کندهار کې د ترکي کونسلګرۍ جوړېدو هڅې

بساط اوزتورک او توریالی ویسا
Image caption ترکي سفیر بساط اوزتورک او کندهار والي توریالي ویسا پر یو لړ مشترکو مسائلو خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ترکيې سفیر ژمنه کړې، چې کندهار کې به د ترکي کونسلګرۍ جوړېدو هڅې ګړندۍ کړي.

سفیر بساط ازتورک دا څرګندونې سوېلي ولایت کندهار ته د یوه سفر په لړ کې کړې دي.

د کندهار د رسنیو دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د عقرب/ لړم پر ۱۹مه په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې ''ښاغلی اوزتورک نن د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته راغلی و، او د کندهار له والي او ملي سوداګرو سره يې پر ځینو مسائلو خبرې وکړې''.

نوموړي وویل، چې کندهار ته يې د سفر یو هدف د ترکيې او افغانستان ترمنځ پر مشترکو ګټو خبرې وې.

ترکیه او افغانستان د غازي امان الله خان او کمال اتاترک د واکمنيو له پېر راهیسې نژدې اړیکي لري.

افغان-ترک دوستی ۹۲ کلنه شوه

ترکيې د افغانستان په تعلیمي برخو کې هم مرستې کړې دي.

د کندهار والي توریالي ویسا له ترکي سفیر په دغه ولایت کې د کونسلګرۍ د پرانیستو غوښتنه وکړه، چې په وینا يې ''که چېرې دا کار وشي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تجارتي او سیاسي هڅو او اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي''.

ترکيې د افغان پولیسو او پوځ په روزنه کې هم همکاري کړې ده، او له پوځي پلوه يې د کابل په څنګلوري ولایت میدان وردګو کې د ولایتي بیارغونې ډلې دنده مخته وړې ده.

Image caption ترکیه او افغانستان د غازي امان الله خان او کمال اتاترک د واکمنيو له پېر راهیسې نژدې اړیکي لري.

په میدان وردګو د ترکيې پي ار ټي ډلې خپل مخکنی مرکز او ودانۍ د افغان-ترک نوې لېسې لپاره وقف کړې ده.

بساط ازتورک وویل، ''د ترکيې او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښکاره ثبوت د پاکستان او افغانستان او ترکيې ترمنځ د درې اړخیزو غونډو اووه ځلې کوربه توب دی''.

ترکي سفیر وویل، هېواد یې ''د اسلامي نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې د افغانستان د لانجې پای ته رسېدو لپاره تل هڅه کوي''.

ترکي سفیر د کندهار د سفر وروستي پړاو کې د دغه ښار د عینو عصري مېنې افغان-ترک خصوصي لېسې یوه څانګه پرانیسته او بیا یې د کندهار سوداګرۍ خونه کې له سوداګرو سره وکتل.

ورته مطالب