د افغانستان مشورتي لویې جرګې غړي

Image caption هره کمېټه به یو مشر او یو منشي ولري،‌چې پر وروستۍ ورځ به د خپل کار د پایلې راپور عمومي غونډې ته وړاندې کړي او په پای کې به د جرګې پرېکړه لیک اعلان شي.‌

اټکل دی،‌چې په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي.‌ د جرګې د جوړېدو اصلي هدف د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون پرسر بحثونه دي.‌

دغې جرګې ته د ''مشورتي لویه جرګه'' نوم ورکړل شوی،‌چې د افغانستان ولسمشر ته د امنیتي تړون په اړه سلامشوره ورکوي.‌

دا رپوټ په کابل کې زینب محمدي چمتو کړی، چې پښتو ته هدایت الله همیم ژباړلی دی.

د دغې جرګې سمبالوونکی کمیسیون وايي د جرګې ګډونوال به پر اوولسو جرګو وېشل کېږي.

د جرګې د سمبالوونکي کمیسیون یو غړی او د کمیسیون ویاند عبدالخالق پشه يي وايي چې یو شمېر ګډونوال له شوراګانو او له اړوندو ټولنو معرفي کېږي.

دودیزه که قانوني جرګه

د افغانستان اساسي قانون په یوسلولسمه او یوسلو یوولسمه ماده کې راغلي چې ''لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى.

لويه جرګه :

۱. د ملي شورى له غړيو، ۲. د ولايتونواو ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي. يو سلو يوولسمه ماده: لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي: ۱. د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول. ۲. ددې اساسي قانون د حكمونوتعديل. ۳. ددې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول.''

تر اوسه د هغه څه مطابق چې په اساسي قانون کې راغلي، هېڅ کومه لویه جرګه نه ده جوړه شوې؛ ځکه چې لاهم د افغانستان د ولسوالیو شوراګانې نه دي جوړې شوې.‌

د ګډون کولو شرطونه

د مشورتي لویې جرګې سمبالوونکي کمیسیون د ګډون کوونکو لپاره ځينې شرطونه جوړ کړي، چې مهم یې په لاندې ډول دي:‌

  • ګډون کوونکی به تر ۲۵ لوړ وي
  • د بشري حقونو سرغړوونکی به نه وي
  • په جنګي جرمونو به تورن شوی نه وي
  • د جرګې په اړه به کافي معلومات لري
  • په هغه سیمه کې به امین او اغېرلرونکی وي،‌ چې استازیتوب یې کوي

د کمیسیون د ویاند په خبره،‌په دې جرګه کې د سواد او زده کړې کچه مهمه او شرط نه ده.‌

په مشورتي لویه جرګه کې د ګډونوالو د خبراوي لپاره،‌د جرګې تر جوړېدا مخکې هېڅ کوم مهم پروګرام پام کې نه وو نیول شوی.

ښاغل پشه يي وايي،‌ د څلورو یا پنځو ورځو لپاره دغه جرګه جوړېږي،‌ چې پر لومړۍ ورځ به یې پرانیستونکې غونډه وي،‌دوه یا درې ورځې نورې به ګډونوال په ځانګړو کمېټو کې پر اجنډا بحثونه کوي.

هغه وايي، چې د جرګې تر پرانیستل کېدا وروسته به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون متن په پښتو او دري ژبو پر ګډونوالو ووېشل شي.‌

د هغه په وینا،‌ګډون کوونکي په پنځوسوکمېټو کې،‌چې د هرې کمېټې د غړو شمېر به هم پنځوس وي،‌د دغه تړون په اړه بحث کوي او خپله پرېکړه به اعلانوي.

هره کمېټه به یو مشر او یو منشي ولري،‌چې پر وروستۍ ورځ به د خپل کار د پایلې راپور عمومي غونډې ته وړاندې کړي او په پای کې به د جرګې پرېکړه لیک اعلان شي.‌

ورته مطالب