د 'تدارکاتو قانون' مراعات کړئ

Image caption سیګار ویلي و چې د تګلارو کمزوري، د ښه مدیریت نشتوالی او نورې ناغیړۍ هغه څه دي چې د رغنیزو جارو په لار کې یې خنډونه راولاړ کړي دي.

افغان حکومت له نړیوالې ټولنې او په کور د ننه له یو شمېر ټولنو غوښتي چې د رغنیزو پروژو په چارو کې د رڼښت په موخه د تدارکاتو قانون له پامه و نه غورځوي او د افغان حکومت سره په همغږۍ کې دغه چارې ترسره کړي.

په تیرو شاوخوا دیارلسو کالو کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونه ډالرو مرستو وروسته افغان حکومت پخپلو نړیوالو ملاتړو نیوکې کوي او وايي چې تر دې مهاله شوې مرستې د افغان حکومت له همغږۍ پرته شوې دي.

په کابل کې په همدې موخه په جوړ شوي کنفرانس کې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وایي چې په افغانستان کې د رغنیزو چارو په ترسره کولو کې د رڼښت د نشتوالي ستر لامل د تدارکاتو قانون ته نه پاملرنه ده.

هغه وایي چې په دې برخه کې مرستندویه ټولنو دغه قانون ته پاملرنه نه ده کړې:

لاسوهنې

''د تدارکاتو په بهیر لاسوهنې کیږي، هغه کسان چې د تدارکاتو مسؤولیت لري یا واک نه لري او یا هم د لاسوهنو په وجه نه شي کولای سم کار وکړي.

د عدلي او قضایي څان‍ګو له خوا لاسوهنې په کې کیږي چې ورسره دغه بهیر ټکنی کیږي، داسې ډیرې بېلګې شته چې درې میاشتینی کار شپږو میاشتو او یا ان یو کال پرې تېر شوی دی''.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، د مالیې وزیر دا رن‍ګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له دې وروسته دې د ټولو پرمختیایي پروژو لګښت دې د افغان حکومت له لارې پرې شي او ورسره دېد افغانستان د خلکو لومړیتوبونه له پامه نه غورځول کېږي.

هغه دا رن‍ګه په رغنیزو چارو کې د چټکتیا په موخه د تدارکاتو پر قانون ټينګار لاره چې په وینا یې دا مهال دغه قانون ته بیا له سره کتنه هم شوې.

Image caption عمر زاخیلوال وايي، مرستندویه ټولنو د تدارکاتو قانون ته پاملرنه نه ده کړې.

په همدې تړاو مو د عدلیې له مرستیال وزیر یوسف حلیم نه پوښتنه وکړه چې په رغه قانون کې کوم ، کوم بدلونونه باید راوستل شي.

په افغانستان کې د تدارکاتو ملي کنفرانس یوه اونۍ وروسته له هغې جوړیږي چې د سیګار په نامه د دغه هیواد لپاره د امریکې پلټونکې ادارې یو رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شوي و چې ثایي د امریکې د متحده ایالاتو هغه سل میلیونه ډالره مرستې تالا ترغۍ شي چې د بیا رغاونې ، د امنیتي ځواکونو ر پیاوړتیا ، چې حکومتوالۍ او د اقتصادي ودې په مړخه ورکړل شوې وې.

سیګارویلي و چې د تګلارو کمزوري، د ښه مدیریت نشتوالی او نورې ناغیړۍ هغه څه دي چې د رغنیزو جارو په لار کې یې خنډونه راولاړ کړي دي.

ورته مطالب