مدبر: حزب اسلامي په لویه‌ جرگه کې ګډون کوي

Image caption ښاغلي مدبر وايي، چې اولس کټګورۍ استازي یې له ټول افغانستان او بهره جرګې ته ور بللې دي

د مشورتي لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون چارواکو بي بي سي ته د جرګې د جوړېدو کره ورځ په ګوته کړه.

مشورتي جرګه د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي سند کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې دپاتې کیدونکو امریکايي ځواکونو پر قضايي صلاحیت او قضايي خوندیتوب حکومت ته مشوره ورکوي.

ښاغلی مدبر وايي، په دغه جرګه کې یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړو ته هم بلنه ورکړې ده او برخه په کې اخلي.

بلاخره له ډیرو تاویلو او ماویلو وروسته، د مشورتې لویې جرګې کره نیټه جوته شوه.

د مشورتي لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون د دارلانشا مشر صادق مدبر زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې جرګه به د راتلونکې اونۍ د پنج شنبې په ورځ چې د لړم میاشتې دیرشمه کیږي، په کابل کې جوړه شي.

نوموړی وايي، مشورتي جرګه به څلور ورځې روانه وي او ټول غړي به یې په پنځوس کمیټو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند پر مسودې بحث کوي.

Image caption د دغې جرګې په مخالفت ځینې غونډې هم شوې

ښاغلي مدبر زیاته کړه: کره ورځ ټاکل شوې او د راتلونکې اوونۍ پنج شنبه به د جرګې لومړۍ ورځ وي. په لومړۍ ورځ عمومي جلسه ده. په دویمه او درېیمه ورځ په کمیټو کې استازي بحثونه کوي او په وروستۍ ورځ به ولسمشر وینا وکړي او جلسه به پای ته رسیږي.

ښاغلي مدبر وايي، چې اولس کټګورۍ استازي یې له ټول افغانستان او بهره جرګې ته ور بللې دي او وايي، د چمتوالي ډیرې چارې بشپړې شوې دې.

د ښاغلي مدبر په وینا د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي داجرایه کمیټې څو استازي به هم په جرګه کې برخه واخلي. دغه غوښتنه د حزب اسلامي پلاوي کړې وه او په جرګه کې ګډون کوي.

ښاغلي مدبر هغه انديښنې بې ځایه وبللې چې ګنې جرګې ته ور بلل کیدونکي غړي حکومت پلوي کسان دي. هغه وویل، د ټولنې له هر قشر نه ا ستازي وربلل شوې دي.

نوموړی وايي، د جرګې لپاره یې ټنیګ امنیتي تدابیرنیولې او تمه ښيې چې په امن فضا کې به ترسره شي.

د دغې جرګې په مخالفت ځینې غونډې هم شوې خو ښاغلی ډاډ ښيي، چې دغه ډول مخالفتونه سیاسي انګیزې لري او د جرګې بهیر ته زیان نه شي رسولی.

ورته مطالب