کمېسيون د ولسمشرۍ وروستی نوملړ اعلان کړ

Image caption د شکايتونو د اوريدو کمېسيون د اضافه شوي احتمالي کانديد نوم ونه ښود

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسيون تر هلاجۍ او چاڼولو وروسته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په نوملړ کې یو تن بل نوماند ورزیات شوی او دغه نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته استول شوی دی.

کمېسيون د اضافه شوي احتمالي کانديد نوم ونه ښود.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون وایي چې د ولایتي شوراګانو په نوملړ کې ۷۶ تنه نور کاندیدان زیات شوي.

خو د هغو څلویښتو کسانو نومونه یې بیا له نوملړه ایستي چې د دوي د ارزونو له مخې د کاندیدۍ شرایط یې نه و بشپړ کړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، د افغانستان د ټاکنو د واکونو او تشکیلاتو د قانون له مخې د وروستي نوملړ اعلان د ټاکنو د خپلواک کمیسيون په غاړه دی.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون وایي دوی ته د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په تړاو ټول ټال ۱۰۵۶ شکایتونه رسیدلي وو چې دوی په ۲۲ ورځو کې وتوانیدل دغه شکایتونه چاڼ او تر ارزولو وروسته یې په لومړنی نوملړ کې یو شمیر بدلونونه راولي.

د کمیسيون مشر عبدالستار سعادت وایي د دغو پلټنو په سر ته رسولو کې د ټاکنو کمیسون هم ورسره مرسته کړې ده.

ښاغلي سعادت وویل د ولایتی شوراګانو له نوملړه یې د هغو ۴۰ تنو نومونه هم ایستي چې د دوی په تحصيلي اسنادو کې ستونزې وې.

د هغه په خبره هغو کسانو چې د کلپو/ جعلي اسنادو په راوړلو تورن شوي هغوی به د افغانستان د جزا د قانون د ۳۰۹ مې او ۳۱۰ مو مادو له مخې یې عدلی او قضایي څانګو ته ورپیژندلي دي.

دا رنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون ته د ځینو نوماندانو په اړه داسې شکایتونه هم رسیدلي چې په هغو کې یو شمیر کاندیدان د جرمونو او بشري حقونو نه په سرغړولو تورن شوي وو.

درې ګونې محکمې

خو د افغانستان د اساسی قانون له مخې پر چا چې درې ګونو محکمو حکم نه وي صادر کړی، نو د هغوی په اړه د دوی لاسونه تړلی پاتې دي.

ښاغلی سعادت وایي سره له دې چې دغه نوملړ وروستی هم دی خو که دوی پر دغو نوماندانو د پورې شویو تورونو په تړاو ریښتیني اسناد تر لاسه کړي، نو د ټاکنو د ورځې تر رارسیدو پورې هم دوی واک لري چې هغه کسان په ټاکنو کې د دریدو راوګرځوي:

په پام کې وه چې د ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو وروستی نوملړ له نن نه درې ورځې وړاندې خپور شوی وای، خو کله چې د ټاکنو د کمیسون له خوا ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته د نوملړ په سپارلو کې ځنډ پیښ شو، نو د ټاکنو ټول بهیرونه ورسره اغیزمن شول.

ښايي اوس هر پړاو د لږ څه ځنډ وروسته پلی شي، خو تر ډیره د چارو شنونکي او سیاسي ګوندونه وایي چې د د غه شان ځنډ سره سره هغوی په ټاکنو کې بې پرې والي او رڼښت ته ډیر ارزښت ورکوي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ کانديدانو په وروستي نوملړ کې يو احتمالي کانديد بيرته اضافه شوی دی.

د اکتوبر مياشتې په ۲۲مه نيټه د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د ۲۶ نوماندانو له ډلې يې ۱۶ تنه د دوه ګوني تابعيت لرلو او د ولسمشرۍ شرايطو د نه پوره کولو له امله، وېستلي دي.

هغه کانديدان چې په ابتدايي نوملړ کې بريالي شوي دي:

د ولسي جرګې پخوانی غړی او جهادي مشر عبد رب الرسول سياف

د امنيتي لېږد بهیر پخوانی مشر اشرف غني احمدزی

د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله

د ولسمشر حامد کرزي ورور قيوم کرزی

د ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شيرزی

پخوانی مشر وزیر هدايت امين ارسلا

د افغانستان د دفاع پخوانی وزير عبدالرحيم وردګ

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول

د اسلامي حزب يو غړی قطب الدين هلال

د سردار محمد داود د ورور لمسی سردار محمد نعيم

د ټاکنو کمېسیون د انتخاباتي مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ابتدايي لست بايد د تلې/ ميزان په ۲۵مه خپور شوی وای.

هغه نوماندان چې نه دي بريالي شوي:

۱ سيد اسحق ګيلاني ۲ بسم الله شېر ۳ سرور احمدزی ۴ فضل کريم نجمي

۵ حميد الله قادري ۶ داود سلطانزوی ۷ انوار الحق احدي ۸ عزیز الله لودين

۹ نور رحمان لېوال ۱۰ ډاکټر فاروق اعظم ۱۱ نادر شاه احمدزی

۱۲ خديجه عزيز غزنوي ۱۳ عبدالهادي دبير ۱۴ داور احمد نادي

۱۵ حشمت غني احمدزی ۱۶ سلمان علي دوست زاده

تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ احتمالي کانديد دلاغا کوهدامني د ولسمشرۍ د شرايطو نه پوره کولو له امله د ولسمشرۍ له نوملړه وېستلی و.

ولايتي شوراګانو نوماندان

د ټاکنو کمېسيون وايي د ولايتي شورا د ۳۰۵۶ نوماندانو له ډلې ۵۵۳ يې په ابتدايي نوملړ کې لار نه ده موندلې او شرايط يې نه دي پوره کړي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د وږي/ سنبلې له ۲۵ پیل شوی و، چې د روان تلې/ میزان تر ۱۴ پورې یې دوام وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په شپاړسمه ترسره کېږي.

ورته مطالب