له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پرېکړه

زموږ ژوندی پوښښ اوس پای ته ورسېد. د جرګې په اړه نور مطالب په پاڼه کې لیدلی شئ.

په کابل کې ۲۵۰۰ تنه په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره راغونډ شوي دي. جرګه د ولسمشر په وینا پیل شوه. ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په بحث وشي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 12:16

له هرات ولایته عبدالله فیض وايي تېرو سختو کلونو ته په پام سره زما په نظر دغه لویه جرګه ډېر اهمیت لري، دغه جرګه کولی شي د افغانانو لپاره روښانه او یا ناڅرګنده راتلونکی وټاکي. موږ خوشبینه یو چې د افغانستان ستونزو ته په کتو سره به دغه جرګه امنیتي تړون ملاتړ وکړي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 11:56

که څه هم چې د مشورتي لویې جرګې پر مهال تر اوسه د کومې امنیتي پیښې بیلګه نه ده لیدل شوې ، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په تیرو څلورویشت ساعتونو کې یې ډیرې هغه هڅې شنډې کړی چې وايي د مشورتي لویې جرګې د ګډوډولو تابیا یې لرله .

د وزارت چارواکي وایي چې د دغو هڅو تر شا د یو شمیر بهرنیو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو لاس و . دغه شان دوی وایي هغه چاودیدونکي توکي هم د دوی لاس ته ورغلي چې د چاودنو او نورو وران کاره عملونو لپاره کابل ته لیږدول شوي و .

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 11:20

د لویې جرګې امنیتي کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر لویې جرګې یې ځینې بریدونه شنډ کړي دي چې د جرګې وروسته به اعلان شي. په اعلامیه کې راغلي چې تر اوسه د کومې ترهګریزې پېښې رپوټونه نه دي تر لاسه شوي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 10:44

د غرمې وروسته په غوڼده کې د جرګې مرستیالان وټاکل شول. لومړی مرستیال د ولسمشر کرزي سلاکار نعمت الله شهراني، دویم مرستیال د هلمند پخوانی والي شیر محمد اخوندزاده، درېیم مرستیال د پارلمان پخوانی غړی فضل الکریم ایماق او د فراه سناتوره روګل څلورمه مرستیاله ټاکل شوې ده.

صبغت الله مجددي د جرګې د مشر په توګه ټاکل شوې دی.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 10:19

په مشورتي لویه جرګه کې مدني ټولنې استازې زهرا سپهر بي بي سي ته وویل چې په پښتو او فارسي لیکل شوی تړون د لویې جرګې غړو ته ورکړل شوی دی. میرمن سپهر وايي چې جرګه اوس په ۵۰ کمیټو تقسیم شوې ده. نن دغه ټولې کمیټې باید خپل مشر او مرستیال تعین کړي. د تړون په اړه خبرې اترې سبا جمعه د نومبر ۲۱ مه پیلېږي.

د تړون بشپړ متن

مجیب مشعل په خپل ټوټېر کې لیکلي

یوه جګپوړي چارواکي را ته وویل چې که جرګې دغه تړون ومنه بې له کومه شکه همدا حکومت به یې لاسلیکوي. دا هڅې یو تکتیک دی چې ولسمشر کرزی يې کاروي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 09:23

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امريکا او افغانستان ترمنځ پر امنيتي تړون د بحث لپراه راټولو شويو شاوخوا ۲۵۰۰ استازو ته په وينا کې وويل چې په افغانستان کې سوله او امنيت د امريکا په لاس کې ده.

کرزی: امنيتي تړون دې له ټاکنو وروسته لاسليک شي

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 08:50

امرالله صالح

دغه تړون زموږ د ملي اړتیا یوه برخه ده. ناټو ته نه ویل په دې معنی ده چې تاسې هغو ډلو ته چې د بهرنیو په لمسه جنګېږي هو وايست. دا په دې معنا هم ده چې تاسې د پاکستان لمسېدلو ډلو ته مشروعیت ورکوئ چې دغه تشه ډکه کړي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 08:35

عباس نویان: د ولسي جرګې غړی

که له امریکا سره دغه امنیتي تړون لاسلیک نه شي، له افغان امنیتي ځواکونو او نورو برخو سره د امریکا نغدي مرستې بندېږي، زموږ یوازې ۶۰ سلنه کورني بودیجه له کورنیو عوایدو پوره کېږي، او ۴۰ سلنه یې پر نړیوالو مرستو ولاړه ده. که دا کار وشي، موږ خپل سیستم او نظام نه شو ساتلی. د اففغانستان اقتصاد پر نړیوالو مرستو ولاړ دی.

که تړون لاسلیک نه شي، له افغانستانه به پانګونه والوځي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 08:18

فتانه ګیلاني: خورشید تلویزیون:

لسو کلونو کې څومره افغانان ووژل شول، ایا د افغانانو وینې دومره ارزانه دي، چې یوازې د مشورتي لویې جرګې په جوړېدو له امریکا سره د امریکايي سرتېرو د مصؤونیت او دفاعي تړون په اړه پرېکړه وکړي؟

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 08:15

مطیع الله خروټی: ژوندون تلویزیون:

مشورتي لویه جرګې ته هغه کسان نه دي راغلي، چې باید غوښتل شوي وای، له ۷۰۰ ښځو یوازې ۱۷۰ ښځې راغلې دي. زه د لویې جرګې مخالف یم. جرګې ته راغلي کسان اکثره په لیک لوست نه پوهېږي، نو په څلورو ورځو کې به په دغه ۴۹ مخیزه تړون څه پوی شي؟

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت 08:11

غلام حسین ناصري: ولسي جرګه:

لویه جرګه د اساسي قانون خلاف او د اساسي قانون په حق کې خیانت دی. ولسمشر ټولې خبرې نمایشي وې، ولسمشر له خپلو اوږو مسؤولیت لیرې کړ، د لسو کلونو لپاره د امریکايي ځواکونو قضايي مصؤونیت ته لاره هواره کړه.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت08:08

عباس نویان، د ولسي جرګې غړی: که له امریکا سره دغه امنیتي تړون لاسلیک نه شي، له افغان امنیتي ځواکونو او نورو برخو سره د امریکا نغدي مرستې بندېږي، زموږ یوازې ۶۰ سلنه کورنۍ بودیجه له کورنیو عوایدو پوره کېږي، او ۴۰ سلنه یې پر نړیوالو مرستو ولاړه ده. که دا کار وشي، موږ خپل سیستم او نظام نه شو ساتلی. د افغانستان اقتصاد پر نړیوالو مرستو ولاړ دی. که تړون لاسلیک نه شي، ل افغانستانه به پانګونه والوځي

د بي بي سي خبریاله کېټ کلارک: ولسمشر کرزي ۷۰ دقیقې وینا وکړه. خو د تېرې لویې جرګې د وینا په پرتله یې دا ځل د کار خبرې وکړې.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:57

مومن افغان: وینا خو یې ډېره په زړه پورې وه. خو عمل ته به یې انتظار یو.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:52

آصف حبیبي: ولسمشر ډېره ښکلې وینا وکړه. زه یې ټولې خبرې تاییدوم.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:30

ولسمشر کرزي وویل که مشورتي جرګه او لویه جرګه امنیتي تړون تایید هم کړي بیا به یې هم تر راتلونکو ټاکنو وروسته لاسلیک کوو. نو ځکه باید امریکا د شفافو ټاکنو پر اهمیت پوی شي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:28

د جرګې چلوونکی: د امنیتي تړون متن په پښتو او دري ژبه ګډونوالو ته وړاندې کېـږي. دویم بحث به لس دقیقې وروسته پیل کېـږي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:27

غلام حسین ناصري: ولسي جرګه: لویه جرګه د اساسي قانون خلاف او د اساسي قانون په حق کې خیانت دی. ولسمشر ټولې خبرې نمایشي وې، ولسمشر له خپلو اوږو مسؤولیت لیرې کړ، د لسو کلونو لپاره د امریکايي ځواکونو قضايي مصؤونیت ته لاره هواره کړه

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:25

حسن حقیار: ولسمشر کرزي یوه ځانګړنه دا ده چې ډېرې پستې خبرې کوي

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:24

حسن حقیار: ولسمشر کرزي په ډېر مهارت سره د امریکایي اډو لپاره کمپاین وکړ

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:23

د ولسمشر کرزي وینا پای ته ورسېده

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:22

طوفان وزیري: په جرګه کې راټول خلک د دې تړون پر اهمیت پوهېـږي

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت07:15

ولسمشر کرزی: زما ځوی له درې کلنۍ څخه د دفاع وزارت له نوم سره بلد و. دا یوه بدبختي ده.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:15

ولسمشر کرزی: زموږ او تاسې اولادونه ټول داغل شوي دي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:13

سناتوره بلقیس روشن: د تړون امضا کول د افغانستان خرڅول دي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:12

ولسمشر کرزی: زما او امریکې تر منځ اعتماد سم نه دی. زه پر دوی بارو نه کوم. دوی پر ما باور نه کوي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:11

ولسمشر کرزی: هر کار باید په سیاسي تدبیر سره ترسره کړو

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:09

ولسمشر کرزی: نور هېوادونه زموږ د جهاد له برکته بډایه شول. خو موږ نور هم وځپل شوو.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:07

د کومو هېوادوالو خپلوان چې شهیدان شوي دي له هغو مې په ځانګړې توګه غوښتي چې په جرګه کې ګډون وکړي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:05

ولسمشر کرزی: روس، چین، د منځني اسیا هېوادونه او عربي هېوادونه زموږ او امریکا تر منځ له تړون سره څه ستونزه نه لري. خو ایران ورسره په ډاګه مخالفت څرګند کړی او پاکستان په ظاهره د یاد تړون سره موافق دی.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 07:00

ولسمشر کرزی: که دا قرار دار زموږ هېواد ته سوله راولي نو بیا زموږ په ګټه دی. زه په دې پوه یم چې سوله د دوی (امریکایانو ) په لاس کې ده.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:59

ولسمشر کرزی: نو پکار ده چې په راتلونکو لسو کلونو کې ځانونه جوړ کړو

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:58

ولسمشر کرزی: دا تړون ځکه کوو چې غواړو بهرني پوځیان له ټاکلي ترتیب سره سم په لسو کلونو کې له افغانستان څخه ووځي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:58

د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر کاندیدان به درسره ناست وي. که مو نور جزیات غوښتل نو دوی به یې درکوي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:56

ولسمشر کرزی: امریکا د افغانستان په ۹ بېلابېلو برخو کې دایمي اډې غواړي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:52

د جرګې یوه ښځینه غړې ولسمشر کرزي ته وایي د امنیتي تړون لاسلیکول وطن پلورل دي. نوموړې ولسمشر کرزي ته اجازه نه ورکوله چې خپله خبره بشپړه کړي

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:50

ولسمشر کرزی: د امریکا ولسمشر باراک اوباما افغانانو ته لیک رالېږلی، چې د لویې جرګې له متن سره یې تاسې ته وړاندې کوم.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:46

ساد عمار

اوس مې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون متن ولوست!

باور وکړئ چې د امریکا لخوا افغانستان سره هیڅ واضحه او ښکاره تعهد او ژمنه پکې نه لیدل کیږي.

افغانستان په ډیره واضحه توګه امریکا ته ۹ منل شوي تاسیسات په وړیا ډول

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:39

ولسمشر کرزی: پر دې ټکي مو جنجال کړی چې د افغانانو د کورونو درناوی او امنیت دې خوندي وي

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:36

ولسمشر کرزی: له دنیا سره ملګرتیا کوو. دا دنیا په ملګرتیا کېـږي. که څوک راسره یاري کوي نو ټینګه یاري دې راسره وکړي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:22

ولسمشر کرزی: خو له دوه کلونو وروسته امنیتي وضع مخ په خرابېدو شوه.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:21

ولسمشر کرزی: له طالبانو وروسته افغانستان د لومړیو دوو کلونو لپاره په امن کې و.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:20

د لویې جرګې په اړه ځانګړې خپرونه زموږ بر وېبپاڼه کتلی او اورېدلی شئ

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:16

ولسمشر کرزی: ستاسې دنده ډېره مهمه ده.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:13

ولسمشر کرزی: خویندو او وروڼو. تاسې د افغانستان د خلکو په استازیتوب دلته راغلي یاست

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:12

ولسمشر کرزی: د جرګې د ترتیباتو له کبله د کابل خلک په تکلیف شول. له دوی څخه بخښنه غواړم

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:12

ولسمشر کرزی: خدای دې وکړي چې ستاسې بحثونه د افغانستان د ولس درد او رنځ پای ته ورسوي

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:10

ولسمشر کرزي خپله وینا پیل کړه

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:08

د بي بي سي خبریال محمود کوچی: په کابل کې یو شمېر کسانو غوښتل بریدونه ترسره کړي، چې اوس د امنیتي کسانو له خوا نیول شوي دي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:06

زموږ همکار محمود کوچی وایي په پلازمېنه کابل کې امنیتي کسان په ملکي لباس کې هم ګرځي. یو شمېر کسان هم نیول شوي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 06:04

ولسمشر کرزی د جرګې تالار ته را رسېدلی

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت:06:02

د لویې جرګې په تالار کې ملي سرود غږول کېـږي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 05:57

لویه جرګه پیل شوه

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 05:47

شېرجان احمدزی: باید پر هره موضوع منطقي فکر وشي. امریکا چې له کومو هېوادونو سره دا ډول تړونونه کړي هغو ترېنه ګټه کړې ده. په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډېر پرمختګ شوی.

د مثال په توګه سړکونه جوړ شوي، ماشومان ښوونځیو ته ځي او مېرمنو ته د کار شرایط برابر شوي.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 05:43

د سیاسي چارو کارپوه طوفان وزیري: که امنیتي تړون لاسیک نه شي نو ښایي افغانستان کې د ګاونډیو لاسوهنه پيل شي.

حسن حقیار : امریکا په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته هېڅ ګټه نه ده رسولې. دا تړون د افغانستان په تاوان دی.

د پنجشنبې ورځ: د لندن په وخت: 05:37

په کابل کې زموږ خبریال حفیظ الله معروف وایي د مشورتي لویې جرګې لپاره په پلازمېنه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي. په ښار ګې ګڼه ګوڼه نشته.

05:20 - د لندن په وخت

احمد شاه زنداني

دا د يو بل سترجنگ او د افغانستان د تباهۍ پیل دی.

مومن مهاجر

د هیواد اوسنۍ وضع ته په کتلو موږ د ګټې او زیان په پوزیشن کي نه یو. اړ یو چي د خپل ځان، مال او هېواد د ساتلو لپاره له یو داسي ځواک سره تړون او معاهده ولرو چي لږ تر لږه مو د نورو د ښمنانو په څېر د هغه فرعوني نظام په څېر ونه وژني چي غواړي د تل لپاره مو د نسل په وژلو دایمي ذهني او فزیکي غلامان کړي.

04:51 - د لندن په وخت

ټاکل شوې مشورتي لويه جرګه په شاوخوا لسو بجو د ولسمشر کرزي په وينا پيل شي.

04:35 - د لندن په وخت

د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه د کابل په لويې جرگې کې راټول شوي شاوخوا ٢٥٠٠ استازي به نن امنیتي تړون وارزوي . ښاغلي کېري وويل اوس نودا په افغانانو پورې اړه لري چې دغه سند ته د هو رايه ورکړي .

تړون پخپله ځان روښانه وي. موږ په هغه ژبه سره سلا شوي یو چې لوې جرګې ته به وړاندی کېږي خو دوی یې باید ومني. ځکه نو زه فکر کوم زما لپاره به هیڅ مناسب نه وي چې پر جزییاتو یې خبرې وکړم. دا د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.

کیري: کابل او واشنګټن د تړون پر متن هوکړه کړې

04:31 - د لندن په وخت

د او ږد مهال لپاره په افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي عسکروحقوقي حيثيت د جنجال يوه مساله وه . خو د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له لوري د تړون په خپاره شوي متن کې په څرگندو ټکو سره دا ويل شوي چې افغانستان موافق دی چې متحده ایالات د خپلو هغو عسکرو چې د افغانستان په خاوره کې جنایي یا مدني جرم کوي، د قضایي صلاحیت ځانګړی حق لري .