امنیتي تړون د چا په ګټه دی: افغانستان که امریکا

Image caption د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرو په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو استول هم بله هغه چاره ده چې د ترهګرۍ پرضد د امریکا مبارزه چټکه کولای شي.

د راتلونکې اونۍ په سر کې شاوخوا ۲۵۰۰قومي مشران، سیاستوال، د پارلمان غړي، د ولسمشرۍ نور نوماندان او ولسمشر حامد کرزی په دودیزه مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي او له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر بحثونه کېږي.

دوی به یا له امریکا سره امنیتي تړون تایید کړي او یا به نورې لارې چارې وړاندې کړي.

د افغانستان لپاره دغه تړون ډېر مهم دی، چې په لړ کې یې امریکا ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته، افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو لپاره اجازه ورکوي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کېدل د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د نورو غړو هېوادونو د پوځيانو پاتې کېدو لپاره هم مهم دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون نه کېدل په دې معنا دي چې تر ۲۰‍۱۴ کال وروسته نه یوازې امریکايي ځواکونه افغانستان کې نه شي پاتې کېدی، بلکې اړوند ټول بهرني ځواکونه هم باید له افغانستانه ووځي.

د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي تړون نه لاسلیکېدو په صورت کې، د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه یا (ANSF) باید په بشپړه توګه پر خپل ځان متکي وي. د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستانه ووځي –که نه نو- ایساف ځواکونه به دا کار مخته بیايي.

د امریکا او ایساف قومندانان پر دې باور دي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د دوی او لوېديځ همکاري لاهم یو ضرورت دی، چې د همکارۍ د نشتوالي په صورت کې د افغانستان امنیت ډېر کمزوری کېدی شي. امریکا افغانستان کې ډېره پانګونه کړې او سلګونه پوځيان یې وژل شوي، همدا ده چې خپلې قربانۍ او لګښتونه نه شي هېرولی.

په پایله کې، امریکا نه غواړي د افغانستان امنیتي وضعیت کمزوری شي، په تېره بیا دغه هېواد یوځل بیا د جنګي جګړو ناخوالو ته کش کړل شي.

د امریکا چارواکي هم پر دې باور دي چې دغه هېواد لاهم هېواد یې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مهم هدفونه لري؛ ځکه ګومان کېږي چې لاهم په دغه هېواد کې د القاعدې شاوخوا اویا زره جنګیالي فعال دي.

دغه جنګیالي د امریکايي او لوېديځو اهدافو پرضد پوځي ګوزارونه کوي، که چېرې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شي –د بېلګې په توګه، د هېواد ځینې برخې د طالبانو لاس ته ولوېږي، یا د هېواد په ځينو برخو کې تاوتریخوالي ډېر او یا بانفوذه کسان د جګړې ناخوالو ته راکش کړای شي- شاید اورپکي یوځل بیا د خپل ځان د پټولو لپاره ځای ومومي.

امریکا غواړي چې د دا ډول ناوړه وضعیت د راتلو مخه ونیسي.

د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرو په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو استول هم بله هغه چاره ده چې د ترهګرۍ پرضد د امریکا مبارزه چټکه کولای شي.

پر دې سربېره، د امریکا د کانګرېس په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکي پر دې باور دي چې امریکا باید په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.

هم د امریکا خلک او هم یې په کانګرېس کې ډېری استازي پر دې باور دي چې امریکا ته په سیمه کې د ترهګرۍ ډېر ګواښونه متوجه دي، او اوس دا وخت راغلی، چې پوځيان یې خپل هېواد ته ستانه شي، خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړي، د خپل اقتصاد پیاوړتیا غم وخوري.

که چېرې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي، ډېری سیاستوال او امریکايي وګړي به په هېڅ ډول د نارامۍ احساس ونه کړي.

دیپلوماتیکه ترینګلتیا

په ۲۰۱۳ کال د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرو د دواړو هېوادونو پر دیپلوماتیکو اړیکو هم خړه فضا خوره کړې وه، امریکايي دیپلوماتانو هیله لرله چې دا تړون به د ۲۰۱۳ تر اکتوبره لاسلیک شي، خو تر هغه وخته هېڅ ونه شول.

پر همدې مهال، د کار له پیله نژدې ۸۰ سلنه د موافقې ټکي چمتو شوي، خو افغان لوری د لا نورو غوښتنو منل کېدل غواړي. په ځانګړې توګه درې موضوعات د خبرو د پرمختګ مخه ډب کوي:

د افغانستان مرکچیان له امریکا غواړي چې د پاکستان پوځي مداخلې په مقابل کې دوی ته ضمانتونه ورکړي، چې په دې صورت کې به امریکا پر پاکستان برید کوي. امریکایی لوری بیا له دا ډول غوښتنې سره کلک مخالفت ښيي.

د افغانستان بله غوښتنه دا ده چې امریکا باید له افغانستان سره د څو اړخیزو، کلکو او مشخصو مالي همکاریو ژمنه وکړي، چې دا غوښتنه هم د امریکا له اساسي قانون سره مخالفت لري او د امریکا کانګرېس بهرنۍ مرستې په کلنۍ کچه ټاکي.

د امریکايي ځواکونو د قضايي مصؤونیت موضوع یوه له هغو لانجمنو موضوعاتو ده چې له کبله یې امریکا خبرو ته زړه نه ښه کوي، او افغانستان هم د دې موضوع په اړه پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې مصؤونیت له منځه یوسي او امریکايي پوځيان په افغان محکمو کې محاکمه شي.

امریکا په زیاترو هغو هېوادونو کې چې هلته یې پوځيان استولي، د قضايي مصؤونیت غوښتنه کړې ده، د افغانستان په څېر یوه هېواد کې، چې په پراخ مالي او اداري فساد تورن دی، څارنوالۍ یې د یوې قضیې په تړاو پوره اسناد او دلایل نه شي راغونډولی، مدافع وکیلان یې کمزوري دي، عدالت معمولاً خرڅېدلی شي، همدا ده چې امریکا د قضايي مصؤونیت په موضوع کې لنډ ګام نه اخلي.

په پایله کې، د قضايي مصؤونیت د ضمانت نشتوالي په صورت کې، امریکا افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو ته زړه نه ښه کوي. د قضايي مصؤونیت موضوع به هم د مشورتي لویې جرګې د بحث یو مهم ټکی وي.

بېلابېل ستراتیژيک لیدلوري

د ولسمشر حامد کرزي او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر سر لانجمن بحثونه د دواړو د ستراتیژيکو لیدلورو د ژور اختلاف لامل شوي دي. ښاغلی کرزی له امریکا غواړي چې پر پاکستان خپل فشار تر هغې کچې ډېر کړي، چې د ترهګرو او طالبانو له ملاتړ او افغانستان ته یې له راستولو لاس نه وي اخیستی.

امریکایان هم هڅه کوي چې پاکستان پخپله خاوره کې د ترهګرو (یا افغان طالبانو) له ملاتړه راوګرځوي، خو په عین حال کې باوري دي چې د افغان امنیتي ځواکونو کمزوري کېدل او کمزورې حکومتوالي دې ته لاره هوارولی شي چې دغه هېواد یوځل بیا کورنیو جګړو ته ورټېل وهل شي.

د افغانستان ولسمشر پر دې باور دی، چې امریکا نه غواړي له افغانستانه ووځي؛ ځکه چې له دغه هېواده په ګټې اخیستلو، هغه هم د ترهګرۍ پرضد جګړې په نامه او پلمه په مرکزي اسیا کې د چین او روسیې پروړاندې د ''نوې لویې لوبې'' پیلولو ته لاره هواره کړي.

د ولسمشر حامد کرزي په وینا، د امریکا ټول پام همدې موضوع ته ګرځول شوی دی، خو د کرزي دغه لیدلوری بیا په سیمه کې د امریکا له ظاهري لیدلوري او حضور سره ورته والی نه لري.

حامد کرزي وړاندې هم د بهرني سیاست په تړاو له ایساف او امریکا سره لفظي شخړې کړې دي، او په ښکاره د روسیې، چین، ایران او هند د دوستۍ خپلولو په لټه کې دی، او غواړي چې د ناټو او امریکا پروړاندې له دغو هېوادونو د سپر کار واخلي. دغه سیاست له ځان سره خطرونه هم لري، ځکه چې په افغانستان کې د امریکا د حضور د دایمي کېدو لپاره ګواښ جوړولی شي.

پوځي پایلې

د افغانستان لپاره د دوه اړخیزه تړون یوه ګټه دا کېدلی شي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره نړیوال ملاتړ ډېر او دوامداره شي. د تېر کال له جون میاشتې ر اهیسې کله چې د هېواد ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي، دغو ځواکونو له تاکتیکي پلوه ښه کار کړی دی.

خو د ولسي وګړو لپاره بیا دې کار د طالبانو بریدونه ډېر قیمتي تمام شوي او امنیتي وضعیت لا نور خراب شوی، او ځینې حکومتي سیمه ییز چارواکي او ولسي وګړي یا د طالبانو په لاس وژل شوي.

افغان ځواکونه لا هم له جدي ستونزو سره مخامخ دي، په ۲۰۱۳ کال د افغان امینتي ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، چې جبیره کول یې دغو ځواکونو ته لویه ننګونه ده. لوی لاملونه یې د افغان ځواکونو لیکو کې د کافي روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی دی، هوايي ځواک یې لاهم کمزوری دی، او زیاتره ټپیان یې لاهم د ځمکې له لارې لېږدول کېږي. او په ټوله کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ له ډېرو کمبودیو سره مخامخ دی.

لوژستیکي سیستم یې ډېر کمزوری دی، چې اصلي ستونزه یې مالي او اداري فساد ګڼل کېږي. نه یوازې لوژستیکي برخه کمزورې ده، بلکې امنیتي ځواکونو د ننه د کمزورۍ اصلي لامل واک ته د رسېدا لپاره د واک شوقیانو د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا ته شا کړې ده.

د ځواکونو ترمنځ د استخباراتو او معلوماتو سیستم هم یوه نړۍ ستونزې لري، او د لېږد پروګرام کې یې لویې ننګونې دي. په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا او نړیوالې ټولنې پوځي حضور باید د افغان ځواکونو د ملاتړ، همکارۍ او روزنې په چوکاټ کې وي.

ان که چېرې امنیتي تړون لاسلیک هم شي، څرګنده نه ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان کې څومره امریکايي او ایساف ځواکونه پاتېږي. د ایساف مخکنیو قومندانانو او د افغانستان د مسائلو کارپوهانو افغانستان کې د ۱۵۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ناټو پوځيانو د پاتې کېدو وړاندیز کړی.

که هر څه وي، تر ټاکل شوي مهال وېش وروسته ایساف ځواکونه له افغان ځواکونو سره مټ په مټ په مخامخ عملیاتو کې د ګډون اجازه نه لري. تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د دوی رول په سلامشوره، روزنه او ملاتړ ورټول وي.

په دې توګه، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د افغان ځواکونو دنده لا پسې په تدریجي ډول سختېږي، خو که چېرې ټول بهرني ځواکونه ووځي، د افغان ځواکونو دنده دوه برابره سختېدونکې ده.

سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنې

افغانستان کې د لوېديځ پوځي حضور دایمي کېدل له رواني پلوه د ګڼو افغانانو روحیه پیاوړې کولی شي، خو زیاتره افغانان بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي وضعیت د ناوړه کېدو په سوچ کې دي، چې دغه ډول وضعیت د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ پر ټاکنو هم منفي اغېز کولی شي.

د دغو ټاکنو د امنیت نیولو چاره یوازې د افغان ځواکونو پرغاړه ده، او لوېديځ پوځيان به یې د ملاتړي رول ولري.

طالبان د دوه اړخیز تړون له لاسلیکېدو سره سخت مخالف دي. لکه څرنګه چې دوی په هېواد کې د لوېديځ له هر ډول پوځي حضور سره مخالف دی. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مساله هم د طالبانو پوځي مورال پیاوړی کولی شي، او په پایله کې د هغو افغان ځواکونو پروړاندې جګړه دوی ته نوره روحیه هم ورکولی شي، چې د لوېديځو هېوادونو له ملاتړه برخمن نه وي.

په پایله کې، د ۲۰۱۴ کال پای کې له افغانستانه د امریکايي او ایساف ځواکونو په وتلو سره، له طالبانو سره د خبرو امکان ډېرېدلی شي، خو جګړه به وي، او د ځواکونو په وتلو سره طالبان دې ته هڅول کېږي، چې خپل د پخلاینې د خبرو لپاره شرطونه په ډاډه زړه وړاندې کړي، او د موافقې په صورت کې دوی لا ډېر او یو امتیازونه واخلي.

Image caption د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرو په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو استول هم بله هغه چاره ده چې د ترهګرۍ پرضد د امریکا مبارزه چټکه کولای شي.

که چېرې له افغانستانه د ټولو پوځيانو د وتلو پرېکړه وشي، طالبان شاید د سولې خبرې تر ۲۰۱۵ پورې وځنډوي او ان شاید طالبان په دې سوچ کې هم شي، چې کولای شي له نظامي پلوه د بهرنیانو په نشتوالي کې ګڼې سیمې نیولی شي او د سولې خبرو ته هېڅ اړتیا نه لري.

همداشان، تر ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، د طالبانو او یا نورو افغان قومي او سیاسي ډلو ترمنځ د مخکنیو موافقو تر پښو لاندې کول هم ډېر امکان لري.

له ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیو ځواکونو وتل او یا پاتې کېدل مهم اقتصادي تاثیر هم لري، د لوېديځ د وتلو په صورت کې افغانستان په روان ۲۰۱۳ کال کې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ شو، او په ۲۰۱۴ کال کې به شاید اقتصادي وده ټکنۍ وي.

احتمالاً افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته، له ډېرو اقتصادي ننګونو سره مخامخېدونکی دی، چې لویه ننګونه یې په کور د ننه د کار او شغل کمېدا ده، ځکه که بهرنیان ووځي، له دوی سره افغان کار کوونکي به بې روزګاره شي.

شاید دا وېر هم ډېره شي چې د بهرنیانو په وتلو سره افغانان په کور د ننه پانګونې ته زړه ښه نه کړي او بهر کې د پانګونې غم وخوري. امریکا او نړیواله ټولنه له افغانستان سره ژمنه لري چې تر راتلونکو څو کلونو پورې به خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي، او له کابل بهر ځینې مهمې پروژې به نیمګړط نه پرېږدي، خو دغه پروژې د اړوندې سیمې پر امنیت پورې اړه لري.

خو تریخ حقیقت دا دی چې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو پارلمانونه تر ډېره په هغو سیمو کې معمولاً مرستې کوي، چې پوځيان یې په ه کې مېشت دي، او واشنګټن په اسانۍ سره له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره کړې ژمنې هېرې کړي.

ورته مطالب