"ټولټاکنو کې د نه لاسوهنې ډاډ سره به تړون لاسليکېږي"

Image caption اېمل فیضي وايي، د ټاکنو په اړه د امريکا څرګندونو د بې باورۍ فضا او شکونه راپورته کړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکولو مخکې بايد دوی پر دې ډاډه شي چې واشنګټن د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو کې لاسوهنه نه کوي.

ارګ وايي په افغانستان کې لوړ پوړو امریکايي ډیپلوماتانو له ولسمشر حامد کرزي سره په ناستو کې دا یادونه کړې، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ښايي دویم پړوا ته وغځېږي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي په کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په کابل کې د امریکا سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي جېمز ډوبینز له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې دوه ځلې يادونه کړې، چې ښايي ټاکنې دویم پړاو ته وغځېږي او یا هم په کې ځنډ راشي.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکي ادعا کوي چې ګواکې د امريکا سفير ولسمشر کرزي ته ويلي ټاکنې ښايي دوهم پړاو ته لاړې شي، او دوهم ځل ټاکنې ښايي تر ۶ مياشتو وځنډېږي.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا دوی داسې شک لري، چې "ښايي امریکا بیا هم په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي" او له همدې امله نه غواړي له ټاکنو وړاندې له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي.

ښاغلی فیضي وايي، دغه ډول څرګندونو د بې باورۍ فضا او شکونه راپورته کړي دي.

نوموړی زیاتوي "موږ باید له امریکا پياوړې ژمنې واخلو، چې په ټاکنو کې به مداخله نه کوي او د رڼو ټاکنو لپاره، چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي، له موږ سره به همکاري کوي".

د ولسمشر کرزي ویاند وايي، دوی ته شک پيدا شوی، امریکا څنګه د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې په دې پوهېدلې، چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په خبرو کې د جمعې شپې (نومبر ۲۲ مه) یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امنیتي سند به هغه مهال لاسلیک شي، چې د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو چاپې بندي شي او امریکا د رڼو ټاکنو ترسره کېدو ضمانت ورکړي.

خوښاغلي فیضي وايي، د جان کيري ټينګار دا و، چې دغه تړون بايد د روان ميلادي کال تر پايه لاسلیک شي.

د ښاغلي فیضي په وینا، جان کیري له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې دا هم وویل چې که دغه تړون نه وي، نو ښايي په افغانستان کې امنيت ټینګ نه شي.

خو ایمل فیضي دغه ډول څرګندونې پر افغانستان د امریکا یو ډول فشار ګڼي او وايي واشنګټن په دې ډول خبر د سند ژر لاسلیکیدل غواړي.

لويه جرګه چې د پنجشنبې پر ورځ (د نومبر ۲۱ مه) په پلازمېنه کابل کې پيل شوې، ګډونوال پلاوي يې اوسمهال د تړلو دروازو تر شا په وړو کمېټو کې په تفصيل سره د امنيتې تړون پر برخو غور کوي.

ګډونوال پلاوي په ۵۰ کمېټو وېشل شوي، د تړون متن په پښتو او دري ژبو ورسپارل شوی، او د هغو لپاره چې لوست نه شي کولی هم د غور او بحث وخت ورکړل شوی دی.

ورته مطالب