فراه ولايت کې یو شمېر زندانيانو اعتصاب کړی

Image caption مخکې داسې راپورونه وو چې د فراه محبس شاوخوا ۱۷۰ بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی

د افغانستان په سويل لويديځ فراه ولايت کې چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يو شمېر زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د فراه د زندان مدير عبدالقيوم بي بي سي ته وويل، څلور ورځې وړاندې ۲۰ تنو زندانيانو له دې امله اعتراض وکړ چې د ولسمشرۍ د عفوې په فرمان کې نه دي شامل شوي.

دی وايي: ''له تېرې ورځې راپديخوا دوی ځينې نور کسان په جبر او يا هم قناعت ورکولو له ځان سره يو ځای کړي او د يوه بلاک دروازه يې په ځان پسې تړلې ده''.

د ده په خبره، تر اوسه په کره ډول نه ده مالومه چې دمګړۍ څومره زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی، خو د ده په وينا ممکن شمېر يې ۳۲ ته رسېدلی وي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د فراه محبس شاوخوا ۱۷۰ بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د فراه د محبس مدیر عبدالقيوم وايي، د لوی اختر په مناسبت د ولسمشرۍ د وروستي صادر شوي فرمان پر بنسټ ځينې بنديان خوشې شوي او د ځينو سزاګانې کمې شوې، خو يوه ډله له دې پاتې دي.

ده وویل اعتصاب کوونکي د هغو کسانو له ډلې دي، چې نيمايي قیدونه يې په تېرو فرمانونو کې بښل شوي او نه شي کولی له اوسنيو فرمانونو هم ګټه واخلي.

اوسمهال د فراه په زندان کې ۷۲۸ کسه بنديان دي.

دوه مياشتې وړاندې هم شاوخوا ۱۸۰ کسانو د فراه په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی وو، او دليل يې دا وو چې د بښنې په فرمان کې نه دي شامل شوي.

اعتصاب زندان ته د يوه حکومتي پلاوي له ورتلو يوه اوونۍ وروسته له هغه پای ته ورسيد، چې پلاوي د زندانيانو د غوښتنو د پلي کېدو ژمنه وکړه.

له دې وروسته په هرات زندان کې هم بندیانو په همدې موخه اعتصاب وکړ، چې حکومتي پلاوي د ژمنو په ورکولو پای ته ورساوه.

ورته مطالب