م.م: ۲۰۱۳ کال کې نژدې ۱۲۰۰۰ طالبان وژل شوي

Image caption د ملګرو ملتونو رپوټ وايي افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه درې برابره لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې روان کال کې نژدې ۱۲ زره طالبان او شاوخوا دوه زرو افغان سرتیري او پولیس وژل شوي دي.

رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی، تر څو چې مخالیفین ناقانونه مالي سرچینو ته لاس رسی ولري په افغانستان کې به ناامني او تاوتریخوالی روان وي.

سره له دې چې هر کال زرګونه طالبان وژل کېږي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه درې برابره لوړه شوې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو ۸۰ ٪ مرګه ژوبله له هغو ماینونه نه رامنځ ته کېږي چې طالبان یې په کورونو کې جوړوي. دوی د دغو پرمختللو بمونو په جوړولو کې ډېر مهارت تر لاسه کړی.

ملګروملتونو په خپل دغه رپوټ کې خبرداری ورکړی چې ډېر خطر او ګواښ اوس د هغو چاویدونکو موادو په اړه دی چې په افغانستان کې دي او افغان حکومت غواړي د خپلو معدنیاتو په راویستلو کې ترې کار واخلي.

رپوټ کې راغلي که دغه مواد د حکومت مخالفینو لاس ته ورشي ښايي ډېر خطرونه ورسره مل شي.

ملګروملتونو له افغان حکومته غوښتي چې د دغو چاودېدونکو موادو خوندي ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.

ناقانونه پیسې

په رپوټ کې چې طالبانو په ٢٠١٢ کال نژدې ۱۵۵ میلیونه ډالره له مخدره موادو نه ترلاسه کړي دي.

د رپوټ له مخې ترهغه چې دغه راز نا قانونه سرچينې موجودې وي ورسره به ناامنۍ روانې وي.

سره له دې چې رپوټ په افغانستان کې د ناامنۍ زیاتوالي ته اشاره کړې زیاتوي چې طالبان کوم د یادونې وړ لاس ته راوړنې نه لري.

د سولې د پروسې په اړه په رپوټ کې لیکل شوي، که څه هم د دې امکان شته چې طالبان د سولې په پروسه کې برخه واخلي خو خبرداری یې ورکړ چې خبرو ته چمتو یا لیواله کسان د هغو کسانو لاس لاندې کار کوي چې جګړې ته ژمن دي.

ورته مطالب