کرزی: حکیم الله مسعود 'ناسم' مهال وژل شوی

Image caption که د افغانستان خلک ډاډه شي، چې له امریکا سره دفاعي او امنیتي سند یې د امنیت سبب کېږي او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی کېږي، چمتو به شي، چې دغه سند لاسلیک کړي. ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي که د افغانستان خلک له امریکا سره د اوږد مهاله همکارۍ له کبله ځانونه خوندي او خپل هېواد په سوله کې ویني، کولای شي، له امریکا سره غوره همکار واوسي.

د ولسمشر کرزي په خبره که د افغانستان خلک ډاډه شي، چې له امریکا سره دفاعي او امنیتي سند یې د امنیت سبب کېږي او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی کېږي، چمتو به شي، چې دغه سند لاسلیک کړي.

له ارګ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې د ولسمشر کرزي له قوله دغه راز ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسعود د وژنې په باب ښاغلي کرزي ویلي، چې نوموړی ' په ناسم مهال وژل شوی '.

اعلامیه زیاتوي د امریکا کانګریس له پلاوي سره خبرو کې ولسمشر کرزي هیله مندي څرګنده کړې، چې د مسعود له وژل کېدو سره به د سولې هڅې نه زیانمنیږي.

د ولسمشر کرزي په خبره دغه هڅې په لومړي پړاو کې وې، ځکه داسې احتمال شته، چې ډېر زیان به ورته نه وي اوښتی.

ولسمشر کرزي تېر ماښام د امریکا د متحده ایالاتو د کانګریس له غړو سره په ارګ کې ولیدل.

د کانګریس پلاوي د ادم کنزنګر په مشرتابه له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اوږد مهاله ستراتيژیکو همکاریو او دغه راز د افغانستان او امریکا تر منځ دفاعي او امنیتي تړون په باب خبرې ورسره وکړي.

بل لور ته په پام کې ده، چې د پاکستان پارلمان به د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه غونډه کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسعود له وژل کېدو وروسته حالت په باب غور وکړي.

حکیم الله مسعود د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په درپه خیل ډنډ سیمه کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو.

پاکستاني حکومت دغه برید د خپل ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول بللي او وايي دې سره یې د سولې هڅې شنډې شوې دي.

ورته مطالب