وحید مژده: خپرې شوې خبرې زما خپلې دي

Image caption زما داسې یاد نه دي، چې ما به ویلي وي، چې تاسې زموږ ملاتړ وکړئ

وحید مژده د خپلو هغو خبرو په باب له بي بي سي سره ځانګړې مرکه منلې، چې د افغانستان له یو شمېر شخصي ټلویزیونو او ویبپاڼو خپرې شوې او داسې ویل کېدل، چې ګواکې وحید مژده دغه خبرې د طالبانو له استازې سره کړې دي. دغه مرکه کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف کړې او تاسې کولای شئ له بي بي سي راډیو نه یې واورئ او هم یې په لیکلې بڼه دلته ولولئ.

پوښتنه: لومړی دا راته ووایاست، چې ایا هغه خبرې، چې پرون او نن تاند ویبپاڼې، طلوع او لومړی شخصي ټلویزیون خپرې کړې، منئ يې چې ستاسې په غږ کې دي.

ځواب: لومړی باید ووایم، چې د محکمې له حکمه پرته د افغانستان د اساسي قانون د ۳۷ مادې له مخې د دولت په شمول هېڅوک نه شي کولای د یوه شخص غږ ثبت کړي. البته اوس چې څه شوي دي، دا چې زه پخوا د یوه خبري اژانس مسوول وم، نو طالبانو ماته له بېلو ځایونو ډېر تیلیفونونه کړي دي، البته دغه ټول ټیلیفونونه ماته د هېواد له دننه شوي، نه له بهره، دې کې د سولې اړوند خبرې دي، د عامو وګړو وژنې اړوند خبرې هم وې، د ملا براردر او ملا معتصم اغاجان اړوند خبرې هم وې، دې کې د پاکستان درول په اړه هم غږيدلي یوو او په نورو مسایلو هم خبرې شوې دي. خو که تاسې غواړئ، چې له چا نه خبرې تر لاسه کړئ او باور یې تر لاسه کړئ، نو باید یو څه خبرې ورسره وکړئ. زما مقصد دا و، چې له مانه د طالبانو په باب پوښتنې کېږي، زه تل په دې مسایلو پسې ګرځم او څېړنې کوم، ځکه مې د دوی باور تر لاسه کولو لپاره له دوی داسې خبرې کولې.

پوښتنه: مژده صیب ځینې داسې وايي، چې ګواکې تاسې طالبانو ته مشورې ورکولې، د بېلګې په توګه وايي تاسې هغوی ته ویل، چې د اختر په پیغام کې څه باید ولیکل شي او څه باید و نه لیکل شي.

ځواب: ګورئ که یو کس راته ټیلیفون کوي او رانه مشوره غواړي، زه نه شم کولای ورته ووایم، چې زه مشوره نه درکووم، دوی وايي چې داسې خبرې لیکو ما ښايي ورته ویلي وي، چې ولیکئ، بیا هم خبره داده، چې که د یوه ژورنالیست په توګه تاسې غواړئ، چې له یوه لوري نه څه تر لاسه کړئ، نو باید د هغه بارو جلب کړئ، دا په ژورنالیزم کې د معمول خبره ده، په ځانګړې توګه زه چې ډېر غواړم پوه شم، چې د مقابل لوري خبرې واورم او پوه شم، چې دوی څه کوي او څه وايي، راتلونکي پروګرامونه څه دي، دا مسایل تل زما له لوري په رسنیو کې منعکس شوي دي، مقالې مې پرې لیکلې دي، خو دا چې دغه ډول خبرې شوې دي، یانې ما مشورې ورکړې دي، نو دا مشورې هم داسې نه دي، چې ګواکې هغوی منلې وي. خو دا چې دوی خبرې کولې، نو د خبرو په ترڅ کې دغه ډول مسایل یادېږي.

ستاسې په خبرو کې اورېدل کېږي، چې د لویې مشورتې جرګې په باب (ټیلیفون کوونکي ) ته وایاست، چې زه او حاجي صیب فرید دلته کار کوو، رسنیو ته ځو، تاسې مو له هغه لوري ملاتړ وکړئ، فکر نه کوئ، چې په دغسې خبرو یو ژورنالیست یو لوری واقع کېږي.

ځواب: زما داسې یاد نه دي، چې ما به ویلي وي، چې تاسې زموږ ملاتړ وکړئ، د سپنتا خبره داوه، چې ګواکې ما ویلي، چې دا د دیوسي تړون دی، خو دومره مې یاد دي، چې داسې خبرې ما هېڅکله نه دي کړې، یوازې دومره وه، چې یوه کس چې ما ته یې ټیلیفون وکړ راته یې وویل، چې موږ خبر شوو، چې کابل کې مظاهرې وې او ما ورته وویل، چې هو، دغه مظاهرې موږ کړې وې او بیا مې ورته هغه مظاهرو په باب هغه څه ویل، چې به رسنیو کې هم راغلي دي، یعنی دا کوم پټ راز نه دی، چې ما دې خلکو سره شریک کړی دی.

پوښتنه: یانې تاسې له مقابل لوري سره یوازې د دې لپاره خبرې کولې، چې د هغوی باور تر لاسه کړئ، معلومات تر لاسه کړئ نه دا چې له هغوی سره خواږي او یا د هغوی ملاتړ وښيئ.

ځواب: نه دا خو د ملاتړ خبره نه ده، موږ چې کوم کار کړی هغه دا چې دلته افغانستان کې یو مدني حرکت رامنځ ته شوی دی. دا مسایل ځکه اوس مطرح کېږي، چې موږ یوه جبهه لرو او له دې تړون سره موږ مخالفت درلود، نو دغه خبرې دوی افشا کوي او وايي، چې دغه سړي د ملي امنیت پر ضد کار کړی او د ملي خیانت تور راباندې لګول شوی دی، خو ما هغوی ته هېڅکله نه دي ویلي، چې تاسې برید وکړئ.