کرزی: امنیتي تړون دې له ټاکنو وروسته لاسلیک شي

Image caption ولسمشر کرزي لویې مشورتي جرګې ته وینا کې دغه څرګندونې وکړې.

افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي که جرګه له امنيتي تړون سره موافقه وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي نو امنيتي تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې انتخابات په سم ډول ترسره شوي وي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا او افغانستان ترمنځ پر امنيتي تړون د بحث لپاره راټولو شويو شاوخوا ۲۵۰۰ استازو ته وکړې.

''که چېرې تاسې موافقه وکړه چې دا تړون وشي نو باید امريکا له موږ سره متعهده شي مخکې له دې چې دا تړون تاسو ومانه او شورا تصويب کړ. نو تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې زموږ انتخابات په سمه او په عزت شوي وي. امنيت مو تثبيت شوی وي او موږ پرې پوهېدلي يو چې امن خواته روان يو او دوی دې په کې راسره همکاره شي. په تېرو انتخاباتو کې موږ خپلې تجربې لرو، چې تکراروم يې نه. که تاسو او شورا موافقه وکړه موږ يو معياد غواړو، چې زموږ کار په خير شي. زموږ انتخابات سم وشي. که خرابه شي پر ما تاوانېږي''.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې وايي، چې ولسمشر کرزي په څرګندو ټکو وویل چې له امريکا سره د امنيتي قرارداد تر ټولو مهم شرط دا دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

سوله د امريکا لاس کې ده

ده وويل که امريکا او بيا پاکستان وغواړي چې په افغانستان کې امنيت راشي نو کېدای شي هم په افغانستان او هم په پاکستان کې سوله راشي.

ښاغلي کرزي په ټينګار سره وويل: ''زه په مطلق ډول پوهېږم چې سوله د دوی په لاس کې ده''.

ښاغلي کرزي وويل پرته له ايران نه چې په ښکاره له امريکا سره د امنيتي تړون مخالفت کوي، نور ګاونډي او د سيمې هېوادونه ورسره موافق دي.

ده وويل له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه يې د سيمې له ځواکمنو هېوادونو چين، روسيې او هند سره هم لا له وړاندې سلامشورې کړې دي.

ولسمشر کرزي وويل دغه تړون به د لسو کلونو لپاره لاسليکېږي او په خبره يې که د افغانستان ټولې غوښتنې ومنل شي، دا د افغانانو په ګټه دی.

ده د هغه ليک په اړه هم څرګندونې وکړې چې د ولسمشر اوباما له لوري د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي په اړه ور رسيدلی دی.

ده وويل په ليک کې ويل شوي: ''امريکايي ځواکونه پرته له استثني حالت نه، چې امريکايي ځواکونو ته مخامخ خطر پېښ وي نه شي کولی د افغانانو کورونو ته ننوځي''.

۹ پوځي اډې

ښاغلي کرزي وويل امريکا په افغانستان کې په بګرام، کابل، مزار شریف، هرات، جلال اباد، کندهار، شينډنډ، کرديز او هلمند کې پوځي اډې غواړي.

ولسمشر کرزي وويل د ناټو غړو هېوادونو ورته ويلي، که امريکا په افغانستان کې پاتې نه شي دوی هم نه پاتې کېږي.

ده جرګه والو ته په خپلو خبرو کې وويل که هر څوک زما په نماينده ګي درشي او درته ووايي چې ولسمشر دا او يا هغه غواړي دا زما استازی نه دی او خبره يې مه منئ.

ده جرګه والو ته وويل د افغانستان ګټو ته په کتو بايد پريکړې وکړئ، چې په خبره يې خلک ورته انتظار دي.

ورته مطالب