رحيمي: کرنيز نندارتون محصولاتو ته بازار پيدا کړی

Image caption د کرنې وزارت وايي اوس د محصولاتو ښه بسته بندي کېږي

د افغانستان د کرنې وزارت وايي دوی د کرنیز نندارتون له لارې توانېدلي چې افغاني محصولاتو ته ښه بازار ومومي.

د کرنې د وزیر په وینا افغان افغان کروندګر او صنعتکاران د تېرو کلونو په پرتله اوس خپل محصولات په ښه بڼه په کڅوړو کې ځای پر ځای کوي او مثبت بدلونونه په کې لیدل کیږي.

په کابل کې زموږ همکار خوشحال تايب وايي، د کابل ښار او شاوخوا سیمو زره ګونه کسانو له دغه نندارتون نه لیدنه وکړه.

د کرنیز نندارتون په دریمه او ورستۍ ورځ زرګونه کسان د کابل په بادام باغ سیمې کې دغه نندارتون ورغلي وو، چې د کرنيزو محصولاتو تر څنګ تفریحي او سندریزې نندارې هم په کې وې.

د افغانستان د کرنې وزیر محمد آصف رحیمي وايي، سږکال زرګونه کسان بادام باغ ته د نندارتون لېدلو لپاره ورغلي وو، چې دا د افغان محصولاتو لپاره د بازار موندنې یو ښه زیری هم بلل کیږي.

ښاغلی رحیمي وايي سږني کرنیز نندارتون د تېرو هغو په پرتله ډېر توپیر درلود او د کرنې په برخه کې یې د پرمختګ ښوونه کوله.

دغه نندارتون ته ګڼ شمېر ښځینه او نارینه بزګرانو او صنعت کارانو خپل توکي وروړي وو چې د دوی په وینا ښه بازار یې درلود.

افغان کروند ګر زیاتره وخت سرټکوي او پر حکومت نیوکه کوي چې د دوی د کرنیزو محصولاتو لپاره بازار نه مومي.

خو چارواکي بیا وايي کروندګر باید خپل محصولات په معیاري بڼه کڅوړه کړي چې په هېواد دننه او بهر کې ښه بازار ورته پيدا شي.

ورته مطالب