جرګه: د جماهير انوري ځوابونه قانع کوونکي وو

Image caption جماهیر انوري د ولسي استازو د سختو نیوکو او غبرګ‍ونونو سره مخامخ شو

جماهير انوري چې په اداري فساد، خپلوۍ پالنې، له بهرنیو هیوادونو سره د افغان کډوالو په زوره د راشړلو او د راستنو شویو ژوندانه ته په نه پاملرنې تورن و، د ولسي استازو پوښتنو او نیوکو ته ځوابونه وویل او له لګیدلو تورونو سپین وخوت .

د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې ګڼ وزیران استیضاح شوي، خو د دفاع پخوانی وزیر او د کورنیو چارو له دوو وزیرانو پرته چې واکونه ترینه واخیستل شوه، پاتې نور ټول یې له استیضاحیه غونډو بریالي راوتلي.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، وړاندې تر دې چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د ملي شورا په وره وردننه شي، د شورا مخې ته یو شمیر کسانو یې پر ضد لاریون وکړ او هغه یې په اداري فساد او نورو درغلیو تورناوه.

دغو کسانو چې شمیر یې لسګونه ته رسیده هغه شعارونه او عکسونه هم له ځانه سره لیږدول چې په بهرنیو هیوادونو کې یې د افغان کډوالو ژوند انځورولو .

وزیر جماهیر انوري د ولسي استازو د سختو نیوکو او غبرګ‍ونونو سره مخامخ شو.

د هرات د خلکو استازې ناهید فرید پر نوموړي هغه تورونه پورې کړل چې په کې د خپلوۍ پالنې او اداري فساد بیلګې نغښتې وې:

''هغه مکتوب چې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ نه موږ ته لاس ته راغلی په کې د ۹۷۰۰۰ ډالرو اختلاس خبره ده او د ستندرد چارتر بانک نه تاسو غوښتي چې دغه پیسې ستاسو په حساب کې واچوي. هغه چا چې دغه پیسې تر لاسه کړي وایي چې ۴۷۰۰۰ ډالره یې یو توریستي شرکت ته ورکړي او ۵۰۰۰۰ ډالره یې ستاسو میرمنې ته سپارلي دي، تاسو ولې دغه پیسې پخپل حساب کې اچولي او ولې داسې کیږي''.

د دې تر څنګ پر نوموړي ګڼ نور تورونه نور هم پورې شول. یو شمیر استازو ترینه پوښتنه کوله چې ولې یې د ځینو هیوادونو سره داسې هوکړې کړي چې له مخې یې هغه هیوادونه کولای شي په زوره افغان کډوال له خپلو هیوادونو وباسي.

که څه هم چې د کډوالو چارو وزیر د ډیرو دغو پوښتنو نه په څنګ تیر شو، او د ځوابونو پر ځای یې خپلې کاري تګلارې یوه په یوه وشمیرله خو په وزارت کې یې له خپلوۍ پالنې ننګه وکړه او هغه یې خپل قانوني حق وباله:

''دا چې زما د کورنۍ غړي په وزارت کې کار کوي باید کار وکړي دا زما حق دی، زه افغان یم، د دغه هیواد تابعیت لرو، باید څوک پر ما دا نیوکه و نه کړي، ایا لږه کي نه شي کولای چې په دولت کې کار وکړي، زه پر دغې نیوکې سخت خپه یم''.

یو شمیر استازو چې د استیضاح شوي وزیر ځوابونه ورته د منلو نه و تر ډیره یې د غونډې پر بهیر او د هغه پر مدیریت نیوکې کولې او غوښتل یې چې دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

خو د جرګې اداري پلاوي تر ډیره د دغې ګډوډي مخه نیوله، کله چې د ۱۵۱ تنو حاضرو استازو پخپلو کې د ورغوښتل شوي وزیر د برخلیک پر سر ښکاره رایې وکارولې یوازې نهه ویشت تنو ته د هغه ځوابونه د منلو وړ نه و.