د شکایتونو کمېسیون د کاندیدانو شکایتونه واورېدل

Image caption د دغه کمېسیون مسوولین وايي، تر اوسه افغانستان کې نژدې درې میلیونه رايې ورکوونکو نومونه ثبت کړي دي، چې نژدې نهه لکه يې ښځې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په خپله دویمه غونډه کې د هغو کسانو شکایتونه واورېدل، چې د ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو لومړني نوملړ ته يې لاره نه ده موندلې.

دغه غونډه کې د خبریالانو په ګډون د کابل او دوو ګاونډیو ولایتونو معترضو کاندیدانو ګډون درلود.

دوی د کاندیدانو لومړني نوملړ ته د لار نه موندنې له کبله اعتراضونه لري او دې لړ کې یې ثبوتونه او شواهد د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي دي.

دغه کمېسیون په خپله لومړنۍ غونډه کې هغه کاندیدان بللي وو، چې د ولسمشرۍ لپاره یې د کاندیدانو له لومړني نوملړه نومونه ایستل شوي وو.

زموږ همکار بشیر پیمان وايي تر هغه مهاله چې د ټاکنیزو شکایتونو دفتر کې وم، له ټولټال ۱۲۰ کسانو چې د ولایتي شورا ګانو لپاره یې د کاندیدانو لومړني نوملړ ته لار نه وه موندلې او باید دغه کمېسیون ته یې په لیکلي او شفاهي توګه خپل شکایتونه وړاندې کړي وای، ډېر لږ کسان حاضر شوي وو.

د کمېسیون مسوولین وايي، بله غونډه به هم ولري. هغسې چې ویل کېږي، نوملړ ته د دغو کسانو د لار نه موندنې لوی لامل د رایو کارتونو بې باروه بلل کېدل دي، چې د نوم ثبتولو پر مهال یې کمېسیون ته وړاندې کړي وو.

خو معترض کاندیدان د کمېسیون دغه استدلال نه مني او پرې تور لګوي، چې د کمېسیون کارکوونکو د کمېسیون د اطلاعاتو په سسټم کې د رایو کارتونه نه دي ثبت کړي.

خو د کمېسیون مسوولانو دوی ته ډاډ ورکړی، چې شکایتونو ته به يې توجه وکړي او حق به حقدار ته ورسېږي.

د ټاکنو کمېسیون له لوري د رایې کارتونو د بې باروۍ په باب داسې حال کې بحث راپورته کېږي، چې اوس هم د افغانستان په لرو بر کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتولو لړۍ دوام لري.

د دغه کمېسیون مسوولین وايي، تر اوسه افغانستان کې نژدې درې میلیونه رايې ورکوونکو نومونه ثبت کړي دي، چې نژدې نهه لکه يې ښځې دي.

ورته مطالب