افغانستان کې بچه بازي ډېره شوې ده

Image caption د هغې څېړنې اړوند رسمي اعلان، چې د بچه بازۍ د منفورې پدیدې لړ کې د ملي څېړنې نوم ورکړل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو مستقل کمېسیون چارواکي وايي، افغانستان کې له ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې پېښې ډېرې شوې دي.

د دغه کمېسیون مسؤولین وايي، دې برخه کې یې څېړنه پیل کړي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د دغې ارزونې پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، ارزونه کې د دغې پدیدې لاملونو او ورسره د مبارزې لټون وکړي.

د هغې څېړنې اړوند رسمي اعلان، چې د بچه بازۍ د منفورې پدیدې لړ کې د ملي څېړنې نوم ورکړل شوی دی.

په کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې وايي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دریو میاشتو راهیسې هڅه او هاند کوي، چې افغانستان کې د دغه ناوړه خوی مخه ونیسي، چې له ډېرې مودې راهیسې ټولنه کې موجود دی.

د بشري حقونو یوه کمشنره ثریا صبحرنګ وايي، شمېرې داسې جوتوي، چې ګواکې تېره یوه لسیزه کې دغه فعل وده کړې ده.

هره ورځ افغانستان کې د نڅا او سندرو د هغو بانډارونو ویډیويي کلیپوڼه اړول کېږي را اړوول کېږي، چې هلکان په کې نڅا کوي، دغه راز دغه ډول ویډیویي کلیپونه ټولنیزو ویبپاڼو ته هم پورته کېږي.

ورته مطالب