شريف: د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا په جوړېدو ده

Image caption په سرمشريزه کې پرېکړه شوې، چې افغان پلاوی به په پاکستان له ملا برادر سره ګوري

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "باور فضا" د جوړېدو په حال کې ده.

ښاغلي شریف دغه څرګندونې په لندن کې له څلورمې، درې اړخيزې غونډې وروسته له بی بي سي سره په یوه مرکه کې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزير له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د سې شنبې ورځې خبرې 'ښې او ګټورې' بللې دي.

ده هيله څرګنده کړې چې دغه خبرې به د افغانستان او پاکستان او په ټوله کې د سيمې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

ښاغلي شريف د بي بي سي له افغان څانګې سره په ځانګړې مرکه کې له ولسمشر کرزي سره د ښو اړيکو په درلودو ټينګار کړی او دا يې هم ويلي چې په نژدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

نواز شريف له بي بي سي سره په مرکه کې وويل: "موږ ښې خبرې وکړې او ډېرې ګټورې وې، کله چې ښاغلی کرزی پاکستان ته راغلی و، هغه مهال مو هم ښې خبرې لرلې او پرون مو هم ښې غونډې لرلې".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې وروسته له هغه ترټولو ټيتې کچې ته ولوېدې چې د افغانستان په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د لندن په دريمه سرمشريزه کې هم پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره د بشپړې مرستې اعلان کړی و، خو د افغان چارواکو په خبره پايلې يې مثبتې نه وې.

خو د پاکستان لومړی وزير وايي اوس شرايط بدل شوي او هيله لري چې دا ژمنې به عملي پايلې هم له ځانه سره ولري.

ښاغلي شریف وويل: "زما په اند، باور او اعتماد د جوړېدو په حال کې دی. زه د ولسمشر کرزي زيات منندوی يم، ځکه د ټاکنو له پايلو وروسته يې سمدلاسه ټيليفون راته وکړ او مبارکي يې راکړه. له هغه وروسته هم موږ سره په تماس کې يو".

ده وويل چې روانې خبرې به هم ګټورې پایلې ولري: "ولسمشر کرزی پاکستان ته راغی او خپل سفر يې يوه ورځ نور هم وغځاوه. زه فکر کوم چې له دغو خبرو به هم د پام وړ څه ترلاسه شي، چې د افغانستان، پاکستان او سيمې له سولې او ثبات سره مرسته وکړای شي".

افغان لوري هم د لندن سرمشريزې خبرو ته هيله مندي ښوولې ده.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستياله عادله راز وايي خبرې ګټورې وې او پایلې به يې هم مثبتې وي.

دې دغه راز وويل چې د افغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوی به په نژدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي او دغلته به د طالبانو د دويم مشر ملا عبدالغنی برادر سره وګوري.

ملا برادر څو اوونۍ وړاندې د پاکستان له زندان نه ازاد شوی، خو افغان چارواکي وايي لا نه دي بريالي شوي چې له هغه سره اړيکه ونيسي.

ورته مطالب