منځه وړلو کې به همکاري کوي.

په دغه سرمشريزه کې افغان او پاکستاني لوري د کونړ پر سيند د برېښنا د ګډ بند جوړولو او له ترکمنستان نه د ګازو د نلليکې د غځولو په اړه چې له افغانستان نه تېرېږي هم خبرې کړې دي.

دغه غونډه پر داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال تر پايه نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي او افغانستان به راتلونکی کال د ولسمشرۍ ټاکنو شاهد وي.

داسې اندېښنې هم مطرح کې چې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتو سره سم به په دغه هېواد کې تاوتريخوالی او بې ثباتي زياته شي او دا به په افغانستان او سيمه کې د بې ثباتۍ لامل وګرځي.

د افغانستان ، برتانیا او پاکستان د مشرانو ترمنځ په دغې درې اړخیزې غونډې کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان-پاکستان پر پوله به د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونه د تګ –راتګ ځایونو ټینګ امنیت نیسي.

Image caption په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف راتلونکو اونیو کې کابل ته د ولسمشر حامد کرزي له خوا د سفر بلنه ومنله.

پر همدې مهال، دواړو لورو فیصله وکړه، چې د ترهګرو پټن ځایونه به له منځه وړي.

د افغانستان او پاکستان مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزه راکړه ورکړه او ترانزیت هم خبرې وکړې، او د کونړ پر سیند د برېښنا د بند جوړولو د پروژې پیلېدو پر سر هم وغږېدل.

دواړو لورو دا فیصله هم وکړه، چې د کاسا ۱۰۰۰ په نامه د پروژې چارې به پيلېږي، چې له قرغیزستان-تاجکستان څخه د افغانستان له لارې د برېښنا مزي پاکستان او د افغانستان له خاورې له ترکمنستانه پاکستان ته د غازو د لېږد پروژې چارې پیل شي.

په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف راتلونکو اونیو کې کابل ته د ولسمشر حامد کرزي له خوا د سفر بلنه ومنله.

ورته مطالب