د امریکا او افغانستان امنیتي تړون، د عراق تجربه او د ایران لیدلوری

Image caption د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکاریو تړون تېر کال لاسلیک شو

د امریکا متحدو ایالتونو ته د ترهګرو ډلو پروړاندې د امریکا د همکارۍ جلبولو لپاره د عراقي لومړي وزیر نوري المالکي سفر له دې اړخه مهم و، چې د عراق حکومت ونه شوای کړای چې له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر موافقې ته ورسېږي.

د دغو خبرو ناکامي له عراقه د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو تمامه شوه. تر هغه وروسته د دولت ضد ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو مذهبي رنګ واخیست چې هره ورځ به بریدونه کېدل او له عراقي عامو وګړو یې د ارامۍ احساس واخیست.

اوس پوښتنه دا ده چې ایاد امریکا متحده ایالتونه او افغانستان هم د عراق – امریکا تجربې ته نژدې کېدونکي دي، او که کومې موافقې ته به سره ورسېږي؟

د اوسنۍ لانجې اټکل

امریکا او افغانستان په ۲۰۱۲ کال د ستراتیژيکو همکاریو پایداره تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځيانو د کمولو تر چارې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو غځولو لپاره لاره هواروي.

د دغه تړون په لړ کې موافقه وشوه، چې د دغه تړون امنیتي برخه، چې د امنیتي تړون په نامه یادېږي، تر راتلونکي یوه کاله پورې د دواړو لورو له خوا په دقیقه توګه وارزول او لاسلیکېدا ته چمتو شي. د دواړو خواوو ترمنځ د دغه تړون متن بڼه وروستي پړاو ته رسېدلې ده او اټکل دی چې افغانستان دغه تړون د مشوري لویې جرګې ګډونوالو ته د بحث لپاره وړاندې کړي.

مشورتي لویه جرګه د نومبر پر ۲۱ (عقرب/لړم ۳۰) پیلېږي.

د دغه تړون عمر لس کاله دی، چې افغانستان کې د امریکا د راتلونکي رول په څېر له افغان حکمت سره د سلامشورې او همکارۍ، د اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو پراخه کول، بنسټ جوړونه، سیمه ییزه او امنیتي همکاري، د روغتیا څارنې پروګرامونه، روزنه او داسې نور مسائل پکې راځي.

امریکا د ناټو له چوکاټ بهر افغانستان ته د یوه اصلي متحد په سترګه ګوري، چې دغه بدلون کابل ته یوه ښه زمینه ورکوي چې د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات راونیسي او دغه هېواد ته یې د صادرولو اسانتیاوې برابرې کړي.

د امریکا د اصلي متحد کېدو مقام افغانستان ته د دفاعي سرچینو لاسرسي داسې وړتیا ورکوي، چې وکړای شي د ځانګړو پوځي روزنو او وړتیا لوړولو په شمول د امریکا له مرستو برخمن شي. امریکا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په مقابل کې، افغان حکومت هم د ستراتیژيک تړون په لړ کې یو لړ امریکايي غوښتنې منلې دي، چې خپل حکومت به پیاوړی او ځواب ویونکی جوړوي، شفافیت به راولي، د ښځو او نارینه وو ترمنځ، مذهبي او قومي توپیر پرته د ټولو افغانانو ساتنه به کوي.

د ایران غبرګون

د ایران اسلامي جمهوریت څو-څو ځلې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، په تېره بیا امریکايي هغو له حضور څخه ناخوښي ښوولې ده.

د ایران اندېښنه له لوېديځ او امریکا سره د احتمالي دوښمنانه غبرګون له اړخه ده. خو افغانستان کې د امریکا حضور ته په کتلو سره د ایران دغه اندېښنه ډېره پرځای نه ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور له ورځې راهیسې، د ایران سرحدونه هېڅکله تر ګواښ لاندې نه دي راغلي.

برعکس، امریکایانو د ایران دوښمن (طالبان) پرته له دې چې له ایرانه پرې امتیاز او مرسته وغواړي، له واکه لیرې کړل.

که چېرې د موافقې له مخې، امریکایان افغانستان کې نسبي امنیت او سیاسي ټیکاو راوستلی شي، ایران به هغه لومړنی هېواد وي چې د افغانستان له ارامۍ ښه ګټه واخلي.

د دغه هېواد ختیځې پولې د ایران د سولې او امنیت لپاره حیاتي بڼه لري. له افغانستان سره د امریکا اقتصادي او مسلکي مرستې د دوه اړخیزه همکاریو د تړون په چوکاټ کې د ایران پر اقتصاد هم مثبت اغېز کړی دی.

په داسې حال کې چې د روحاني حکومت د ایران د رهبرۍ په موافقې له لوېديځې نړۍ سره د خپلو اړیکو د ټینګښت هوډ لري، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیت راتلو برخه کې د ایران مثبته همکاري او له امریکا سره په دې اړه کړه همکاري د ایران د اتومي لانجمن پروګرام پر سر پر خبرو هم مثبت اغېز کولی شي.

د افغانستان، ایران، پاکستان او امریکا څلور اړخیزې همکارۍ چوکاټ په پای کې د سیمې د سولې او امنیت لپاره دی.

که چېرې کابل او واشنګټن د امنیتي تړون پر سر موافقې ته سره ونه رسېږي، ایران شاید لا نورې ګوښې ته ایسار پاتې شي. دا وینا هم له امکانه ډېره لیرې ده، چې ګني ایران غواړي افغانستان کې د امریکا ځای ونیسي او هره هغه مرسته چې واشنګټن یې له افغانستان سره کوي، تهران به ملا ورته وتړي.

ایران څرنګه کولای شي چې خپل ځواکونه د افغان حکومت په اختیار کې ورکړي، داسې چې هم د افغانستان او پاکستان پر پوله له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او عمل عملیات مخته بوځي، هم هغه اقتصادي، ټولنیزې، پوځي او سیاسي ژمنې عملي کړي، چې امریکا پر غاړه اخیستې دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د بې باورۍ فضا که څه هم د هېواد د چارواکو په ژبه نه رابهر ته کېږي، خو په ښکاره ددې لامل شوی چې دواړو هېوادونو د وګړو او ولسونو په ذهنونو کې یې ځای نیولی دی.

د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي تړون د افغانستان پر راتلونکو بېلابېلو اړخونو مثبت اغېز لرلی شي.

که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه امنیتي تړون وشي، امریکا به افغانستان کې د خپل اوږدمهاله پات کېدو لپاره میلیاردونه ډالر همکارۍ ته اړ او وهڅول شي، خو ځاني تلفات هم له امکانه لیرې خبره نه ده.

په داسې ورځو کې چې امریکا د سیمې د ګرمو لانجمنو مسائلو ځان په څنګ تېروي، افغانستان هم د امریکا دا پام ځان ته اړوي، چې د امریکا په نظر بیا به د سپتمبر د یوولسې پېښه نه تکرارېږي.

ورته مطالب