'د نوماندانو او ټاکنو په اړه ۶۵۰ شکايتونه شوي'

Image caption نادر محسني وايي تر اوسه د ۲۵ ولایتونو اعتراضونه او شکایتونه دوی ته رسېدلي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون چارواکي وايي تر دې دمه یې د نوماندانو او ټاکنو د بهیر په تړاو ۶۵۰ شکایتونه او اعتراضونه ثبت کړې دي.

د دوی په وینا په بېلابېلو برخو د شکایتونو او اعتراضونو د ویش چارې په چټګۍ سره روانې دي او راتلونکې اوونۍ به یې په علني توګه د څېړلو چارې پیل شي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، د اعتراضونو د ثبت موده پای ته رسېدلې، خو د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو لړۍ لا هم روانه ده.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د نوماندانو د وروستي نوملړ د اعلان لپاره شاوخوا دوه اوونۍ پاتې دي.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا تر اوسه د ۲۵ ولایتونو اعتراضونه او شکایتونه دوی ته رسېدلي او د پاتې نورو نهو ولایتونو د اوسېدونکو اعتراضونه یا هم په لار دي او یا خو یې د سیمې د لېرې والي له کبله تر اوسه د لېږد چاره نه ده پیل شوې.

د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون ویاند نادر محسني بي بي سي ته وویل په بېلابېلو برخو کې د شکایتونو او اعتراضونو د ویش چارې په چټګۍ سره روانې دي.

''د شکایتونو او اعتراضونو د څېړولو او په بېلابېلو برخو د هغو د ویش چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کوو چې راتلونکې اونۍ د څېړلو کار هم په علني توګه پیل کړو. چې هغو کسانو ته د سیالۍ زمینه برابره شي چې په وروستي نوملړ کې یې نومونه وي''.

د ښاغلي محسني په وینا د شکایاتونو او اعتراضونو د څېړلو چارې به د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او خبري رسنیو په وړاندې ترسره شي.

دی زیاتوي هغه کسان چې د امنیتي ګواښونو اندېښنه لري په غونډو کې یې ګډون حتمي نه دی.

شاوخوا دوه اوونۍ وروسته به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د نوماندانو وروستۍ نوملړ خپور شي چې ورپسې به ټاکنیزې هلې ځلې یا کمپیانونه هم پیل شي.

د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون تصمیم به وروستی وي او بدلون نه شي په کې راتلای.

ټاکل شوې چې د افغانستان راتلونکې ولسشریزې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري میاشتې په شپاړلسمه نېټه ترسره شي.

ورته مطالب