'له کونړ او ننګرهار پرته افغانستان له ګوزڼ پاک دی'

Image caption موږ د پولیو له منځه وړلو لپاره په بشپړ ډول په سمه لاره روان یوو. ریک پيپر کورن

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي، په افغانستان کې له کونړ او ننګرهار ولایتونو پرته، په ټول هېواد کې د ګوزڼ پېښې ختمې شوې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي اتیا سلنه راکمه شوې ده.

افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر، ریک پيپر کورن له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې لاهم په افغانستان کې د ګوزن د بشپړ مخنیو لپاره لویه لاره په مخ کې پرته ده.

له نوموړي سره کابل کې زموږ همکار سید انور مرکه کړې، چې پښتو بڼه یې حفیظ الله معروف چمتو کړې ده. د روغتیا سازمان مشر لومړی په افغانستان کې د پولیو د کمپيان پر وضعیت خبرې وکړې.

' اجازه راکړئ، لومړی دا ووایم چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج له منځه وړلو نوښت، په دغه هېواد کې یو بریالیتوب دی. موږ د پولیو له منځه وړلو لپاره په بشپړ ډول په سمه لاره روان یوو. خو لا هم ګڼ خنډونه په مخ کې لرو، چې باید لرې یې کړو.'

پوښتنه: کېدای شي لږ نور هم پر دې تم شئ، چې د دغه بریالیتوب دلایل څه وو او په کومه کچه د ګوزڼ پېښې راکمې شوې دي ؟ ځکه لا د غزني، کونړ او نورستان په څېر ولایتونو کې خلک شکایت کوي، چې د پولیو کمپاین یې سیمو ته نه دی ورغلی؟

ځواب: هو، ښه ټکي ته مو پام شو. لومړی باید دا ووایم، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو پېښې نژدې ۸۰ سلنه راکمې شوې دي.

اوسمهال موږ د افغانستان په ختیځوسیمو کې د پولیو نهه پېښې لرو، خو مهم ټکی دا دی، چې ولې په افغانستان کې د پولیو واکسین بریالی دی؟

زما له نظره ښايي مهم دلیل یې دا وي، چې د حکومت، نادولتي بنسټونو، له ملګرو ملتونو سره تړلې ادارې او مرسته کوونکي بنسټونه په بې پرې ډول د دغه پروګرام بشپړ ملاتړ کوي، ځکه دا دماشومانو پروګرام دی او همدغه یې د بریالیتوبونو مهم لاملونه دي.

د پولیو دکمپاین د ښه پرمختګ لپاره د ډېرو نورو بنسټونو ترمنځ هم همغږي شته او موږ یو ځای کار کوو، ان په هغو سیمو کې هم، چې لاسرسی ورته ډېر ګران دی.

پولیو او روغتیا یوه بې پرې موضوع ده او موږ باید په افغانستان کې روغتیايي وضعیت لا ښه کړو. موږ باید په افغانستان کې د پولیو ريښې وباسو ځکه دا موضوع د درک وړ ده او ټول اړخونه دې ته ژمن دي، چې دا د افغانستان د بریالیتوب کلي ده.

پوښتنه: تاسې تازه له کندهاره راستانه شوې یاست، هلته د تېرو کلونو اوږدو کې د لرې پرتو سیمو خلکو شکایت کاوه، چې د ناامنیو او د حکومت مخالفانو د اغېز له امله د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې شوي دي، اوس تاسو ته هلته حالت څرنګه ښکاریده؟

ځواب: فکر کوم اوس په حالاتو کې بدلون راغلی، ځکه د دولت په مرسته نړیوالو روغتیايي سازمانونو، یونیسف او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له ټولو مخالفو ډلو سره خبرې کړې دي او اوسمهال د واکسیناسیون پروګرامونه پلې کېږي او دهغو ماشومانو شمېر، چې د پولیو له واکسینه پاتې کېدل، خورا کم شوی دی.

خو باید ووایم چې یواځې څو زره ماشومان له واکسینه محروم پاتې دي. نژدې یو کال کېږي، چې د افغانستان جنوبي زون ل ګوزڼه پاکه سیمه بلل کېږي او دا یوه استثنايي موضوع ده ځکه په دغه سیمه کې ډېرې اندېښنې وې. دارنګه په افغانستان کې دڅارنې یو پیاوړی سستم شته.

د جوماتونو له امامانو نیولې، تر ښوونکو او مېندو او پلرونو پورې ټول، که کومه پېښه ګوري، چارواکو ته یې سملاسي خبر ورکوي.

پوښتنه: په ځینو سیمو کې د ګوزڼ د واکسین پروړاندې مهم خنډ د حکومت د وسله والو مخالفانو شته والی بلل کېږي، ایا کله هم د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په جنوب او ختیځ کې له وسله والو سره لیدلي او له هغوی مو غوښتنه کړې، چې د پولیو کمپاین مخه و نه نیسي؟

ځواب: د روغتیا نړیوال سازمان مخامخ دغه کار نه دی کړی. خو موږ ډېر همکاران لرو چې موږ سره په سیمه کې کار کوي.

د بېلګې په ډول د سره صلیب نړیواله کمېټه زموږ پیاوړی ملګری دی، چې په دغه سیمو کې له موږ سره کار کوي.

دا رنګه روحانینون، عالمان او د ټولنې نور خلک له موږ سره په اړیکه کې دي. یعنی په دې معنا چې ټول خلک د ګوزڼ د ريښې له منځه وړلو لپاره کار کوي نو اړتیا ده، چې دمخالفانو په ګډون له ټولو خلکو سره په اړیکه کې واوسو.

پوښتنه: کله هم چې په افغانستان کې د پولیو کمپاین پیل شي او موږ په بېلا بېلو ولایتونو کې له خلکو سره خبرې کوو، له دوی سره دا پوښتنه راپورته کېږي، چې دمخالفانو ځینې ډلې د دغه پروګرام مخالفت ولې کوي.

غواړم له تاسو وپوښتم، چې ستاسې د ارزونو له مخې ولې له دغه پروګرام سره مخالفت کېږي ؟ ایا سخت دریځي په ځینو هیوادونو کې د دغه پروګرام مخه نیسي؟

ځواب: زه یواځې کولای شم د افغانستان په اړه خپل نظر درسره شریک کړم. زه فکر کوم، چې په دې برخه کې د افغانستان حالت مثبت دی. ځکه د ګوزڼ له منځه وړلو په پروګرام کې، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نونیسف په کې شامل دي، د ټولو ډلو ملاتړ له ځان سره لري.

موږ له داسې ستونزو سره نه یو مخامخ شوي، چې حکومت مخالفان دې په ټوله کې د واکسیناسیون د پروګرام مخه ونیسي او زه فکر کوم، چې د دې کار دلیل دښو اړیکو درلودل دي.

زه ان غواړم دا هم ووایم، چې په افغانستان کې د مخالفانو په ګډون ټول اړخونه په دغه هېواد کې د ګوزڼ ريښې له منځه وړلو لپاره یو ډول نظر لري او په ټوله کې دا یو ډېر ښه بهیر دی.

خو په هېوادونو کې، چې هلته حالت دا ډول نه دي، نو زما په فکر پولیو د مخالفت لپاره ډېر دلایل شته او دا زما لپاره ګرانه ده چې په دې اړه خپل نظر ووایم.

خو ډېر وخت په دغه ډول حالتونو کې ستونزې د اړیکو د نشتوالي له امله رامنځ ته کېږي.

که د اړوند بنسټونو په شمول، موږ د ټولنې ټول اړخونه د خپل پيغام د رسولو لپاره خپلې اړیکې همغږې کړو، نو زه ډاډ ورکولای شم، په هغو هېوادونو کې چې هلته د پولیو د کمپیان پرضد ستونزې شته،د ستونزو په حل کې به ښه پرمختګ وشي.

پوښتنه: تاسې مخکې وویل، چې ټول افغانستان کې د ګوزڼ یواځې نهه پېښې شته، کېدای شي، راته واویی چې دغه پېښې په کومو ولایتونو کې دي ؟

ځواب: اوسمهال په روان کې د ګوزڼ نهه پېښې ثبت شوې دي او دغه پېښې په ننګرهار او کونړ کې وي.

پوښتنه: تاسې چې د پولیو کمپياین یوه بریالۍ پروسه ګڼئ، نو فکر کوئ چې په راتلونکي یوه کال کې به افغان دولت او نړیوال روغتیايي سازمان، افغانستان کې له ګوزڼه یو بشپړ پاک هېواد اعلان کړي؟

ځواب: موږ تمه لرو او له ټولو همکارانو سره یو ځای دغه هدف ته درسېدو لپاره کار کوو او په عین حال کې، د دې امکان هم شته، چې افغانستان دغه هدف ته ورسېږي.

که ټول اړوند اړخونه په همدې روحیه او ارتباطاتو کار وکړي، نو فکر کوم چې هو! دې هدف ته رسېدی شو.

خو له بدمرغه ویریوس له پولو اوړي او اوسمهال په پاکستان کې دپولیواړوند ستونزې ډېرې دي. موږ باید په پاکستان کې هم له خپلو خویندو او وروڼو سره مرسته وکړو، چې هغوی هم د پولیو په کمپاین کې بریالي شي.

پوښتنه: تاسې د پاکستان خبره وکړه، دا هم راته ووایاست، چې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغي څومره جدي ده او په افغانستان کې د پولیو حالت له ګاونډیو سره څنګه پرتله کوئ ؟

ځواب: اصلاً زما لپاره ډېره ګرانه ده، چې په دې اړه خپل نظر ووایم. همغسې مې چې وویل زما ماموریت په افغانستان کې دی او د افغانستان په اړه ښه معلومات هم لرم، ځکه زما لپاره ګرانه ده، چې په پاکستان کې د وضعیت په اړه خبرې وکړم او په لنډ وخت کې پاکستان ته نه یم تللی.

خو هغه څه چې په افغانستان کې ډېر مهم دي دا دي، چې د افغانستان حکومت، دروغتیا دنړیوال سازمان، دولتي بنسټونه او د دولت مخالفان ټول د پولیو په اهمیت پوهیږي او ټول هڅه کوي، چې دیوه بنسټ په ډول حرکت وکړي. دوی باید ماشوم ته د ماشوم په سترګه وګوري.

ماشوم که په هر ځای کې د هر قوم وي، که په امنو سیمو کې وي او یا هم ناامنو، باید هدف دا وي، چې د هغه اړتیاوې پوره شي.

هغه معلومات، چې زه یې په پاکستان کې له خپلو همکارانو لرم دا دي، چې هغوی هم هڅه کوي دغه ډول اتیلاف رامنځ ته کړي او زه فکر کوم، چې داړیکو ټنیګول به وخت وغواړي.

Image caption په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو پېښې نژدې ۸۰ سلنه راکمې شوې دي. ریک پيپر کورن

پوښتنه: زموږ د معلوتو له مخې، په هغو سیمو کې چې ډېر خلک یې بې سواده دي، د پولیو کمپاین پرمهال ځینې کورنۍ خپل ماشومان نه و اکسینوي، څه فکر کوئ، چې دغه ستونزه د پولیو په اړه د خلکو نا خبري نه ښيي؟

ځواب: زه فکر کوم، چې موږ باید د کمپاین په اړه د عامه پوهاوي بهیر ته دشواهدو بربنسټ دوام ورکړو او موږ دغه کار کوو.

دغه کار نه یواځې د پولیو لپاره اړین دی بلکې د نورو واکسینونو لپاره هم اړین دی. زه په دې باور لرم، چې سواد او بې سوادي مهم نه دي، بلکې مهم دا دي چې خلک سم پوه شوي که نه. ایا هغوي په سم ډول اطلاعاتو ته لاسرسی که څنګه ؟ هغوی خدماتو ته لاسرسی که نه ؟

دا هغه موارد دي، چې باید پام ورته وشي او موږ به هم دې موضوع ته خپل پام ورټول ساتو.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلک بیا د ځینو ځانګړو لاملونو له امله خپل ماشومان نه واکیسنوي. د پولیو دواکسین لپاره موږ باید خلکو ته د اسنادو پر بنسټ داسې کره اطلاعات ورکړو، چې وپوهیږي، دغه د ګوزڼ واکسین د ټولو ماشومانو لپاره دي، که غریب دي او که مالدار.

زه فکر کوم، چې موږ لا هم په افغانستان کې اوږده لاره په مخ کې لرو.

پوښتنه: او د کونړ او ننګرهار لپاره کوم ځانګړی پروګرام لرې؟

ځواب: هو، د ټول هیواد لپاره ملي پروګرام جوړ شوی و او د جنوبي زون لپاره ځانګړی پروګرام په پام کې نیول شوی و.

اوس د ختیځو سیمو لپاره بل خاص پروګرام لرو او په دغه پروګرام کې دا شامل دي، چې څنګه و کړای شو په دغه سیمه کې دروازه په دروازه له هر کور نه اطلاعات ترلاسه کړو ؟

له کومو خدماتو استفاده وکړو؟ او په هغو سیمو کې څه وکړو، چې هلته مخالفان نفوذ لري.

دغه پرورګرامونه یواځې دافغانستان د ختځو سیمو لپاره په پام کې نیول شوي دي، بلکې غواړو له پولې ها خوا خپلو پاکستاني همکارانو ته سره هم کار وکړو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو، چې ستونزې راکمې کړو او تمه لرو، چې په دغه سیمو کې دګوزڼ ريښې له منځه یوسو.

ورته مطالب