افغانستان: پر رسنیو د کمزروي څار یوه بله ناوړه پایله

عبدالفتاح یاسر
Image caption عبدالفتاح یاسر وايي د دغو نیوکو دروند تاوان یې لنډ کړ. ښاغلی یاسر مات سر او په وینو لړلی د بي بي سي دراوزې ته راغی او ویې ویل، چې د خپلې یادې لیکنې له خپرېدو وروسته د کرېکټ بورډ رییس شهزاده مسعود پرې تشدد کړی.

د خواله رسنیو او انټرنېټي وېبپاڼو کاروونکو، تبصرې، نظر څرګندونې او لیکنې په ټوله کې او په ځانګړې توګه افغانستان غوندې هېوادونو کې، چې حقوقي مرکزونه او د رسنیو د څارنې ادارې په کې نوې او ناتوانه دي، ځینې مهال خورا لویې ناندرۍ رامنځ ته کوي.

د رسنیو برخه کې له خپل یوه پخواني کارکوونکي سره د افغانستان کرېکټ بورډ د مشرتابه شخړه او فزیکي اخ وډب له قضیې سره د سلوک یوه داسې بېلګه ده، چې باید په ایډیال حالت کې د قانوني سرچينو له لوري ارزول شوې وای.

نورمحمد سعید پخپل راپور کې لیکي، د تېرو څو وروستیو کلونو په مودې کې ټولیزو رسنیو، وېبلاګونو او وېبپاڼو، افغانانو ته په ټول کې او په ځانګړې توګه خبریالانو ته د اظهار یوه پراخه زمینه برابره کړې ده.

افغانان د خپل نظر څرګندولو لپاره او یا هم پر حکومتي چارواکو او غیر حکومتي ادارو او اشخاصو د نیوکو لپاره د همدې ټولیزو رسنیو غیږ ته پنا وړي او له همدې لارې خپل غږ دولت او نورو ته رسوي.

خو دا چې د دغه ډول څرګندونو او لیکنو د څار اړوند ادارې له بشپړه ځواکه برخمنې نه دي، ځکه نو د اشخاصو د سپکاوي او د تور او تهمت پورې کولو دغه ډول ډېرې لږ قضيې تر محکمو پورې رسېږي، بلکې زیانمن کسان قانون په خپل لاس کې اخلي، خپله څارنوال کېږي، خپله قضاوت کوي او سزا ورکوي.

په دغسې یوه حالت کې د افغانستان د کرېکټ ادارې یوه ګوښه شوي کارکوونکي د بورډ د مشر او ولسمشر حامد کرزي د سلا کار شهزاده مسعود او نورو مشرتابه غړو پر کړنو په خورا ترخه لهجه نیوکې کړې او د لیکنې په بڼه يې پر خپله فېسبوک پاڼه او یوه بله ویبپاڼه خپرې کړې دي.

خو عبدالفتاح یاسر وايي د دغو نیوکو دروند تاوان یې لنډ کړ. ښاغلی یاسر مات سر او په وینو لړلی د بي بي سي دراوزې ته راغی او ویې ویل، چې د خپلې یادې لیکنې له خپرېدو وروسته د کرېکټ بورډ رییس شهزاده مسعود پرې تشدد کړی.

د ښاغلي یاسر په وینا کرېکټ ادارې کې د ضعیف مدیریت او فساد ثبوتونه لري او قانوني ادارو ته به یې وسپاري، خو نوموړي په ډاګه و نه ویل، چې تر اوسه یې ولې داسې نه دي کړي.

بل لور ته په غبرګون کې ښاغلي شاهزاده مسعود بي بي سي ته وویل، ښاغلی یاسر یې د بې کفایتۍ له کبله له دندې ګوښه کړی او دا چې هېڅ ډول تشدد یې نه دی کړی، بلکې ښاغلي یاسر د ده ګریوان ته لاس واچاوه:

' زه د ده د عکاسۍ دوکان ته ورغلم، د فوټونو کاپۍ لپاره، ده نه وړه نه یې راوړه، وايي زه خو درپسې دغسې لیکنې کووم، اوس یې هم کووم بیا به یې هم کووم، ما ورته وویل، چې د بیان ازادۍ حق لرې، خو که دروغ تورونه راباندې پورې کوې، بیا دې د قانون منګولو ته سپارم، دې سره راپاڅېد او زما ګریوان ته یې لاس واچاوه. راسره موجود ورور مې پورې واهه او د عکسونو پر چوکاټونو ورولوېد، چې خوږ شو او وروسته مې حوزې ته معرفي کړ.'

خو دا چې له اسنادو او ثبوتونو پرته داسې لیکنو سره، چې اشخاصو ته په کې سپکاوی کېږي او پرې تورونه لګول کېږي، قانوني چلند څنګه دی ایا دغه تورونه د زور له لارې سپينيږي او که له قانوني لارې.

دغه پوښتنه مو د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي په وړاندې کېښوده.

' ګواښل، وهل ټکول دا په خپله قانون کې جرم دی او هېڅوک حق نه لري، بل شخص ووهي، وډبوي او یا ګواښ ورته وکړي، خو د افغانستان لویه څارنوالۍ له ټولو ژورنالستانو هیله کوي، چې تر څو تثبیت شوي اسناد او ثبوتونه و نه لري، باید د هېچا په باب داسې څه و نه لیکي، چې هغه موضوع ثابته نه وي. '

افغان حکومت د رسنیزو مخالفو ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکلی. دغه کمېسیون دنده لري هغه شکایتونه وارزوي، چې د رسنیو د مخالفو په لړ کې ورته وړاندې کېږي او د تورونو کسانو دوسیې د نورو څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته ولېږي.

خو ایا دغه کمېسیون د ټولو هغو بېلابېلو وېبپاڼو د کنټرول او څارنې توان لري، چې د اکثرو مرکزونه له هېواده بهر دي، په اړه یې معلومول ګران کار دی.

ورته مطالب