د ټاکنیزو شکایتونو ارزونه کې ''بې پرې یو''

Image caption د ټاکنو له بهیره شپاړس وتلي نوماندان وایي چې دوی ته د ټاکنو د کمیسیون شوې پرېکړه د منلو نه ده او دغه کمیسون په دې برخه کې په درغلیو تورنوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وایي دوی ته ټول رسیدلي شکایتونه به له ارزولو او چاڼولو وروسته له دوی سره شریک کړي او هغو کاندیدانو ته یې ډاډګیرنه ورکړه چې د ارزولو پر مهال به خبل بې پرې والی له پامه نه غورځوي .

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون د شکایتونو د ارزولو په لومړی ورڅ له نوملړه ایستل شویو نوماندانو ته ډاډګیرنه ورکړه چې ددوی ټَولې غوښتنې او نیوکې به په بې پرې توګه وڅېړي.

د دغه کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وایي د دوی هڅه دا ده چې د ټاکنو بهیر له درغلیو پاک او روڼ ترسره شي.

تر دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون ویلي وه هغه کسان چې له نوملړه ایستل شوي یا یې په اسنادو کې ستونزې شته او یا یې هغه شرایط نه دي پوره کړي چې قانون یې وړاندوینه کړې.

د ټاکنو په نوي قانون کې یړ شرط دا و چې هر نوماند باید د ۱۰۰ زرو ملاتړکونکو رای پاڼې راټولې کړي چې دغه رای پاڼې باید د شلو ولایتونو ځینې وي.

دا رنګه دغه پلا قانون د دوه ګوني نابعیت پر سر هم ډیر ټینګار کاوه، کمسیون وویل چې د ایستل شویو نوماندانو د ایستلو لاملونه هم د همدغو شرایطو نه پوره کېدل دي.

Image caption افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ټاکنو کې د رای پاڼو د اخیستلو لپاره په خلکو کې لېوالتیا ډیره شوې ده.

دا رنګه د ټاکنو کمیسون وایي هغه کارتونه چې نړماندانو د خپلو ملاتړو په نامه دغه کمیسون ته وړي یا خو د شلو ولایتونو نه دي ، او یا هم دغه کارتونه له کمیسون سره ثبت شوي نه دي، خو معترض کاندیدان وایي چې ښایي په دې برخه کې څینې تخنیکي ستونزې وي.

څینو نوماندانو استدلال کاوه چې ګواکې د دوی ملاتړکونکي ډیر دي او په وینا یې که چیرته دوی ته خپل حقونه و نه سپادل شي نو دوی به راتلونکې ټاکنې تحریم کړي .

بله غاړه د افغانستان په څینو لایتونو کې چې د رای پاڼو د وېش لړۍ روانه ده داسې ویل کیږي چې هلته د ښځو برخه اخیستنه د پام وړ ښوول شوې، په کونړ کې چارواکي وايي چې تر دې مهاله ۹۲ زره نارینه و او ۳۳ زره میرمنو نوې رای پاڼې تر لاسه کړي چې د تیرو ټاکنو په یرتله دغه څه د پام وړ دي.

ورته مطالب