ګودر د نجونو پارلمان دی

برېښنا امیل
Image caption برېښنا امیل: ''.. که تاسې په طبیعي ډول د ګودر پر غاړه د نجونو بحث ته غوږ کیږدئ، نو پارلمان به مو له یاده ووځي''.

په افغانستان کې ځینو پرمختیايي کارونو د ګودر ټولنیز ارزښت په ګډون په دغه هېوادو کې پخواني ارزښتونو او دودونو ته زیان اړولی دی.

د جنګ تر کلونو مخکې د افغانستان په ډېرو کليوالو سيمو کې نجونې منګي پر سرونو کتار کتار ګودرونو ته تللې، اوبه يې راوړې او د زوړنو خواله يې کول، خو اوس دغه دود مخ په زوال دی.

دا منظره د شاعرانو او هنرمندانو لپاره هم خورا زړه راښکونې او رومانتيکه وه.

راپور په غږ کې

خو اوس يوه څيړنيز بنسټ موندلې، چې مرستندویو موسسو پرته له دې چې دغه کلتوري ارزښت په پام کې ونيسي کليوالو ته پاکې اوبه برابرې کړې چې په وينا يې که دواړه خواوې په پام کې وای ښه به وه.

ګودر په افغانستان کې هنرمندانو يو تر ټولو رومانتيک تصور بللی. مين د خپلې معشوقې د ليدلو لپاره ‌‌‌ژوند پر ګودر تېرول غوښتل او پېغلو هم دغه رنګین ځای د خپل بنډار لپاره ټر ټولو ښه ځای باله.

د مینانو دیدن

هغه مهال چې د سهار او مازديګر پر وخت به د لمر زرينو وړانګو د افغانستان پر ځینو سيمو خپل کوډګر وزرونه خپاره کړل نو په کورونو کې به نجونو کلتوري جواز وموند چې لکه زاڼې کتار کتار منګي پر سرونو بهر ګودرونو ته ووځي، د خپل چاپېریال ننداره وکړي، او هغه يې چې مينې ته لېواله دي خپلې سترګې د مينانو په ديدن خړوبې کړي.

په هغه ټولنه کې چې ښځه د کور او ګور مخلوق بلل کيږي، د ګودرونو شتون دا تعريف بدلاوه، خو اوس تر ډېره دا کلتور تت شوی دی.

زرګره د هلمند هغه اتیا کلنه مېرمن ده، چې د خپلې ځوانې پر مهال ګودر ته د تلو یاد راته تازه کوي:

''زموږ په وخت کې ګودرونو وو، ویالې وې، چینې وې، خو اوس هېڅ شی نه شته. هلته به مو کالي پرېول، کیسې به مو کولې، زموږ د مجلس ښه ځای وو خو اوس هلته هېڅوک نه شي تلای. امنیت هم ښه نه دی. که په خوب کې مې هغه وخت لیدلی وی، هم ښه به وای''.

که په ځینو سیمو کې ناامنيو ګودر او چینو ته د نجونو د تګ مخه نیولې، ترڅنګ یې بیا نورو لاملونه هم شته.

د سولې لپاره د څيړنيزې او روزنيزې موسسې مشر ميرويس وردګ چې د ګودرونو په اړه یې څيړنه کړې، پر دې غږیږي، چې ولې د ګودر کلتور اوس د پخوا په پرتله کمزوری شوی دی:

''لومړی دلیل یې وچکالي ده. ځکه هغه چینې او کودرونه اوس وچ شوي، چې پخوا به نجونې ورتلې. دویم دلیل یې اقتصادي انکشاف و. دریم دلیل یې د څاګانو جوړول، چې د ګودر او چینې اهمیت یې زیانمن کړل''.

خو د ښاغلي ودرګ په وینا د څاګانو په جوړیدو د ګودر دود په ناپامۍ زیان من شوی نه په قصدي ډول. ''په ناګاهانه ډول د ښځو دت جمع ځای ورک شو او دا کار له قصده نه دی شوی''.

د جنګ تر کلونو مخکې د افغانستان په ډيرو کليوالو سيمو کې نجونې منګي پر سرونو ګودرونو ته تللې، اوبه يې راوړې او د زوړنو خواله يې کول.

د لغمان اوسیدونکې شازیه وايي، څاه ګانو او بمبو اوس د ګودر پر غاړه د مجلس فرصت ترې اخیستی او وايي تاثیر یې پر هغو میرمنو ډیر دی، چې تل په کور وي:

''ډیر دوستانې نجونې به سره راټولې شولو، کیسې به مو کولې، ساعت به مو تیر شو. ځینې ښځې چې زده کړې نه لري، په کورونو کې بندې پاتې دي''.

د کلتوري چارو کارپوهان د ګودر تاریخ په افغانستان کې له سلګونو کلونو وړاندې سره تړي.

لیکوال او شاعر سلیمان لایق وايي، ګودر د پښتانه له پيدايښت سره پيدا شوی او سل ګونو پيړیو ته یې تاریخ رسیږي.

ښاغلی لایق د ګودر زوال طبعي ګڼي او وايي د ټولنې پرمختګ د وخت په تیریدو ځینې دودونه له منځه وړي او زیاتوي چې ګودر به یواځې په هغو لنډیو کې پاتې شي، چې مینانو خپلو معشوقو ته ویلې دي:

''ګودر مخ په زوال دی او یواځې به په هغو لنډیو کې پاتې شي، چې عاشقانو د ګدورپه اړه ویلې دي. ګودر به ورو ورو په یوه تاریخي شي بدل شي''

په ګودر سور سالو ښکاره شو

ما ویل په تورو اوبو اور ولګېدنه

سره له دې چې، د ګودرونو رنګين ټولنيز دود تت شوی دی خو ورک شوی نه دی.

د ننګرهار د یوې لرې پرتې سیمې اوسیدونکي صنوبر جبارخېل وايي، د سيمې غرني ګودرونه یې لا هم ودان دي، او پر ګودرنو د نجونو مجلس غوړیدلی وي:

''په هغو ځایونو کې چې بمبې نشته، لا هم هلته زموږ کتار کتار نجونې سهار او ماښام ګودرونو ته ځي، اوبه راوړي او خپلې کیسې کوي''.

په ځینو رسنیو کې لا هم د ګودر په اړه ځانګړي پروګرامونه شته او هغو پيغلو ته، چې له ګودره لرې دي، زاړه یادونه ورتازه کوي.

په کابل کې د شمشاد خصوصي تلویزیون د ګودر د خپرونې جوړونکی ناصرخان شیخ ابادی وايي، د خپرونې موخه یې دا ده، چې د ګودر دود ژوندی وساتي.

نوموړي، چې د افغانستان ډېرو ولایتونو ته سفرونه کړي، وايي په کلیو او بانډو- په هغه سیمو کې چې هلته څاګانې نشته، لا هم ګودر، منګي او چینه شته او نجونو مجلس تل هلته ګرم وي.

درسنیو ترڅنګ شاعرانو او سندرغاړو هم په پراخه کچه کودر ستایلی او هغه يې د مینانو ځای بللی دی.

Image caption لیکوال او شاعر سلیمان لایق وايي، ګودر د پښتانه له پيدايښت سره پيدا شوی او سل ګونو پيړیو ته یې تاریخ رسیږي.

سندرغاړې برېښنا امیل، چې تازه یې په خپله سندره کې ګودر یاد کړی، خپلې خبرې بي بي سي ته په دې ټپه پيل کړې:

ګودر د نجونو پارلمان دی

بوتل یې نشته، په منګو ویشتل کوینه

اغلې امیل وايي، دغه پارلمان ته ډیره تللې او ګڼ منګي او ګړي یې هم پکې مات کړې دي.

نوموړې زیاته کړه ''که تاسې په طبیعي ډول د ګودر پر غاړه د نجونو بحث ته غوږ کیږدئ، نو پارلمان به مو له یاده ووځي''.

برېښنا امیل د ګودر د تتوالي یوه مهم لامل ناامني ګڼي او وايي ځکه یې د سولې په سندره کې ګودر هم یاد کړی دی.

د کلیو او پراختیا وزارت د مالوماتو له مخې په تیرو دولسو کلونو کې دڅاګانو، کاریزونو، بمبو او د اوبو رسولو نژدې ۸۰۰۰۰ سرچینې په افغانستان کې جوړې شوې دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوول داود نعیمي وايي، ښايي دغو پرمختګونو په ناپامۍ سره د د ګودر دود ته زیان اړولی وي خو وايي د دې دود دبیرته ژوندي کولو لپاره یڅینې پرورګرامونه په پام کې لري.

په ټوله کې په افغانستان کې د ګودر دود ته لسیزو جګړو، وچکالۍ او پراختیايي کارونو زیان رسولی دی او په ډېرو سیمو کې یې له پېغلو هغه فرصت اخیستی، چې په سندرو او ټپو کې مينان د ديدن لپاره ګودر ته بلل.

ورته مطالب