د امریکايي اډو او مشورتي لويې جرګې پرضد غونډه

د امریکايي اډو او مشورتي لويې جرګې پرضد غونډه
Image caption د غونډې ګډونوالو تر ډېره په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کاوه، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي حضور د دغه هېواد په خیر نه دی.

په پلازمېنه کابل کې سلګونو کسانو، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو د اډو او د جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې پرضد غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې، چې د 'ملي وحدت جبهې' د پلویانو له خوا جوړه شوې وه، له بېلابېلو ولایتونو په کې دیني عالمانو، محصلانو او یو شمېر قومي مشرانو برخه اخیستې وه.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف پخپل دغه راپور کې وايي، د دغې غونډې ګډونوالو پر داسې مهال د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند پرضد څرګندونې کولې، چې ټاکل شوې ډېر ژر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قضايي صلاحیت او قضايي خوندیتوب په اړه مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اډو پرضد د ملي وحدت جبهې غړو په خپلو څرګندونو کې پر حکومت نیوکه کوله، چې د جوړېدونکي مشورتي لویې جرګې له لارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتوالي ته قانوني بڼه ورکوي.

''سړکونو بندولی شو''

د دغې جبهي غړی احمد فرید وايي، که په افغانستان کې امریکايي ځواکونه پوځي اډې ولري، نو د ده په باور پایلې به یې ښې نه وي:

''موږ کولای شو، اوس سړکونه بند کړو، خو دا کار نه کوو. موږ هم درې زره کسان راغونډ کړي او حکومت هم درې زره کسان راغواړي. زموږ جرګه یې نه مني. که دا کار وشي، پایلې به یې ډېرې خرابې وي''.

د امریکايي اډو پرضد د جبهي مشري پخواني جهادي مشر احمد شاه احمدزی کوي. د جبهې نورو غړو په دغه غونډه کې، چې سلګونو کسانو په کې برخه لرله، دا هم ویل، چې د کابل واشنګټن امنیتي تړون دا مریکا سیالانو ته په افغانستان کې د سیالۍ موقع په لاس ورکوي.

د جبهې بل غړي محمد زمان مزمل خو ان په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د لنډمهالي حکومت خبره هم کوله:

Image caption په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اډو پرضد د ملي وحدت جبهې غړو په خپلو څرګندونو کې پر حکومت هم نیوکه کوله.

''که تړون لاسلیک شي، نو د پاکستان او ایران مداخلې به ډېرې شي. حکومت به له ملت سره په جګړه کې ښکېل دی. او دا جګړه به ترهغې روانه وي، چې د ملي مصالحې حکومت نه وي راغلی''.

ښاغلي مزمل پر امریکا تور پورې کاوه، چې په افغانستان کې یې حضور دغه هېواد بې ثباته کړی دی.

د ملي وحدت جبهې پخوا هم څو څو ځلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتوالي پرضد غونډې کړې او له افغان دولته یې غوښتنه کوله، چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون، امریکا ته اجازه ورکوي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي اډې ولري خو لا هم د دغه تړون په مسوده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې ستونزې پخپل ځای پاتې دي.

ورته مطالب