"سلګونه شرکتونه په ناقانونه ډول افغان کانونه وباسي"

Image caption ويل کېږي افغانستان د کاني زېرمو له مخې شتمن هېواد دی

د افغانستان روڼاوي د څار بنسټ ويلي چې اوسمهال ۱۴۰۰ شرکتونه د افغانستان کان ايستلو ناقانونه چارو کې ښکېل دي.

د دغه بنسټ چارواکو په وینا دغه شرکتونه تر ‌ډېره د زورواکانو، سيميزو قومندانانو او ان د افغانستان ملي شورا د يو شمېر غړيو دي.

خو لکه څنګه چې مصطفی سالک له کابله په خپل راپور کې وايي، د افغانستان کانونو وزارت دعوه کوي چې ګواکې د دغو ناقانونه کان ايستنو ۷۰ سلنه چارې بندې شوې او په لنډ وخت کې به دا کچه صفر ته ښکته کړي.

د روڼاوي د څار دغه بنسټ يوه تن چارواکي جاويد نوراني بي بي سي ته وويل چې دغه ۱۴۰۰ شرکتونه تر ډېره، په ناقانونه ‌ډول په دغه هېواد کې له بېلو سيمو سره زر، مالګه، د ډبرو سکاره، ارزښتناک او ودانيز کاڼي او نور وباسي او بهرنيو هېوادونو ته یې لېږدوي.

ښاغلي نوراني وويل چې دغه شرکتونه له زورواکانو، سيمزو قومندانانو او ان د افغانستان ملي شورا له یو شمير غړو سره تړاو لري.

"۱۴۰۰ شرکتونه په افغانستان کې په ناقانونه ډول د کانونو نه توکي راوباسي، چې په دې کې د ډبرو سکاره، کرومايټ، قيمتي کاڼي، دا ټول په ناقانونه توګه را ايستل کېږي او بهر ته ځي".

د افغانستان کانونو وزارت بي بي سي ته ومنله چې په رښتيا هم ددغه هېواد یو شمېر کانونه په ناقانونه ډول ايستل کېږي.

د ياد شوي وزارت وياند رفيع صديقي وويل چې په دې برخه کې یې پلټنه کړې، او د هغو کسانو يو نوملړ يې د خپل وزارت د وېبپاڼې له لارې خپور کړی چې په ناقانونه کان ايستنو کې لاس لري.

ښاغلي صديقي وويل چې ګواکې اوسمهال یې د ۷۰ سلنه ناقانونه کان ايستنو مخه نيولې او په وینا یې ژر به دا چاره د نشت کچې ته ښکته کړي.

"دغه کانونه چې په خپل سر ايستل کېږي، کچه يې ۶۰ يا ۷۰ سلنه راټيټه کړې ده. اوس څه پاتې ده، او صفر کچې راټيټولو کې يې موږ له امنيتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوو."

خو د افغانستان روڼاوي د څار بنسټ بيا وايي چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي د دې شونتيا ډېره ده، چې د کانونو ناقانونه ايستل نور هم ډېر شي.

دغه بنسټ له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دغه کار د مخنيوي په موخه ځانګړي ګامونه اوچت کړي.

ورته مطالب