د افغان ځواکونو کنټرول لاندې سیمو کې امنیت ښه شوی

Image caption د دفاع وزارت په وینا، اوسمهال له ۹۰ سلنه ډیر پوځي عملیات د افغانانو په مشرۍ ترسره کیږي او د نژدې اتیا سلنه خاورې امنیت هم دافغان ځواکونو پر غاړه دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هغو سیمو کې چې هلته امنیتي مسؤولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي، د پخوا په پرتله یې امنیت ښه شوی دی.

کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف پخپل دغه راپور کې کاږي، بسم الله محمدي دارنګه وايي، د راتلونکي کال د ټاکنو امنیت یې د پروګرامونو په سر سر کې ځای لري او تمه ښيي، چې ۲۰۱۴ کال به د افغانستان با ثباته کال وي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتون د لیږد د پنځم پړوا په بهیر کې د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي وايي، پر افغان ملي ځواک د خلکو باور اوس د پخوا په پرتله ډیر شوی چې کولای شي په خپلواک ډول د افغانستان دفاع وکړي.

ښاغلی محمدي وايي، له هغه مهاله، چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو دلیږد چارې پيل شوې تر اوسه، شاوخوا ۷۰ زره بهرني سرتیري له افغانستانه وتلې دي او ځای یې افغان سرتیرو ډک کړی دی.

Image caption د امنیتي لیږد له پنځم او وروستي پړاو له بشپړیدو وروسته به د ټول افغانستان دامنیت چارې دافغان ځواکونو پرغاړه شي.

د افغانستان دفاع وزیر وايي، له دوو سوو ډیرې پوځي اډې له بهرنیو سرتیرو افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي او په هغو سیمو کې چې افغان پوځ ځای پر ځای شوی، هلته د پخوا په پرتله امنیت اوس ښه شوی دی.

د امنیتي لیږد له پنځم او وروستي پړاو له بشپړیدو وروسته به د ټول افغانستان دامنیت چارې دافغان ځواکونو پرغاړه شي.

سره له دې، چې د افغان سرتیرو پر پوځي وسایلو ځینې وخت نیوکي کیږي، خو دفاع وزارت ډاډ ورکوي، چې کولای شي، د ټول هېواد امنیتي چارې په غاړه واخلي.

د دفاع وزارت په وینا، اوسمهال له ۹۰ سلنه ډیر پوځي عملیات د افغانانو په مشرۍ ترسره کیږي او د نژدې اتیا سلنه خاورې امنیت هم دافغان ځواکونو پر غاړه دی.

ورته مطالب