د ننګرهار زیتونو فابریکې بیا فعالېدل

Image caption اوس چې له شپږ کلن ځنډ وروسته د ننګرهار د زيتونو فابريکې په کار پيل کړى، د ګوتو په شمار کار کوونکي په کې کار کوي.

له شپږ کلن ځنډ وروسته يو ځل، بيا د ننګرهار د زيتونو فابريکې د اچارو او زيتونو په پروسس او توليد پېل کړى دى.

د فابريکې مسؤولين وايي، دوی به په څو مياشتو کې لږ تر لږه دېرش زره بوتله دانه زيتون او تېل يې بازار ته وړاندې کړي.

په پام کې ده چې د زيتونو سږنى توليد پر ننګرهار سربېره نورو ولايتونو ته هم وليږدول شي.

د ننګرهار ولايت د زيتونو باغونو ته نه پام ددې لامل شوى وو چې په تېرو شپږو کلونو کې ددغه ولايت د زيتونو فابريکه تړلې پاتې شي.

مګر سږ کال د زيتونو له شاوخوا ٢٣٠٠ هکتاره باغونو نه لږ تر شپاړس تنه زيتون تر لاسه شوي دي.

د ننګرهار د زيتونو فابريکې مشر عزت الله مياخېل بي بي سي ته وويل چې په پام کې ده شا او خوا دېرش زره بوتله، د زيتونو اچار او تېل يې په دې فابریکه کې توليد او بازار ته وړاندې شي:

''ان شاء الله په روان کال کې، په ټوله کې دېرش رزه بوتله د زيتونو اچار او تېل به يې بازار ته وړاندې کړو، سږنى توليد، د کانال د رياست له لارې بازار ته وړاندې کوو، په تېر کې يې هم د وېش لړۍ هم دا ډول وه، او زموږ توليدات به يوازې په کابل او جلال اباد کې تر اخيستونکو رسېدل، خو د ننګرهار د کانال رياست سږ کال په پام کې لري چې له نورو شرکتونو سره تړون وکړي او دا توليدات څو نورو ولايتونو ته هم ولېږدوي''.

د فابريکې د مسؤول په وينا په سږني فصل کې لږ تر لږه شپږ ټنه شنه زيتون او دارنګه لس ټنه تور زيتون فابريکې ته ور وړل شوي دي.

له شنو زيتونو نه اچار او له تورو يې تېل ويستل کېږي.

اوس چې له شپږ کلن ځنډ وروسته د ننګرهار د زيتونو فابريکې په کار پيل کړى، د ګوتو په شمار کار کوونکي په کې کار کوي.

Image caption اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې زياتره هغه زيتون پلورل کيږي چې له نورو هيوادونو نه افغانستان ته راړول کيږي.

يو مهال په دغه فابريکه کې نژدې دوه زره کسان پر دندو بوخت وو .

فابريکې ته په ورتګ د سړي پام هغو کارکوونکو ته ور اوړي چې پر خپلو چارو بوخت دي.

د کارخانې د پروسس ځاى ته ورغلم، هغه چاره چې ددې کارکوونکي په خبره لږ تر لږه څلوېښت ورځې وخت نيسي.

تر څلوېښتو ورځو وروسته، د زيتونو اچار، په شيشه يې بوتلونو کې، بنديدو ته چمتو کيږي.

خو ايا دا توليد بازار هم لري؟

د جلال اباد ښار يو هټيوال وايي، د ننګرهار زيتون ډېر خلک خوښوي.

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې زياتره هغه زيتون پلورل کيږي چې له نورو هيوادونو نه افغانستان ته راړول کيږي.

د ننګرهار د زيتونو د فابريکې مسؤولين وايي، لکه څرنګه چې لازمه ده او حکومت د ننګرهار دزيتونو باغونو ته پام وکړي دا فابريکه کولى شي چې په سلو کې اتيا، د اړتيا وړ زيتون او تېل يې بازار ته وړاندې کړي.

ورته مطالب