د عاشورا ترپایه د کابل حکومتي پوهنتونونو رخصتي

Image caption ظاهراً د دې رخصتۍ هدف د تېر کال په څېر د ناوړې پېښې مخنیوی دی.

په افغانستان کې د عاشورا د مراسم پرمهال د احتمالي ستونزو د مخنیوي په خاطر په کابل کې ټول دولتي پوهنتونونه د دې مراسمو تر پای ته رسېدو رخصت شول.

د عاشورا د مراسمو په درشل کې په کابل کې دولتي پوهنتونونه تر راتلونکي اوني رخصت شول. په پام کې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د عاشورا له مراسمو یوه ورځ وروسته په کابل کې په دولتي پوهنتونو کې د راتلونکې شنبې په ورځ درسونه رسما پیل شي.

ظاهراً د دې رخصتۍ هدف د تېر کال په څېر د ناوړې پېښې مخنیوی دی.

د تېر کال په لړم میاشت کې د کابل پوهنتون د لیليې په جومات کې یو شمېر شیعه مذهبو محصلینو غوښتل د عاشورا مراسم ولمانځي خو نورو سني محصلینو یې مخالفت وکړ او اخ و ډب وشو.

ددې اخ وډب په پایله کې څو تنه محصلین مړه او څو تنه نور ټپیان شول. له دې پيښې وروسته په کابل کې ټول دولتي پوهنتونونه د لسو ورځو لپاره رخصت شوي وو.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي د عاشوار مراسمو لپاره يې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل د عاشورا مراسمو د امنیت د تامین لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.

Image caption د عاشورا درې ورځو رخصتیو کې د کابل خصوصي پوهنتونونه شامل نه دي.

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې ورځې په غونډه کې هم د عاشورا د مراسمو د امنیت په اړه خبرې شوي، او د بېلابېلو امنیتي ارګانونو ترمنځ په همغږۍ ټینګار شوی.

دوه کاله وړاندې په کابل کې د عاشورا مراسمو پرمهال ځانمرګی برید وشو. په دې ځانمرګي برید کې لسګونه شیعه ویر کوونکي مړه او نژدې دوه سوه نور ټپیان شول.

یوه ډله چې ځان یې د افغانستان لشکر جنګوي باله د دې خونړي برید مسؤولیت په غاړه واخست. لشکر جنګوي چې پر شیعه ګانو د خونړیو بریدونو مسؤولیت یې پر غاړه اخستي په پاکستان کې میشت ده.

ورته مطالب