حزب اسلامي په مشورتي لويه جرګه کې ګډون رد کړ

Image caption وړاندې صادق مدبر ويلي و، چې حزب اسلامي استازو ته يې هم جرګې ته بلنه ورکړې وه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د کابل په لويه مشورتي جرګه کې د خپلو استازو ګډون رد کړی دی.

له بي بي سي سره خبرو کې د اسلامي حزب د ویاند مرستیال زبیر صدیقي وویل، چې لویې مشورتي جرګې ته د اسلامي حزب یو شمېر کسان بلل شوي ، چې وايي جرګه کې یې ګډون کول ممکن نه دي.

زموږ خبريال نور محمد سعید په خپل راپور کې وايي، د مشورتي لویې جرګې د دارالانشا رییس بي بي سي ته ویلي، چې د حزب اسلامي یو شمېر استازي د جرګې په نوملړ کې شامل دي.

په داسې حال کې، چې د لويې مشورتې جرګې پېل کېدو ته شپې او ورځې رالنډېږي، د دغې جرګې د مشروعیت، نه مشروعیت او دا چې له امریکا سره امنیتي تړون ته چې د دغې جرګې موضوع ده، اړتیا شته او که نه، په اړه بحثونه زور اخلي.

زبیر صدیقي دغه راز د امریکا متحده ایالتونو او افغانستان تر منځ احتمالي امنیتي تړون د خپل حزب لپاره د نه منلو وړ وباله او افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل د جګړې د دوام په مانا یاد کړل.

بل لور ته د لویې مشورتي جرګې رابللو او له امریکا سره د امنیتي تړون په باب د یو شمېر نورو اشخاصو او ډلو مخالفتونه او ملاتړونه هم څرګند شوي دي.

د پښتون خوځښت نومي بنسټ غونډې په څېر چې ډېری ګډونوال یې ځوانان وو، یو شمېر نور اشخاص او خوځښتونه بیا د لویې مشورتي جرګې او امنیتي تړون سره مخالفت کوي.

د دغې غونډې په توګه یو شمېر نورې غونډو او څرګندونو کې هم له لویې مشورتي جرګې او امنیتي تړون سره مخالفتونه څرګند شول.

خو په یو شمېر نورو غونډو کې سره له دې چې ویل کېږي، د لويې مشورتي جرګې رابللو ته اړتیا نه شته، خو له افغان حکومته غوښتل کېږي، چې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره باید له متحده ایالتونو سره امنیتي تړون لاسلیک شي.

د افغانستان ولسي جرګې غړې او د نوې لارې نومي مدني ټولنو شبکې د غونډې کډونواله نیلوفر ابراهیمي وايي که لویه مشورتي جرګه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدل رد هم کړي، وروستۍ پرېکړه به د افغانستان ملي شورا کوي.

بل لور ته د برتانیا د دفاع وزیر فلیپ هاموند ویلي، له افغانستان سره د ناټو همکارۍ د دغه هېواد او ناټو تر منځ په امنیتي تړون پورې غوټه ده.

Image caption فلیپ هاموند ویلي، له افغانستان سره د ناټو همکارۍ د دغه هېواد او ناټو تر منځ له په امنیتي تړون پورې غوټه ده

''دا هر څه له امریکا سره او وروسته له ناټو سره په امنیتي تړون کولو کې په پام کې دي، له دې تړونونو پرته موږ هېڅ نه شو کولای، ځکه موږ به و نه توانېږو خپل خلک وساتو، نو څرګنده ده، که و نه شو کولای له خپلو خلکو دفاع وکړو، نه شو کولای دلته یې پرېږدو''.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم له ولسمشر کرزي سره په یوه ګډه خبرې غونډه کې ویلي و، له کابل سره د واشنګټن ټوله همکاري په دغه امنیتي تړون پورې تړلې ده.

ټاکل شوې، له لسو ورځو په کمې موده کې د افغانستان او امریکا د متحده ایالتونو تر منځ د دغه تړون په باب، چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته په کې افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو حقوقي شرایط جوتېږي، د رایې ورکولو لپاره پیل شي.

ورته مطالب