د افغانستان ۱۳۹۳ ولسمشریزو ټاکنو نوماندان

اشرف غني احمدزی

د انځور حقوق
Image caption احمدزي څو کاله په نړیوال بانک کې کار کړی او په رسنیو کې د افغانستان د مسائلو د کارپوه په اړه ډېر مشهور و.

اشرف غني احمدزی شپیته کلن پښتون دی، چې د کابل سوېل لوګر ولایت کې زیږېدلی. هغه بیروت کې امریکايي پوهنتون، کولمبیا او نیویارک کې لوړې زده کړې کړې دي او د خلکو پېژندنې برخه کې یې دوکتورا اخیستې ده.

ښاغلی احمدزی د حامد کرزي حکومت کې د امنیت برخې د "افغان جوړونې" له مهمو طراحانو څخه دی. هغه په ټاکنو کې عبدالرشید دوستم او سرور دانش د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

احمدزي څو کاله په نړیوال بانک کې کار کړی او په رسنیو کې د افغانستان د مسائلو د کارپوه په اړه ډېر مشهور و.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي سلاکار و، او خپل کار یې افغانستان کې پیل کړی و.

احمدزي لا څو میاشتې پخپل کار کې نه وې پوره کړې، چې د ولسمشر حامد کرزي جګپوړی سلاکار وټاکل شو. همدارنګه، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د همغږۍ د ادارې مشر هم پاتې شوی.

ښاغلی احمدزی د حامد کرزي د پاچاهۍ په لنډمهاله اداره کې د ۲۰۰۲ په جون کې د مالیې وزیر وټاکل شو، او د ۲۰۰۴ تر سپتمبر پورې د مالیې وزییر پاتې شو.

هغه په ماليې وزارت کې اصلاحات پیل کړل چې په دې برخه کې یې یولړ لاسته راوړنې هم درلودې؛ خو بیا وروسته نوموړی په دې کار کې له مخالفتونو سره مخامخ شو.

ښاغلی احمدزی د ۱۳۸۳ لمریز کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د افغانستان کابینې ته لار ونه مونده، خو د کابل پوهنتون رییس وټاکل شو. بیا دوه کاله وروسته یې له دې پوسته پر ولسمشر حامد کرزي نیوکې پیل کړې.

هغه په حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت او د ولسمشر کرزي د پروګرامونو ناکامي د کمزوري مدیریت لامل وباله.

اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۶ کال له افغانستانه د کوفي عنان پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پوست ته معرفي شو، خو د اوسني عمومي منشي بان کي مون پروړاندې یې ماتې وخوړه.

هغه د ۱۳۸۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر حامد کرزي پروړاندې سیالي وکړه، خو ډېرې پام وړ رایې یې ترلاسه نه کړې.

ښاغلي کرزي اشرف غني احمدزی د واک په دویم پړاو کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد د پروګرام مشر وټاکه، چې ټاکل شوې دغه پروګرام راتلونکی کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې بشپړه شي.

زلمی رسول

د انځور حقوق
Image caption د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې حامد کرزي زلمی رسول د بهرنیو چارو وزارت ته ونوماوه او ملي شورا ته یې معرفي کړ، چې د رایو په اکثریت د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

زلمی رسول د ۲۰۱۰ له جنورۍ د ۲۰۱۳ تر اکتوبر پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر و. ښاغلی رسول اویا کاله عمرلري، چې په ۱۹۴۳ کال کابل کې زیږېدلی. نوموړی پښتون او د محمدزیو له قبیلې سره تړاو لري.

په ټاکنو کې احمد ضیاء مسعود او حبیبه سرابي د هغه لومړی او دویم مرستیالان دي.

زلمی رسول په پښتو، دري، فرانسوي، انګلیسي او ایټالوي ژبو خبرې کولی شي او له عربي ژبې سره هم اشنا دی.

هغه په ۲۰۰۱ کال د افغانستان په اړه د بن لومړي کنفرانس کې ګډون کړی و، چې په لړ کې یې لنډمهالی حکومت جوړ شو.

نوموړی یو له هغو کسانو و، چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدا وروسته له حامد کرزي سره کابل ته راغی.

د نوي حکومت له جوړېدا وروسته، ښاغلی رسول په ۲۰۰۲ کال د هوايي چلند وزارت لپاره ونومول شو، چې د کابینې د رایو په اتفاق دا کار وشو.

په ۲۰۰۲ کال یې د لنډ وخت لپاره د هوايي چلند وزارت پرڅوکۍ کار کړی، بیا تر ۲۰۱۰ پورې د افغان ولسمشر امنیتي سلاکار پاتې شوی.

د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې حامد کرزي زلمی رسول د بهرنیو چارو وزارت ته ونوماوه او ملي شورا ته یې معرفي کړ، چې د رایو په اکثریت د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

ښاغلی رسول په تېرو دوولسو کلونو کې د ارګ د ننه د افغان ولسمشر حامد کرزي له نژدې کسانو څخه و، چې په زیاترو سفرونو کې له هغه سره ملګری و.

عبدالرحیم وردګ

د انځور حقوق
Image caption جنرال وردګ په اتیایمه لسیزه کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شوروي ځواکونو پروړاندې د ځینو پوځي عملیاتو مشري پرغاړه لرله.

د افغانستان د دفاع مخکنی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ په وردګو ولایت کې زیږېدلی، چې ۶۸ کاله عمر لري. هغه د افغانستان پوځي اکاډيمي لوستې ده او بیا یې نورې پوځي زده کړې په امریکا او مصر کې کړې دي.

عبدالرحیم وردګ په راتلونکو ټاکنو کې عبدلاحمد افضلي او سید حسین انوري د لومړي او دویم مرستیال په توګه ټاکلي.

تېر کال ښاغلي وردګ ته د کاناډا د پوځي پوهنتون له خوا په پوځي علومو کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوه.

پر دغه څلورستوریزه جنرال څو ځلې د مرګ بریدونه شوي، خو روغ رمټ ترې وتلی دی.

جنرال وردګ په ۲۰۰۴ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د حامد کرزي له خوا د دفاع وزیر وټاکل شو. بیا د ۲۰۱۲ سپتمبر کې د پارلمان تر استیضاح وروسته بې واکه شو او له دفاع وزارت هم ووت.

ښاغلي وردګ یوکال مخکې د حامد کرزي د جګپوړي دفاعي او پوځي اصلاحاتو برخه کې د سلاکار په توګه کار پیل کړ، خو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د نوملیکنې لپاره له خپل دغه مقامه هم استعفا وکړه.

د مخکني شوروي اتحاد د جګړې پرمهال، جنرال وردګ د جهادي ګوند ملي محاذ یو قومندان و.

جنرال وردګ په اتیایمه لسیزه کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شوروي ځواکونو پروړاندې د ځینو پوځي عملیاتو مشري پرغاړه لرله.

د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت تر راتلو وروسته، ښاغلی وردګ د افغانستان د پوځ لوی درستیز وټاکل شو.

د ۹۰ لسیزې وروستیو کې ښاغلی وردګ د افغانستان د مخکني پاچا محمد ظاهر شاه د نژدې سیاسي ډلې غړی و، چې د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې د همدې ډلې د غړي په توګه یې ګډون کړی و.

ښاغلی وردګ پښتو، دري، او انګلیسي پوهېږي، چې په پوځي چارو کې یې یو شمېر مقالې هم خپرې شوې دي.

جنرال وردګ واده کړی او درې زامن لري.

عبدالله عبدالله

د انځور حقوق AFP
Image caption عبدالله په راتلونکو ټاکنو کې محمد خان او محمد محقق خپل لومړی او دویم مرستیالان ټاکلي.

عبدالله عبدالله د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ دویم پړاو کې د هغه له سیاسي مخالفینو سره یوځای شو او د "بدلون او هیلې" په نامه ایتلاف یې جوړ کړ. ښاغلی عبدالله د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي سیال و.

په ټاکنو کې یو کاندید هم بریالی اعلان نه شو، همدا وو چې د ټاکنو کمیسیون کرزی او عبدالله د ټاکنو دویم پړاو ته پرېښودل، خو عبدالله په دې پلمه له دویم ځل ټاکنو په شا شو، چې ګني ټاکنې رڼې نه وې. په پایله کې کمیسیون حامد کرزی بریالی اعلان کړ.

په مخکنیو ټاکنو کې عبدالله د پارلماني نظام ډېرې چیغې ووهلې، چې په وینا یې ریاستي نظام د فساد لامل بللی و. هغه ویلي وو، که چېرې ولسمشر شي، د افغانستان اساسي قانون به بدل کړي، خو داسې ونه شول.

د ۱۳۸۹ کال له ټاکنو وروسته، د عبدالله ایتلاف نوم بدل شو او په ملي ایتلاف بدل شو، چې ځینې نورکسان هم ورسره یوځای شول.

عبدالله په راتلونکو ټاکنو کې محمد خان او محمد محقق خپل لومړی او دویم مرستیالان ټاکلي.

عبدالله له پښتون پلار او تاجک مور په ۱۳۳۸ کال کابل کې پیدا شوی دی.

د هغه پلار غلام محی الدین خان زمریانی، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال په ملي شورا کې د کندهار ولایت انتصابي سناتور و.

عبدالله احمد شاه مسعد ته ډېر ژر ځان ورنژدې کړ، همدا وو چې د مجاهدینو له بریا او لنډمهالي حکومت جوړېدو وروسته له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵ پورې، هغه مهال چې احمد شاه مسعود د دفاع وزیر و، عبدالله د دفاع وزیر ویاند او د دفتر مشر و.

عبدالله د جرمني د بن له پرېکړې وروسته د لنډمهالې حکومت د بهرنیو چارو وزیر شو، په انتقالي دوره کې هم پر دې پوست پاتې شو.

خو له ۱۳۸۳ کال وروسته، ښاغلی عبدالله د حامد کرزي منتخب حکومت کې بیا لاره ونه مونده او له رسمي کارونو ګوښه پاتې شو.

عبد رب الرسول سیاف

د انځور حقوق
Image caption دمګړۍ ښاغلی سیاف د "دعوت" په نامه یو خصوصي پوهنتون او تلوېزیون لري.

عبد رب الرسول سیاف، یو له مخکنیو جهادي مشرانو دی، چې په تېرو دوو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د حامد کرزي ملاتړ کړی دی. هغه له څو پرله پسې غوښتنو سربېره بیا هم د حامد کرزي له سیاسي ټلوالې ملي جبهې سره یوځای نه شو.

اوس ښاغلی سیاف د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی، چې اسمعیل خان او عبدالوهاب عرفان یې د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

سیاف په ۱۳۵۸ کال د څرخي پله له زندانه تر خوشي کېدو وروسته، پاکستان ته ولاړ او هلته یې "د افغانستان د اسلامي اتحاد" په نامه ګوند جوړ کړ.

که څه هم هغه په لومړي سر کې له جمعیت ګوند سره کار پیل کړ، خو بیا وروسته یې ځان ګوښی کړ او د"افغانستان اسلامي اتحاد" ګوند یې جوړ کړ.

سیاف په مصر کې لوړې زده کړې کړې، چې تر ډېره د جهاد په کلونو کې د سعودي عربستان مالي ملاتړ ورسره و.

په ۱۳۷۱ کال د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط وروسته، له نورو افغان جهادي ګوندونو سره افغانستان ته راغی او د برهان الدین رباني په مشرۍ د حکومت له مهمو ملاتړو څخه و.

له ۱۳۷‍۱ تر ۱۳۷۴ کال پورې یې د کابل کورنیو جګړو کې مهم رول درلود، چې ګوند یې د عبدالعلي مزاري له جنګیالیو او د هغه له ګوند وحدت اسلامي سره مرګونې جګړې وکړې، چې د کابل لوېدیځ کې یې کابل ښاریان شاهدان وو.

د دغو دواړو ګوندونو ترمنځ په خونړیو جګړو کې، چې په لړ کې یې سلګونه بې ګناه ولسي وګړي ووژل شول، د کابل لوېديځ برخه پر کنډوالو بدله کړه.

کابل ته د طالبانو له رسېدو سره ښاغلی سیاف له احمد شاه مسعود سره له کابل پښې سپکې کړې او د کابل په شمال کې، هغه هم تریوه وخته د مسعود تر کنټرول لاندې سیمو کې دېره شول.

خو د طالبانو له راپرځېدو وروسته سیاف بېرته کابل ته ستون شو، د اساسي قانون په تړاو بېړنۍ لویه جرګه کې یې ګډون وکړ او بیا وروسته یې ولسي جرګه ته د کابل د خلکو د استازي په توګه لار ومونده.

دمګړۍ ښاغلی سیاف د "دعوت" په نامه یو خصوصي پوهنتون او تلوېزیون لري.

سیاف یو له هغو د ګوتو په شمار جهادي مشرانو څخه دی، چې د طالبانو پروړاندې سرسخته دریځ لري، چې د برهان الدین رباني د دویم تلین مراسمو پرمهال یې د ځانمرګو بریدونو پر حراموالي ټینګار کړی.

عبدالقیوم کرزی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی کرزي په راتلونکو ټاکنو کې وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

عبدالقیوم کرزی، د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي ورور دی. هغه په ۱۹۵۶ کال زیږېدلی، چې له پوپلزیو قوم سره تړاو لري.

ښاغلی کرزی د طالبانو له رژیم ړنګېدو وروسته، امریکا کې اوسېده خو د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له جوړېدو وروسته هېواد ته ستون شو.

قیوم کرزي له کندهار ولایته ولسي جرګې ته لار ومونده، خو د ډېرې ناسوبتیا او د جرګې د یوشمېر غړو د اعتراض له کبله یې د جرګې له وکالته استعفا وکړه.

ښاغلی کرزی د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ، پرسوداګریزو چارو هم بوخت دی.

ویل کېږي چې په وروستیو کلونو کې، ښاغلي کرزي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې د خبرو لپاره ډېره هڅه او هاند کړي دي.

ښاغلی کرزي په راتلونکو ټاکنو کې وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

قطب الدین هلال

د انځور حقوق .
Image caption قطب الدین هلال عنایت الله عنایت او محمد علي نبي زاده په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل مرستیالان ټاکلي.

قطب الدین هلال د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب یو فعال غړی دی.

قطب الدین هلال په ۱۳۳۱ کال خوست ولایت کې زیږېدلی، او په پوځي او ودانیزو انجنیري برخو کې یې زده کړې کړي دي.

کله چې په ۱۹۹۳ کال ښاغلی حکمتیار د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر وټاکل شو، ښاغلی هلال د حکمتیار مرستیال شو. همدارنګه، د اسلامي حزب د بهرنیو اړیکو برخه کې هم تجربه لري.

ښاغلی هلال په ۲۰۰۳ کال د خیبر پښتونخوا پېښور شاوخوا کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د اړیکو لرلو او همکارۍ په تور ونیول شو.

کابل ته تر ستنېدا وروسته، ښاغلي هلال اعلان وکړ، چې له اسلامي ګوند سره هېڅ اړیکه نه لري، خو داسې رپوټونه هم وو، چې ګني د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند سره د پخلاینې ډېرې هڅې یې کړې دي.

نوموړی د افغانستان دفاع وزارت کې هم یوڅه موده کار کړی.

قطب الدین هلال عنایت الله عنایت او محمد علي نبي زاده په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل مرستیالان ټاکلي.

ګل اغا شیرزی

Image caption ګل اغا شیرزی د ملي محاذ غړی و.

گل اغا شیرزی، د حامد کرزي په ډله کې له مهمو ولایتي همکارانو او فعالو غړو څخه دی. هغه په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو کې د کندهار ولایت کړی، او لنډه موده په ټولګټو (فوائد عامې) وزارت کې پاتې شوی.

ښاغلی شیرزی په ۲۰۰۴ کال د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار والي وټاکل شو. هغه د ننګرهار په سمسورتیا کې ډېرې هڅې وکړې، ان تر دې چې په "بلدوزر" مشهور شو.

ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳ کال کندهار کې زیږېدلی. همالته یې درس ویلی، بیا د نجیب الله د حکومت پرضد له مجاهدینو سره یوځای شوی دی.

ګل اغا شیرزی د ملي محاذ غړی و.

پر دولتي او سیاسي چارو سربېره، ښاغلي شیرزي په وروستیو کلونو کې سوداګري هم پیل کړې ده.

په راتلونکو ټاکنو کې ګل اغا شیرزي سید حسین عالمي بلخي او محمد هاشم زارع د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

محمد داود سلطان زوی

د انځور حقوق
Image caption ښاغلی سلطانزوی په وروستیو کلونو کې په نړیوالو او کورنیو رسینو کې د نظر د څښتن او کارپوه په توګه مطرح شوی دی.

محمد داود سلطانزوی، په ۱۹۵۳ کال غزني ولایت کې زیږېدلی.

ښاغلی سلطانزوی یوڅه موده په جرمني کې اوسېدلی. نوموړی پښتون دی.

هغه د ولسي جرګې په دوو دورو کې له غزني ولایت څخه د وکیل په توګه پاتې شوی، چې د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون مشري یې هم کړې ده.

خو وروسته تر هغه چې بیا یې جرګې ته لار ونه مونده، په یوه خصوصي تلوېزیون کې یې د "داود سلطانزوی" په نامه یو پروګرام مخته بوت.

ښاغلی سلطانزوی په وروستیو کلونو کې په نړیوالو او کورنیو رسینو کې د نظر د څښتن او کارپوه په توګه مطرح شوی دی.

هغه وړاندې د افغانستان د اریانا هوايي شرکت د یوه پیلوټ په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

محمد نادر نعیم

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي نعیم په راتلونکو ټاکنو کې محمد اکبر او عزیزالله پیام، چې دواړه ناپېژندل شوې څېرې دي، د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

محمد نادر نعیم، د محمد ظاهر شاه لمسی او د محمد داود خان وراره دی.

هغه خپل زیاتره ژوند له افغانستان بهر تېر کړی دی. په ۱۹۷۷ کال او د غويي له کودتا یو کال مخکې لندن ته ولاړ او هلته یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

ښاغلی نعیم په ۲۰۰۳ کال افغانستان ته راستون شوی، او د ظاهرشاه د ملاتړ په برکت یې په بېلابېلو حکومتي پوستونو کار کړی.

پر همدې مهال، نادر نعیم د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې له سیاسي چاپېریال لیرې په سوداګریزو چارو ځان بوخت ساتلی دی. خو په ۲۰۱۳ کال یې په ټاکنو کې له نوملیکنې وړاندې د افغانستان د خلکو غږ تحریک په نامه ګوند جوړ کړ.

ښاغلي نعیم په راتلونکو ټاکنو کې محمد اکبر او عزیزالله پیام، چې دواړه ناپېژندل شوې څېرې دي، د لومړي او دویم مرستیالانو په توګه ټاکلي.

هدایت امین ارسلا

Image caption په ۱۹۹۳ کال، ښاغلی ارسلا د مجاهدینو د بهرنیو چارو وزارت کې هم پاتې شوی، خو لږ موده وروسته له دې وزارته هم وتلی.

هدایت امین ارسلا ۶۸ کلن دی، په قوم پښتون او کابل کې دې نړۍ ته راغلی دی.

هغه د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په موقته او انتقالي اداره کې فعال و. هغه د افغانستان په تېرو دوو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړی و. خو یوازې درې زره رایې یې اخیستې وې.

په راتلونکو ټاکنو کې ښاغلي ارسلا ‎، له نشه يي توکو سره د مبارزې مخکنی وزیر جنرال خداداد او د ولسي جرګې مخکنۍ غړې صفیه صدیقي لومړی او دویم مرستیالان ټاکلي دي.

هدایت امین ارسلا ښوونځی کابل کې لوستی او لوړې زه کړې یې د امریکا الینویز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې سرته رسولې دي. ښاغلی ارسلا په اقتصاد کې له جورج واشنګټن پوهنتون دوکتورا هم لري.

هغه په ۱۹۶۹ کال په لومړي ځل د یوه افغان کارکوونکي په توګه په نړیوال بانک کې دنده پیل کړه او ټیک اتلس کاله د دغه بانک مامور و.

ښاغلی ارسلا په ۱۹۸۷ کال له نړیوال بانک سره کار پرېښود او له مجاهدینو سره یوځای شو. په ۱۹۸۹ کال تر ۱۹۹۲ کال پورې ارسلا پاکستان کې د مجاهدینو د حکومت د مالیې وزارت ته لار ومونده.

په ۱۹۹۳ کال، ښاغلی ارسلا د مجاهدینو د بهرنیو چارو وزارت کې هم پاتې شوی، خو لږ موده وروسته له دې وزارته هم وتلی.

د طالبانو له تحریک ړنګېدو وروسته، هدایت امین ارسلا په بن کنفرانس کې د سوداګرۍ د وزیر او د کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې د ولسمشر د مرستیال په توګه معرفي شو.